په غزني کې ترافیکي پېښې ۳۱ کسانو ته مرګژوبله واړوله
د غزني ولایت د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، په دې ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.
د غزني د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر په وینا، دغه پېښه د شنبې شپې شاوخوا لس بجې د غزني ښار اړوند د «روضه کوتل» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د طالبانو چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی موټر او یو ټیلر موټر سره ټکر شوي دي.
ویل کېږي چې د ټپیانو په ډله کې ۱۱ ښځې هم شاملې دي، چې له ډلې یې اته تنه سطحي ټپونه لري.
روغتیايي سرچینو تایید کړې چې د ډېری ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی. د دې پېښې لامل د شپې تیاره او د موټر چلوونکو بېاحتیاطي بلل شوې ده.
ترافیکي پېښې په پرلهپسې ډول د هېوادوالو ژوند اخلي او ګڼ شمېر نور کسان ټپیانوي.
په وروستۍ ورته پېښه کې، تر دې وړاندې په کندوز ولایت کې یوې ترافیکي پېښې د پنځو کسانو ژوند اخیستی و. د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، د معیاري سړکونو نشتوالی او د ترافیکي قوانینو کمزوری تطبیق د دغو پېښو مهم لاملونه ګڼل کېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.