د لمړي وزارت پيړ
د 1332لمريز کال د «وږي» له میاشتې څخه !
په 1333ل کال کې !
د پوهنيز کال په پيلېدو سره د پوهنې وزارت پرېکړه وکړه چې د هيواد و ماشومانو ته د ښې ښوونې او د نوموړو د غوره روزنې په موخه د ښوونې او روزنې پوهنځی رامنځته کړي ترڅو پوه او وړ ښوونکي افغان ټولنې ته وګماري. دا پرېکړه د 1334ل کال د «وري» مېاشتې په نهمه نېټه پلې سوه.
په 1334ل کال کې !
په بېلابېلو ولايتونو کې پنځوس کليوالي ښوونځي پرانيستل سول. په کندوز کې د نجونو د لمړني ښوونځي ترڅنګ په شپږ نورو ولايتونو کې ورته ښوونځي پرانيستل سول. د «رابعه بلخي لمړنی ښوونځی» په منځني ښوونځي واوښت. په دارالحفاظونو کې د قرآن عظيم الشان د حفظ ترڅنګ د فقې، صرف و نحو، عقايد او منطق، تجويد او قرائت زده کول هم خامخايي سول. نهويشت زدکړيالان د لوړو زدکړو لپاره دباندنیو هيوادونو ته واستول سول. د ښوونې او روزنې وزارت پرېکړه وکړه چې د پيداګوژۍ انستيتوت رامنځته کړي ترڅو په نوموړي انستيتوت کې ښوونکي وروزي چې د همدغه کال په روستيو کې انستيتوت پرانيستل سو او په لمړي کال لس ښوونکي پکښې وروزل سول….
په 1335ل کال کې !
د هلکانو لپاره 91 او د نجونو لپاره دوه کليوال ښوونځي پرانيستل سول. د هلکانو لپاره اتلس او د نجونو لپاره درې لمړني ښوونځي پرانيستل سول. اتلس د نالوستو غټانو د زدکړو کورسونه رامنځته سول. د هلکانو دوه او د نجونو يو منځني ښوونځي رامنځته سول. د نجونو دوې ليسې رامنځته سوې. په دغه کال کې په لمړنيو ښوونځيو کې د زدکړو لپاره د نويو ګډونوالو هلکانو او نجونو شمېر تر 13000 واوښت، د لمړني پړاو د روزل سوو زده کوونکو شمېر 3674، په مسلکي ښوونځيو کې د روزل سوو شمېر 571، او په ليسو کې د روزل سوو زده کوونکو شمېر 84 وو. د دباندنیو بنسټونو لخوا 150 سکالرشپ او فيلوشپونه افغانستان ته ورکړل سول چې يواځې 110 يې امريکايي نړۍوال اداري ول. د افغان ښوونکو استازو ېوې ډلګۍ له شوروي يووالي څخه ليدنه وکړه. د نالوستۍ د لمنځه وړلو او د زدکړو د پياوړتېا لپاره د «بخوان و بدان» تر پيلليك لاندې ېوه اونيزه هم خپره سوه چې په زرګونو شمېر يې په وړېا توګه وګړو ته ووېشل سوه. د کرهڼې پوهنځی رامنځته سو چې څوارلس زدکړيالان يې درلودل او د انجينرۍ د پوهنځی سره يوځای د کابل پوهنتون په چوکاټ کې وو، د 1337ل کال د لړم په مېاشت کې د کرهنې او انجينرۍ پوهنځيو يوځای خپلې چارې مخته وړلې خو په 1342ل کال کې د انجينرۍ پوهنځی بېل سو، د کرهنې د پوهنځی د رامنځته ته کولو موخه! د مسلکي او فني کدرونو روزل او د هيواد د کروندو او څارويو د توليداتو اوچتول وه چې «د خاورې پېژندلو» «اوبو لګولو» «حيواني علوم» «حفاظه نباتات» «مېوه جات» «ځنګلونه» «اګرانومبي» «اقتصاد زراعتي» او پلانگذاري ډيپارټمنټونه يې درلودل، د انجينرۍ د پوهنځي د رامنځته کولو موخه! د خوځند کدرونو روزل او پالنه په تخنيکي، انجينرۍ، پول رغونې، سړك رغونې، د ډنډونو او ويالو د اوبو او برېښنا په څانګو کې وه. په همدغه کال کې د «وږي» مېاشتې په لمړۍ نېټه په ننګرهار کې د ننګرهار دارالمعلمين او د «وږي» مېاشتې په اتلسمه نېټه په کندهار کې د ميرويس نيکه دارالمعلمين پرانيستل سول. او د افغانستان د پوهنې زدکړو بهير پر څلورو برخو ووېشل سو، لکه! لمړنۍ، منځنۍ، مسلکي او عالي…
په 1336ل کال کې !
