په تاریخي لحاظ د افغان نوم ته یوه ځغلنده کتنه /څلورمه برخه

سرلوڅ مرادزی

53
په تاریخي لحاظ د افغان نوم ته یوه ځغلنده کتنه
څلورمه برخه:
پښتنو خپل ځان ته پښتون ویلی، نو پوښتنه دا ده چې پښتنو لپاره د افغان نوم کارول له کومه راغی او بیا څنګه پښتنو دا نوم هم کله ناکله د ځان لپاره وکارولو؟ همدارنګه د افغان نوم څنګه عام شو او بلاخره څنګه د افغانستان د ټولو اوسېدونکو په شریک هویت بدل شو؟
دلته دې او دا شان نورو پوښتنو ته د ځواب په پار، یوه ځغلنده کتنه کوو:
د افغان نوم خپله پښتنو پر ځان نه دی ایښي بلکې د سیمي په فارسي، عربي او هندي ادبي متنونو کې دا نوم رادود شوی. همدارنګه د دوی لخوا افغان او پښتون د اوږد مهال لپاره تقریبآ مترادف کارېدل. عربي جغرافیه پوهانو، فارسي مورخانو، مغولي دربار او هندي لیکوالو د پښتنو قبیلې د افغان په نوم یادولې.
دا چې بهرنی نوم«افغان» شو او داخلي نوم «پښتون» وو، ایا داسې پېښه یوازې د افغانستان په اړه ده، که د نړۍ په نورو برخو کې هم ورته پېښه لېدل شوې او یوه عادې خبره ده. دلته به د دې موضوع د روښانتیا لپاره لاندې څو بېلګې یادې کړو:
جرمنان ځان ته Deutsch وایي، خو نور ملتونه یې German, Allemagne, Alemania بولي.
یونانیان ځان ته Hellenes وایې خو نور خلک یې Greeks بولي.
هنګریان ځان ته Magyar وایې، خو بهرنیان یې Hungarians بولي.
نو لومړی عربي، فارسي او هندې پوهانو پښتون ته د « افغان » نوم وکارولو او بیا وروسته نورو هم دا لار تعقیب کړه. په دې لړ کې لاندې کسان د بېلګې پتوګه یادولای شو:
المسعودي: چې په لسمه عیسوي پېړۍ کې تېر شوی، د اسلامي نړۍ مشهور تاریخپوه او جغرافیه پوه وو. نوموړی په ځینو روایتونو کې افغانان غرني خلک یادوي چې د خراسان ــ هند ترمنځ سیمو کې استوګن دي.
ابن حوقل: چې په لسمه عیسوي پېړۍ کې یې ژوند درلود، د اسلامۍ نړۍ جغرافیه پوه وو. هغه د کابل، زابل او غرنیو سیمو د خلکو په بحث کې د هغه قبایل یادوونه کړې چې له افغانانو سره تړاو لري. ده هم افغانانو ته اشاره کړې ده.
حدود العالم: چې په لسمه عیسوۍ پېړۍ کې تېر شوی، هم د افغانانو د اوسېدو سیمې او د غرنیو خلکو یادوونه یې کړې.
البته ځینې نورعربي جغرافیه پوهان هم شته او یوازې په یادو درې نومونو پورې نه محدودېږي چې افغان نوم یې کارولی. دوی د هغو قومونو (پښتنو) مثالونه راوړي چې وروسته ملي/ دولتي نومونه شول.
بلخوا د «افغان» نوم د منځنیو پېړیو تر اسلامي دورې مخکې هم موجود وو، خو تر ټولو روښانه او مستنده یادوونه یې د ۱۰مې–۱۱مې پېړۍ په اسلامي متنونو کې لیدل کېږي.
په هندي او سانسکرټي سرچینو کې ځینې څېړونکي وایې چې په هندي جغرافیوي روایتونو او سانسکرټي متنونو کې هم د «افغان» یا هغه ته د ورته نومونو نښې شته. د بېلګې پتوګه« Avagana» یا ورته بڼې یادې شوي.
البته دا برخه تر اسلامي سرچینو یو څه پیاوړي او قطعي ګڼل کېږي.
همدارنګه البیروني، طبقات ناصري او بابرنامه کې د «افغان» نوم راغلی خو د استعمال بڼه او د یادوونې ځایونه یې سره توپیر لري.
البیروني: په (۱۰ ــ ۱۱ پېړۍ) کې د لومړنیو اسلامي علماوو څخه یادېږي چې د «افغان» نوم یې یاد کړی. نوموړي غرنیو سیمو، د کابل شاوخوا، او هند ته نږدې قبایلو په بحثونو کې د «افغان» نوم اخیستی او یوه مشهوره اشاره یې داسې ده«افغانان د غرونو په سیمو کې اوسېدل»
العتبی: چې د Tarikh-i Yamini لیکوال دی، نوموړي هم د غزنویانو د فتوحاتو په بحث کې د «افغان» نوم یادوي. په ځانګړي ډول د غرنیو سیمو خلکو او د غزني او هند ترمنځ د قبایلو په تړاو. دا د افغان د نوم له مهمو پخوانیو اسلامي یادوونو څخه ګڼل کېږي.
طبقات ناصري: د Minhaj-i Siraj Juzjani په طبقات ناصري کې هم د «افغان» کلمه څو ځله راغلې ده. په ځانګړي ډول د غزني، غور، سلیمان غرونو د قبایلو سره په تړاو کې. دا اثر د ۱۳ مې پېړۍ مهمه تاریخي سرچینه ده.
بابرنامه: بابرنامه کې د «افغان» کلمه په ښکاره توګه راغلې. نوموړی افغانان، تاجکان، مغول او نور قومونه جلا جلا یادوي. د کابل، ننګرهار او پېښور سیمو په بحثونو کې د افغان نوم ډېر راځي.
دغه سرچینو کې د «افغان» ذکر دا ښۍ چې دا نوم لږ تر لږه له منځنیو پېړیو په سیمه یزو او تاریخي متنونو کې موجود وو. نو «افغان» نوم نوی نه دی، بلکي لرغوني تاریخي استعمال لري.
نور بیا
د ۲۰۲۶ کال د مۍ ۲۵ مه
سرلوڅ مرادزی

ایا ملي هویت ته افغاني هویت کارولی شو؟ /دوهمه برخه 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.