افغان وطن او انګریزان  دوهمه برخه

54

افغان وطن او انګریزان 

دوهمه برخه: 

بېل یې کړه او اېل کړه (Divide and Rule ): 

د دې لیکنې په لومړۍ برخه کې د ۱۸۴۹ کال څخه تر ۱۹۰۱ او بیا تر ۱۹۴۷ کال پورې د برتانوي هند په مهال، د ډیورند کرښې په کوزه غاړه د افغان وطن (پښتونخوا)، استعماري ویش ته یوه عمومي کتنه وشوه. 

انګریزانو، کوز افغان وطن لومړي په شپږو کتګوریو تقسیم کړ او بیا یې هره کتګوري هم په ډېرو نورو برخو وویشله. د جلا شویو ټوټو د کنترول لپاره یې لاندې اصول وټاکل: 

ــ یوې سیمې ته یې یو قانون، بلې ته یې بل قانون وضعه کړ. 

ــ محلي خانان، امیر، سلطان، سردار یا مشر یې د برتانوي نظام برخه وګرځول. 

  ــ یو قوم یا سیمه یې په څو اداري واحدونو وویشله. 

ــ خلک یې په قانوني او اداري اسنادو کې د قوم، مذهب یا د نژاد له مخې سره جلا کړل. 

نو انګریزانو  لپاره د ( Frontier) اصطلاح یوازې جغرافیه نه وه، بلکې د یوې ځانګړې سیاسي ــ پوځي ادارې مفهوم وو. 

دوی غوښتل د دوی په اصطلاح « سرحد سیمه» کې داسې نظام ولري چې نه په بشپړه توګه عادي هند وي او نه هم په بشپړه توګه خپلواکه قبایلي سیمه. دا یو منځنی استعماري  «Buffer Administration» وو. 

بلخوا د دې سیاست مهم اړخ، افغانستان له هند څخه لیري ساتل وو. انګریزانو غوښتل چې د افغانستان او هند ترمنځ داسې یو کنټرول شوی سرحدي کمربند موجود وي چې: 

ــ افغانستان په مستقیمه توګه د هند له ابادو سیمو سره تماس ونه لري، 

ــ قبایل د برتانوي هند په وړاندې، په منظم لوی پاڅون بدل نه شي، 

ــ د خیبر، ګومل، کرمې او نورو لارو پوځي کنترول د دوی په لاس کې وي، 

ــ د افغانستان په حرکتونو د برتانوي هند څارنه بشپړه وي، 

ــ د روسیې احتمالي نفوذ محدود پاتې شي، 

انګریزانو ته  پېښور او خیبر یوازې محلي اهمیت نه درلود، بلکې د برتانوي هند د دفاع یوه ستراتېژيکه دروازه یې ګڼله. 

د دغه موخو د پلیتوب لپاره دوی د لاندې وسایلو څخه ګټه اخیسته: 

۱ ــ Political Agent: 

 Political Agent یوازې یو عادي انګریز ملکي مامور نه وو. هغه په یوه قبایلي سیمه کې د برتانوي حکومت سیاسي، اداري، استخباراتي او د قبایلو سره داړیکو جوړولو او ساتلو مهم استازی وو. Political Agent به د قبایلي مشرانو، ملکانو، جرګو او مذهبي مشرانو سره اړیکې نېولې، دوی ته به یې د همکارۍ په بدل کې معاشونه او امتیازات ورکول. 

د ځنځیر د کړیو په څېر؛ برتانوي حکومت، Political Agent ، ملک او قبیله د مستقیمې ادارې پر ځای، د غیرمستقیمې ادارې (Indirect Rule) یوه بڼه وه. 

۲ ــ Frontier Crimes Regulation (FCR): 

انګریزانو په ۱۹۰۱ کال کې د Tribes Area یا د قبایلي سیمو (باجوړ، مومند، خیبر، کرمه، ورکزی، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان) لپاره د (FCR) یو ځانګړی حقوقي نظام رامنځته کړ. 

