د ملي دولت جوړوني په بهیر کې له پخوا راهیسې د افغانستان رسمي سیاسي مفهوم دا شو چې«افغان» د هېواد د ټولو اتباعو لکه پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، نورستانی، پشه یې او نورو لپاره، یو ګډ نوم شي. افغان یعنې د افغانستان وګړی. دلته «افغان» د یو محدود استعمال څخه د «ملي ــ مدني» استعمال خوا ته پورته شو. دا ډول بدلونونه په نړۍ کې ډېر مثالونه لري. ځیني قومي نومونه وروسته ملي نومونه شوي او ځیني مذهبي یا سیمه یز نومونه هم وروسته د دولتونو ګډ هویت ګرځېدلی. د بېلګې په ډول:
فرانک ــ فرانسوي (France / French)کلمه د جرمني د Franks قبیلې څخه راغلې ده. فرانکلو یوه جرمني قبیله وه. دوی د روم د امپراتورۍ تر سقوط وروسته په ګل«Gaul» سیمه واکمن شول. خو وروسته «Frank» یوازې د همدې قبیلې نوم پاتې نه شو، بلکې د ټول هېواد نوم وګرځید. نن د فرانسې ټول خلک «French» بلل کېږي، حتي که اصل یې سلتي، لاتیني، باسکي او یا نور دي.
ترک ــ ترکي ملت : په ترکیه کې «ترک» پخوا د یوې ځانګړې ترک ژبې او قبایلي ډلې لپاره کارېده، خو نن د مصطفی کمال له وخت راهیسې «ترک» د ټول دولت ملي نوم شو. که څه هم په دغه هېواد کې کردان، عربان، لاز، ارمنیان او نور قومونه هم له پخوا اوسېدل.
روس ــ روسان: د «Russia» نوم د «Rus» له یوې وارنګي/ نوردی ډلې څخه راغلی. یعنې دا چې د روسي د نوم تاریخي ریښه د شمالي اروپا له هغه جنګیالیو او سوداګرو سره تړاو لري چې په منځنیو پېړیو کې ختیځې اروپا ته راغلل. وروسته روس د ټول ستر دولت ملي نوم شو، نه یوازې د اصلي «Rus» ډلې.
بلغار ــ بلغاریان: د «Bulgaria» نوم د «Bulgar» له یوې ترک تبارې قبیلې څخه راغلی دی. خو نن د بلغاریا اوسنی خلک زیاتره سلاوي اصل لري، نه د اصلي بلغار قبایل. یعني قومي نوم پاتې شو، خو قومي جوړښت بدل شو.
ازبک ــ ازبکستان: ازبکستان کې ټول وګړي ازبکان نه دي، که څه هم نوم یې ازبکستان دی، ځکه هلته ازبکان اکثریت دی. دا د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې عادي خبره ده چې د هېواد نوم د یو لوی قوم یا تاریخي ډلې په نوم وي او هلته پکې نور بېلا بېل قومونه اوسېږي. ازبکستان کې دا قومونه اوسېږي: ازبکان چې اکثریت قوم دی، تاجکان، قزاقان، روسان، تاتاران، قرغزیان، ترکمنان او نورې کوچنۍ ډلې.
همدارنګه تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان د هغو قومونو په نوم د هېوادونو نومونه شول چې هلته کوم قوم اکثریت لري.
دا د ملت ــ جوړونې (Nation-building) په تاریخ کې عادي پدیده ګڼل کېږي. اوس «افغان» د تابعیت او د ملي هویت ګډ نوم دی، نه یوازې یوه محدوه او قومي اصطلاح.
د ملي هویت او تابعیت ترمنځ توپیر:
د ملي هویت او تابعیت ترمنځ توپیر خورا مهم او بنسټيز دی. دا دواړه یو بل سره تړاو لري، خو یو شان نه دي. تابعیت یو حقوقي او قانوني مفهوم دی، په داسې حال کې چې ملي هویت فرهنګي، تاریخي او عاطفي معنا لري.
تابعیت چې انګریزي معادل یې ((Citizenship / Nationality ګڼلای شو، هغه قانوني اړیکه ده چې د یو فرد او دولت ترمنځ موجود وي. یعنې دولت یو شخص خپل رسمي وګړی مني او هغه ته حقوق، مسوولیتونه، پاسپورټ او قانوني پېژند او هویت ورکوي. دولت داسې وګړي ته د رایې حق، د پاسپورټ حق، د دولت تر قانون لاندې د ژوند حق او بلخوا د مالیې ورکولو او د دولت ساتنې مسوولیت ورتر غاړه کوي. همدارنګه یو شخص د زېږېدو، نسب، واده یا قانوني کډوالۍ له لارې تابعیت تر لاسه کولای شي.
خو ملي هویت (National Identity)، د وګړي داسې احساس دی چې هغه ځان د ځانګړي ملت، تاریخ، ژبې او فرهنګ برخه وبولي. له بل پلوه دا احساس تل یوازې قانوني نه وي، بلکې پر دې سربېره تاریخي او عاطفي هم وي.
ملي هویت په عاطفي او فرهنګي تړاو د ټولنې او تاریخ له لارې رامنتځه کېږي، خو تابعیت یوه قانوني اړیکه ده چې د دولت لخوا ورکول کېږي. ملي هویت په احساس، تشخص او پېژند پورې تړاو لري، تاریخي او فرهنګي معنا لري او بدلول یې ستونزمن او اوږدمهاله دي، خو تابعیت بیا په اسنادو ثابتېږي، پاسپورټ او حقوق لري او بدلول یې په نسبي توګه اسانه وي. د بېلګې په توګه:
که یو شخص سوېډی تابعیت تر لاسه کړي او سوېډی پاسپورټ ولري، خو په ورته وخت کې خپله اصلي ژبه، فرهنګ، تاریخي حافظه او قومي تړاو هم وساتي یعني تابعیت یې سوېډي خو ملي او فرهنګي هویت یې بیا افغان، عرب، کرد، ترک یا بل څه کېدای شي.
ملي هویت او تابعیت ځیني وخت دواړه یوشان وي، خو تل یو شان نه وي او سره توپیر لري. تابعیت په دولت (State) پورې اړه لري، خو ملي هویت په ملت (Nation ) پورې تړاو لري.
همدارنګه افغانیت د ملي هویت ټول عناصر لکه د افغانستان ګډ تاریخ، ګډه جغرافیه، ګډ تابعیت، ګډ فرهنګي واقعیت، د قومونو درناوی او ګډ سیاسي برخلیک لري، نو افغانیت کولای شي په ورته ډول د افغانستان د ملي هویت معنا ولري او وکارول شي.
نور بیا
د ۲۰۲۶ کال د مۍ ۲۲ مه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.