د اقتصاد پوهنځی رامنځته سو، د نوموړي پوهنځي موخه! په اقتصادي، مالي او سوداګريزو څانګو کې د ګمارل سوو او لوړپوړو متخصصينو روزل وه، پکښې د ګډون شرط د لېسې بريليك او د زدکړو موده يې څلور کالونه وه… په همدغه کال کې د ښځېنوو لپاره درېو پوهنځيو شتون درلود چې د ادبياتو، ساينس او د ښځېنوو د طب څانګې يې درلودې….
په 1337ل کال کې!د هيواد په کچه د نالوستو غټانو د زدکړو لپاره دېرش کورسونه او 28 کليوال ښوونځي پرانيستل سول. د غويي مېاشتې په 19 نېټه د فارمسي پوهنځی رامنځته سو چې د فارمو کولو ژۍ، فارمو ستيك، ميکوروبيالوژي، فارمکو داتمي يا تاکسيولوژۍ (فارميسي شميك)، بيوشيمۍ او مواد غذايي ډيپارټمنتونه يې درلودل، او موخه يې دا وه چې! د هيواد په روغتونونو کې پوه او وړتېا لرونکي د درمل رغوونکي ولرو…
په 1338ل کال کی !
پنځوس نوي ښوونځي پرانيستل سول. د نالوستو غټانو لپاره څلويښت کورسونه رامنځته سول. د ماشومانو د تفريح لپاره وړکتونونه ورغول سول چې ډوډۍ او شيدې به يې ورکولې او په هرو پنځلسو ورځو کې به يې معاينه کول. په همدغه کال د افغانستان د لمړي وزير والاحضرت ښاغلي سردار محمد داؤد خان لخوا د کابل پوهنتون د ودانۍ د بنسټ ډبره کښېښودل سوه .
په 1339ل کال کې !
د کابل د صنايعو د ښوونځي تر ادارې لاندې د پوهنې د زده کوونکو لپاره د موسيقۍ کورس رامنځته سو…
په 1340ل کال کې!
له لمړنيو او منځنيو ښوونځيو، لېسو او مسلکي ښوونځيو او دارالحفاظونو څخه 14490 زده کوونکي فارغ سول…
په 1341ل کال کې !
۱۴ منځني ښوونځي پرانيستل سول او نهه لمړني ښوونځي په منځنيو ښوونځيو واوښتل
ښاغلي سردار محمد داؤد خانؒ د 1341 لمريز کال د «کب» مېاشتې تر 11 نېټې پورې! نهه کالونه، شپږ مېاشتې او يوولس ورځي د افغانستان لمړی وزير (صدراعظم _رئيس الوزرأ) په توګه دنده مخته وړې
د اولسمشرۍ پيړ
د 1352لمريز کال د «چنګاښ» مېاشتې له 26 نېټې څخه!
په 1352ل کال کې !
اتلس نوي کليوال ښوونځي ورغول سول. نهه لمړني ښوونځي ورغول سول. په 23 کليوالو ښوونځيو کې د يو ښوونکي ترڅنګ دويم ښوونکی هم د ښوونې په دنده وګمارل سو. نهويشت کليوال ښوونځي په لمړنيو ښوونځيو واوښتل. په 20 کليوالو ښوونځيو کې د يو ښوونکي ترڅنګ دويم ښوونکی هم د ښوونې په دنده وګمارل سو. د لمړي پړاو پراختيايي بوديجه و 3678304 افغانيو ته پورته سوه چې 3178304 افغانۍ د نويو ښوونځيو او هغو ښوونځيو لپاره چې چارې يې نيمګړي پاتې وې ځانګړې سوې او 500000 افغانۍ د لمړنيو ښوونځيو لپاره ځانګړي سوې.
