د کابل په سروبي کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ اووه غړي ورک شوي

37

د کابل په سروبي کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ اووه غړي ورک شوي
د سیمه‌ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په یوه ترافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ اووه غړي ورک شوي دي.
سرچینو د شنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۳مه، رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه پرون د کابل ـ جلال‌آباد پر لویه لار د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې یو کرولا ډوله موټر له سړک څخه اوښتی او د کابل سیند ته لوېدلی دی. د ورک شویو کسانو په منځ کې یوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي.
ویل کېږي چې دغه پېښه د موټر د زیات سرعت له امله رامنځته شوې ده. د ننګرهار د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو هم د دې پېښې رامنځته کېدل تایید کړي دي.
ترافیکي پېښې په دې وروستیو کې د بېلابېلو لاملونو له امله، لکه د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي قوانینو کمزوری تطبیق، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له خلکو قرباني اخلي.
په وروستۍ ورته پېښه کې، تر دې وړاندې په کندوز ولایت کې یوې ترافیکي پېښې پنځه کسان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.