په نور برتانوي هند کې محکمه، قانون، استیناف، قضایي پروسه وه، خو په قبایلي سیمو کې Political Agent / Commissioner ، جرګه، پرېکړه او د اجتماعي مسوولیت په نوم، بنسټونو کار کاوه. د دې حقوقي نظام یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې حکومت کولای شول د یوه کس د عمل په بدل کې پر ټولې قبیلې فشار یا جریمه ولګوي. 

یعنې فردي جرم، د قبایلو مسوولیت ګرځېدهله همدې امله FCR د عادي قانون پر ځای د کنټرول قانون وو. 

انګریزانو داسې سخت حقوقي نظام د دې لپاره جوړ کړ چې د دوی په ادعا، سرحدي قبایل د مرکزي دولت د عادي ادارې تابع کېدل نه غواړينو د بشپړې ادارې پر ځای یې درې شیان سره یوځای کړل معاش+ جرګه+ زور. 

که قبیله همکاره وه، امتیاز او معاش. 

که ستونزه پیدا شوه، جرګه او سیاسي فشار. 

که بغاوت وشو، پوځي عملیات. 

په حقیقت کې د Frontier Policy بنسټ همدغه استعماري اصول ول. 

۳ ــ  Frontier Scoutsاو Levies: 

انګریزانو یوازې د هند له اصلي پوځ څخه کار نه اخیست، بلکې د دې تر څنګ یې د سرحد لپاره  سیمه‌ ییز ځواکونه هم جوړ کړل. لکه: 

ــ Khyber Rifles 

ــ Kurram Militia 

ــ South Waziristan Scouts 

ــ Tochi Scouts 

ــ Chitral Scouts 

ــ North-West Frontier Province Scouts 

د دې ځواکونو ځانګړنه دا وه چې ځایې خلک د برتانوي دولت په خدمت کې، بویه د خپلې سیمې امنیت ساتي. همدا خورا هوښیار استعماري سیاست وو، ځکه یو انګریزي عسکر چې د وزیرستان غرونه نه پېژني؛ د یوه وزیر، مسید یا اپریدي په اندازه هلته اغېزمن نه شي ثابتېدای. 

۴ ــ Guides: 

دا Guides چې په ۱۸۴۶ کال د پنجاب د اشغال سره هممهال جوړ شوی وو، وروسته یې په ۱۸۴۹ کلونو کې د سواره او پلي منظمو ځواکونو بڼه غوره کړه او د افغان وطن (پښتونخوا) لپاره هم وکارېده. د Guides مهمې دندې دا وې: 

ــ استخبارات 

ــ د لارو پېژندنه 

ــد قبایلو سره اړیکې 

ــ سرحدي عملیات 

ــ د بر افغان وطن(افغانستان) په لور د نظامي څارنې مرسته. 

نو د برتانوي هند سرحدي نظام په یوه اوږده تجربه کې جوړ شو. 

لومړی Guides جوړ شو او بیا Scouts ، MilitiaاوFrontier Constabulary او دا ټول د یو واحد استعماري منطق بلا بېلې بڼې دي. 

بلخوا بر افغان وطن ( افغانستان)، د دې استعماري نظام د څارنې په مرکز کې وو! ځکه برتانویانو قبایل یوازې د داخلي امنیت مسئله نه ګڼلهدوی تل دا پوښتنه لرله: 

که افغانستان له دې قبایلو سره اړیکه پیدا کړي، څه به پېښ شي؟ په ځانګړي ډول د امیر عبدالرحمن خان په دوره کې. 

امیر غوښتل چې د افغانستان مرکزي دولت پیاوړی کړي او د هغو پښتني قبایلو پر وړاندې هم خپل نفوذ وساتي چې د ډیورنډ کرښې کوزې غاړې ته پاتې شول. انګریزانو بیا نه غوښتل چې د افغانستان دولت په دغو قبایلي سیمو کې خپل مستقیم نفوذ پراخ کړي. 

نو د دواړو لورو ترمنځ د سرحدي سیاستونو په اړه یوه سخته سیالي روانه وه. 

پاتې لري. 

د ۲۰۲۶ کال د سیپټمبر ۱۱ مه 

سرلوڅ مرادزی 

افغان وطن او انګریزان / لومړۍ برخه 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.