په همدغه کال کې لاندې دورې پرانيستل سوې:
الف ! لس منځني ښوونځی.
ب ! اووه لېسې چې لدې ټولګې څخه دوې يې ليليې وې. د مېرمنو د رياست 11 روزنيزي او خبري غونډې وسوې لکه د ښځېنوو د مسايلو، ملي موضوعاتو، په ټولنيزو شېبو کې د ښځېنوو د چارچلند، په ټولنه کې د ښځېنوو د دندو، د ناوړه او ناسمو جامو او سنګار په اړوند نيوکو، د بې موخې او ناسمو بابونو د لمنځه وړلو لپاره د هڅو، د سرې مېاشتې نړۍوالې ورځې، د روغتېا ورځې، بشر حقونو ورځې، د مور ورځ او مولود شريف د ورځې.
د «سواد حياتي ملي اداره» که څه هم پخوا رامنځته سوې وه خو په نوي جمهوري نظام کې په بنسټيزه توګه رامنځته سوه او په چارو يې پيل وکړ، نوموړې ادارې 108 کورسونه رامنځته کړل چې د 127 ښوونکو او سوپروايزرانو لخوا و 3500 زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې چارې مخته وړل کېدې. د کابل پوهنتون لس تکړه زدکړيالان په ژمينيو رخصتيو کې د درېو مېاشتو لپاره امريکا ته د زدکړو لپاره لاړل او 109 نور زدکړيالان په تحصيلي بورسونو نورو دباندنیو هيوادونو ته واستول سول. د پوهنې وزارت 42 چارواکي او اړوندان «د فرهنګي اړيکو ټولنيز مديريت» لخوا د غونډو او ويناوو د ګډون لپاره بېلابېلو هيوادونو ته واستول. د فيلوشپ او يونسکو بنسټ د ښوونيزو بورسونو له پړاوونو څخه په ګټه اخيستنې 19 تنه پوهنيزو او فرهنګي بنسټونو ته د نوموړي بنسټ لخوا وروپېژندل سول. د پوهنتون ښوونکي او چارسمبالي له ښوونيزو بورسونو څخه په ګټه اخيستنې بېلابېلو هيوادونو ته واستول سول، لکه 13 شوروي، اته امريکا، يو يوګوسلاويا، دوه بلغاریا، يو بيروت، څلور استراليا، څلور مصر، يو هندوستان، درې ايران او شپږ المان ته…
په 1353ل کال کې!
د هيواد د پوهنې په برخه کې لاندې بدلونونه منځته راوستل سول:
لمړی پړاو!
1_د تلپاتي لوستيوالي د خونديتوب او د لمړني پړاو د چمتو ساتلو لپاره، فارغان د بدني ځواك د ساتلو او د دويمو زدکړو د څارنې لپاره، يا د حرفوي زدکړو کورسونه او يا د خپلواکې بوختېا د غوره کولو لپاره، لمړنی پړاو يې له شپږ کالونو څخه و اته کالونو ته پورته سو. 2_په ښوونځي کې د زدکړو لپاره د ماشومانو منګ له شپږ څخه تر اووه کالونو پورې غوره سو. 3_منځنی پړاو ووېشل سو چې د اووم او اتم ټولګي يې په لمړي پړاو کې ورډېر کړل. 4_د لمړي پړاو د اووه او اته له اړوند مضامينو پرته محيطي او حرفوي مالومات د نظري او عملي کار له ليدلوري په ښوونيز نصاب کې ورډېر سول، ترڅو پوهه ترلاسه کول د کيفيت له اړخه پورته سي. 5_د لمړني پړاو فارغانو به د شرايطو سره سم د اړتېا لمخې د قوای بشري د مدیریت په ليد د دويمو تعليماتو ازموينه په کانکور کې ورکوالای. 6_هغه شمېر زده کوونکي چې د کانکور په ازموينه کې برېالي نه سول، د اړتېا لمخې ځينو د لنډې مودې په حرفوي کورسونو کې ګډون وکړ او پاتې نور په خپلواك کار بوخت سول، دا دواړه پوړه ارزښتمن کارګر چې نيم لوستي ماهر او يا بشپړ لوستي ماهر ول رامنځته سول…
دويم پړاو!
