ملي هویت څه ته وایي؟ / ۱

سرلوڅ مرادزی 

50

ملي هویت (National Identity) څه ته وایي؟ 

ملي هویت هغه ګډ احساس، باور او تړاو دی چې د یو هېواد خلک ځان ورسره تړي او وایې، موږ د یوه ملت برخه یوو. یا په بل بیان، ملي هویت هغه ګډ احساس دی چې خلک ځان د یوه ملت، تاریخ، خاورې او ګډ برخلیک حصه وبولي. 

ملي هویت یوازې د پاسپورټ یا تابعیت معنا نه لري بلکې ګډ تاریخ، ژبه، ارزښتونه، دودونه، جغرافیه، سیاسي نظام، ګډې خاطرې، ګډ دردونه، ماتې او بریاوې ټولې رانغاړي. 

د بېلګې پتوګه یو افغان کېدای شي ځان د پښتون، ازبک، تاجیک، بلوچ، پشه یې، نورستاني یا په افغانستان کې د بل قوم د فرهنګ برخه وبولي، خو په عین وخت کې ځان د افغان ملت غړی هم احساس کړي، همدغه ګډ احساس ته ملي یا افغاني هویت ویل کېږي. ملي هویت د انسانانو د ګډ ژوند، سیاسي جوړښت او فرهنګي تړاو له بنسټیزو مفاهیمو څخه ګڼل کېږي. هر ملت هڅه کوي چې د تاریخ، ژبې، فرهنګ، ارزښتونو او ګډو خاطرو له لارې خپل ځانګړی تشخص وساتي. انسان یوازې یو فرد نه دی؛ بلکې د یوې ټولنې، تاریخ او خاورې برخه هم وي. همدا تړاو ورو ورو د «ملي هویت» احساس رامنځته کوي. 

په معاصره نړۍ کې ملي هویت د دولت جوړونې، ملت جوړونې او ټولنیز ثبات له مهمو ستنو څخه شمېرل کېږي. هغه ملتونه چې قوي ملي هویت لري، عموماً د ګډو موخو، سیاسي ثبات او ټولنیز یووالي له پلوه پیاوړي وي. برعکس، کمزوری ملي هویت کله ناکله د داخلي اختلافاتو، قومي شخړو او سیاسي بې‌ثباتۍ سبب ګرځي! 

ملي هویت له کومو عناصرو جوړ دی؟ 

په ملي هویت کې لاندې عناصر رول لري یا د ملي هویت برخې جوړوي. 

ــ ګډ تاریخ ــ ملتونه په عمومي توګه د ګډ تاریخي روایت له لارې ځان پېژني. 

ګډ تاریخ لکه جګړې، اتلان، پاچاهان، تاریخې ماتې او بریاوې مثلآ په راوروستیو کې د انګریزانو پر ضد د افغانانو درې جګړې، د ۱۹۱۹ کال د خپلواکۍ جګړه، انقلابونه، تاریخي او فرهنګي شخصیتونه. 

تاریخ ملت ته ګډه حافظه ورکوي. 

ــ ګډه ژبه: ژبه د ملي هویت تر ټولو مهم عنصر ګڼل کېږي ځکه د ملت حافظه، ادبیات، تاریخ، شعر، متلونه او نور فرهنګي ارزښتونه د ژبې له لارې لېږدول کېږي.مثلآ فرانسوي ژبه د فرانسې یا روسي ژبه د روسیې ملت د هویت مهمه برخه ده. پښتو او درې د افغان ملت د ملي او فرهنګي هویت مهم عنصر دی. 

ــ جغرافیه او خاوره: خاوره یوازې جغرافیه نه ده بلکې د خلکو د احساس، خاطرو، یادونو او تړاو برخه هم ده. غرونه، سیندونه، دښتې، ښارونه او تاریخي سیمې د ملي هویت سیمبولونه ګرځي. 

ــ فرهنګ او دودونه:  په دې برخه کې لباس، خواړه، موسیقي، نڅاوې(لکه ملي اتڼ)، دودونه، میلمستیاوې اود خلکو نور ټولنیز رسوم، ګډون لري. 

فرهنګ خلک، له نورو ملتونو په جلا ډول انځوروي او راپېژني. 

ــ دین او مذهبي میراث: په ځینو ټولنو کې دین د ملي هویت مهمه برخه وي، خو په عصري مدني دولتونو کې ملي هویت تل یوازې پر دین نه وي ولاړ. 

ــ ګډ ارزښتونه او اخلاق: ځینې ملتونه ځان د ځانګړو ارزښتونو له مخې تعریفوي، لکه: ازادي، عدالت، جمهوریت، قانون یا برابري. 

د بېلګې په ډول، فرانسه د جمهوریت او په سیکولر ارزښتونو او امریکا په ازادۍ او د قانون پر محور خپل هویت بیانوي. 

ــ سیاسي نظام او دولت: ځینې وخت اساسي قانون، ملي بیرغ، ملي سرود، ملي نښان او دولتي بنسټونه د ملي هویت برخه ګرځي. 

ــ ادبیات او هنر: شعر، کیسې، موسیقي او هنري اثار د ملتونو روحې حافظه جوړوي. د بېلګې په ډول امانویل کانت د جرمني د ملي فرهنګي او فکري هویت برخه ګڼل کېږي یا د خوشحال خان، رحمان بابا او مولانا جلال الدین بلخي شعرونه د افغاني فرهنګي حافظې مهم عناصر دي. 

ــ قومي او نسلي تړاو: په ځینو ملتونو کې نسل، قوم، وینه او مشترک اصل د ملي هویت مهم عناصر ګڼل کېږي. دا ډول هویت ته کله ناکله «توکمیز ملي هویت» ویل کېږي. 

ــ ګډ اقتصادي او ټولنیز ژوند: ګډ بازار، اقتصادي اړیکې، ښارونه، سوداګري او د خلکو ورځنی تعامل هم د ملت د یووالي احساس پیاوړی کوي. 

ــ ګډ دردونه او مبارزې: ملتونه کله ناکله د استعمار، جګړو، کډوالۍ یا ملي بحرانونو له لارې ګډ هویت پیدا کوي. ګډ دردونه ډېر ژور عاطفي تړاو رامنځته کوي. 

ملي هویت د دولت جوړونې، ملت جوړونې او سیاسي ثبات لپاره خورا مهم ګڼل کېږي. 

مشهور چین اصله، ایرلنډی مفکر (Benedict Anderson)، ملت داسې تعریف کړی وو:« Imagined Community»، یا تصور شوې ټولنه، یعنې د ملت ټول غړي یو بل نه پېژني، خو بیا هم ځانونه د یوې ګډې ټولنې برخه بولي. 

د Ernest Gellner په نظر، ملتپالنه ډیری وخت د عصري دولتونو او صنعتي ټولنو په رامنځته کېدو سره قوي او پیاوړې شوې ده. نوموړی د چک جمهوریت په پراګ کې زیږېدلی او وروسته بیا انګلستان ته تللی. 

نور بیا  

د ۲۰۲۶ کال د مۍ ۱۹ مه 

سرلوڅ مرادزی 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.