۱ ـ لمړی پړاو له درېو کالونو څخه و څلور کالونو ته پورته سو. 2_د لېسې روستي (12) ټولګي د ساينس او اجتماعياتو د څانګو د چمتووالي لپاره په پام کې ونيول سول. 3_د قوای بشري له ليده د هيواد د اړتېاوو د ليري کولو لپاره يو شمېر ټوليزي لېسې تر څېړنو او څېړلو روسته د مسلکي ښوونځيو سره جوګه سوې. 4_د مسلکي ښوونځيو دويم پړاو يې څلور کالونه په پام کې ونيوی چې ددغه څلور کالن پړاو پروګرامونه په مسلکي رشتو کې ډېر او لږ کېدای سول.
[…] د دويم پړاو (ثانوي دورې) فارغان به د کانکور له ازموینې څخه روسته پر دوو برخو ووېشل سول چې يو شمېر به يې د لوړو زدکړو لپاره په پوهنتون کې ګډون کوالای او پاتې نور به يې په «تعليم و تربيه» ځای پرځای کېدالای. د مسلکي ښوونځيو ډېرئ فارغان د کانکور له ازموينې ورکولو روسته په مسلکي پوهنځيو کې په زدکړو بوخت سول او پاتې نور په کار بوخت سول.
د فراه په ولايت کې د 300 زده کوونکو لپاره د کرهڼې لېسه پرانيستل سوه. د 700 زده کوونکو لپاره د پلازمېنې کابل پولتخنيك ورغول سو چې له نهم ټولګي څخه د پنځوس زده کوونکو لپاره په نوموړي انستيتوت کې د شپې تخنيکي کورسونه رامنځته سول، د انجينرۍ د مرستیال روزنې د انستيتوت د 14 سويې برابر بنسټ کښېښودل سو. د هنر او ملي موسيقۍ د ودې لپاره د موزيك لېسه رامنځته سوه. 90 کليوالي او 25 لمړني ښوونځي پرانيستل سول. 97 کليوالي ښوونځي په لمړنيو ښوونځيو واوښتل. په 116 کليوالي ښوونځيو کې د يو ښوونکي ترڅنګ دويم ښوونکی هم وګمارل سو. د 25 کليوالو ښوونځيو د دوو ښوونکو ترڅنګ درېيم ښوونکی هم وګمارل سو. د نالوستو غټانو لپاره د پلازمېنې کابل ښار په حوزو کې 190، په بغلان کې 41، او په کوهدامن کې 34 کورسونه رامنځته سول چې پکښې «د قرائت کتاب»، «حساب»، «د ښوونکي لېارښود» او «د کار کتاب» تدريس کیدل. په همدغه کال کې، په کابل پوهنتون کې له 639 کورنيو او دباندنیو ښوونکو څخه 7798 زدکړيالانو زدکړې کولې چې 742 پکښې ښځېنه وې…
په 1354ل کال کې!
294 لمړني ښوونځي چې تر شپږم ټولګي پورې ول او 33 کليوال ښوونځي، اتم ټولګي ته پورته سول چې اووم ټولګی په همدغه کال رامنځته ته سو. نهه منځني ښوونځي په لمړنيو ښوونځيو واوښتل او يو شمېر لېسې په مسلکي ښوونځيو واوښتې. په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې 12 مسلکي حرفوي کورسونه رامنځته سول. د ثانوي تدريساتو رياست لخوا د باصلاحيته کمېټې تر مشرۍ لاندې د اتم ټولګي له فارغانو څخه د کانکور ازموينه اخيستل کېده او له هغو زده کوونکو څخه چې له اتم ټولګي څخه فارغ سوي ول خو تېرکال يا سږکال د کانکور په ازموينه کې برېالي سوي نه ول يوځل بيا د کانکور په ازموينه کې برخه ورکړل سوه.
د ښوونکو د بدني روزنې په څانګه کې د تعليمي سويې د پورته کولو لپاره د بدني روزنې انستيتوت د ديارلس او څوارلس ټولګي په کچه رامنځته سو چې له پلازمېنې او ولایتونو څخه 90 نرينه او ښځينه، نهاري او ليليه زده کوونکو په زدکړو پيل وکړ. د لوړو زدکړو لپاره په بېلابېلو څانګو کې، شپږ تنه انګلستان، لس تنه امريکا، اتلس تنه ايران، دوولس تنه هندوستان، اتويشت تنه المان، پنځه تنه شوروي، يو تن د يونسکو په مالي مرسته او يو تن د ملګرو ملتونو د تعليمي بورسونو پرمټ دباندينيو هيوادونو ته واستول سول.
د همدغه کال په تېرېدو د پوهنې نوی پلان د پلي کېدو لپاره په پام کې ونيول سو چې لاندې پنځلس مادې يې درلودې !
۱ ـ پر ټولو زدکړې کول خامخايي دي .
۲ ـ د پوهنې مرکزي سيستم .
۳ ـ اقتصادي پرمختګ .
۴ ـ په ښوونه او روزنه کې ټولګي رغول .
۵ ـ ښوونيز نصاب .
۶ ـ د ښوونکو روزنه .
۷ ـ د ښوونيزو توکو او ښوونيزو پډيو چمتو کول .
۸ ـ د ژبو پرمختګ او پراختېا .
۹ارزونه.
۱۰ ـ د لوست زده کولو ښوونه .
۱۱ ـ انډولي پوهنه .
۱۲ ـ د بدني روزنې ښوونه .
۱۳ – د «ماورای ښوونځي» خوځښتونه او نصاب .
۱۴ – د ښوونکو او پلار مور ټولنه .
۱۵ – په بېلابېلو پړاوونو کې تلپاتې ښوونه او روزنه .
د ملي دندو د ترسره کولو او د ښځو د مقام د اوچتولو لپاره په نړۍواله کچه د ښځو د ټولنې د ېوې نه غوڅېدونکې تصدۍ په توګه د غبرګولي له مېاشتې څخه د افغانستان د ښځو ټولنه وپېژندل سوه او نوموړې تصدۍ د ټولنو او کمېټو تشکيل وګرځېده چې د خپلې لايحې سره سم يې د مشورتي حقوقي، تنويري، خيريه او هنري کمېټې رامنځته سوې…
په 1355ل کال کې !
د افغانستان د جمهوري دولت د اساسي قانون له نافذېدو روسته د حکومت په تشکیل کې يو نوی وزارت «د لوړو زدکړو وزارت» په نوم د جمهوررئیس تر منظورۍ روسته رامنځته سو چې د نوموړي وزارت تشکيلات منظور سول او په چارو ترسره کولو يې پيل وکړ، د نوموړو تشکيلاتو لمخې د کابل او ننګرهار پوهنتونونه د خپلو ټولو څانګو سره د لوړو زدکړو وزارت اړوند سول او ددې ترڅنګ د ښوونکو د روزنې عالي انستیتوت، د صنعت ادارې انستيتوت، د کرهنې د عالي تعليماتو انستیتوت، د محاسبې عالي انستيتوت او د معلم د روزنې رياست چې پخوا د پوهنې وزارت اړوند ول دخپل ټول پرسونل، تجهيزاتو او ودانيو سره «د لوړو زدکړو وزارت» اړوند سول.
د افغانستان د جمهوري دولت د اساسي قانون په لسمه ماده کې داسي ليکل سوي:«د لمړنيو تعليماتو تامين او عاموالی اجباري، عمومي ثانوي تعليمات، مسلکي او عالي تعليمات ټول په وړېا توګه د عِلمي او فني کدرونو د روزنې او د خلکو د خدمت لپاره.». په همدغه کال کې د انجينرۍ پوهنځي د چارواکو د لېارښوونې پربنسټ، په پوهنځي کې 1066 نوو زدکړيالانو زدکړې پيل کړې. په کابل پوهنتون کې 75 دبانديني زدکړيالان په زدکړو بوخت ول. 35 محققين د عِلمي تحقيقاتو لپاره له دوستو هېوادونو څخه کابل پوهنتون ته راغلل. په بلخ، هرات، هلمند، کندهار، غزني او ننګرهار کې د شپې لېسې رامنځته سوې ترڅو د مامورينو په تعليمي کچه کې اوچتوالی راسي… 185 کليوالي ښوونځي په لمړنيو ښوونځيو واوښتل، 1472 له شپږم ټولګي څخه د اتم ټولګي لمړنيو ښوونځيو ته واوښتل. د تېر کال د لمړني پړاو له 720000 زده کوونکو څخه په سږکال کې د زده کوونکو شمېر 807900 ته پورته سو.
د ښوونې د ودې او نويو ښوونيزو پډيو پېژندلو لپاره د 51663 ښوونکو، سرښوونکو او د لمړنيو مفتيشينو لپاره ښوونيز او روزنيز سيمينارونه رامنځته سول او له اتمو ټولګيو څخه 3411 تنه فارغانو په مسلکي لېسو کې زدکړې پيل کړې. په پلازمېنه کابل کې د لابراتوارونو د مسلکي پرسونل لپاره دوولس حرفوي کورسونو رامنځته سول. د محاسبې انستيتوت او د کرهڼې ښوونې انستيتوت پرانيستل سول. له دارالمعلمين څخه 1318 تنه د څوارلس او پنځلس ټولګيو څخه فارغ سول چې 276 پکښې ښځېنه وې د وړکتون لپاره د ښوونکو د روزنې پروګرام له ديارلس او څوارلس ټولګيو څخه رامنځته او يو پړاو بشپړ پروګرام ورغول سو. د ښوونکو د روزنې په اکاډمۍ کې د دولسم ټولګيو له فارغانو څخه 75 په ښوونه بوخت سول او يوڅه شمېر لېسانس ښوونکي د روزنې د مرکز او ولايتونو څخه په «تربيه معلم» اکاډمۍ کې د مافوق ليسانس په کورسونو کې د کورنيو او دباندنیو ښوونکو ترڅارنې لاندې په زدکړو بوخت سول. د يونسکو د سلاکارانو او ښوونکو لخوا د وړکتون پروګرام چمتو سو او د «پروگرامها» په نوم يو نوی مديريت د تربيه معلم د ښوونيزو پروګرامونو د ارزونې لپاره رامنځته سو. دارالحفاظونه له اووم ټولګي څخه و اتم ټولګي ته پورته سول. دغه مهال په پلازمېنه کابل کې يوولس وړکتونونه چې 2296 ماشومان پکښې له سهار څخه تر مازيګر پورې ترڅارنې لاندې نيول کېدل. په ولايتونو کې د وړکتونونو شمېر څوارلس ته ورسېد چې تر 1000 ډېر ماشومان پکښې ول. په وړکتونونو کې د شيدې خوړونکو ماشومانو د ښوونکو شمېر 200 وو.په 1356ل کال کې !
د ښوونيزو ادارو د احصايې لمخې د هيواد په کچه! 1668 کليوالي ښوونځيو، 1161 لمړنيو خپلواك ښوونځيو، 265 منځيو خپلواك ښوونځيو، 180 لېسو، 9 دارالمعلمين، 20 دِيني ښوونځيو، 3 ميخانيکي او 19 مسلکي ښوونځيو شتون درلود…
په 1357ل کال کې !
د غويي مېاشتې د اتمې ورځې په سهار، جُمعه، شاوخوا اووه بجې د افغانستان جمهوريت د دبانديني ښکېلاکګر زبرځواك په بېدرېغه او هر اړخيز ملاتړ د ېوې سياسي او نظامي پرديپالې ډلې لخوا نسکور سو چې په افغانستان کې د جمهوري حکومت بنسټ ايښودونکی او د افغانستان لمړی جمهوررئیس ښاغلی محمد داؤد دخپلې نژدې ټولې کورنۍ، ژمنو وزيرانو او سلاکارانو، ملاتړو پوځي او ملکي لوړپوړو جنرالانو، افسرانو، سرتېرو او چارواکو سره په شهادت ورسېدی.
ښاغلي سردار محمد داؤد خانؒ د 1357ل کال د «غويي» مېاشتې تر 8 نېټې پورې! څلور کالونه، نهه مېاشتې او دوولس ورځي د افغانستان اولسمشر (جمهوررئیس) په توګه دنده مخته وړې.
رب العٰلمين جل جلاله دې د شهادت درجې اوچتې کړي، وياړلي یادونه دې تلپاتي وي
اللّٰهم آمین
لیکوال : میرویس خان عبدالی
لیږونکی : قاسم باز
۶/۱۲/۲۰۲۶
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.