شخصي ګټې او دیني روایتونه

بریال حبیبي

138
ښایي یو وخت تاسو پخپله او یا مو د کورنۍ کوم غړی داسې مهال کوم بل ډاکټر ته ور وستی وي، چې د لومړي درمل لا نه وي خلاص شوي؛ هرومرو به مو ترې اورېدلي وي چې:
هغه ته ورغلې، نه بابا، هغه په څه پوهېږي؛ راشه هلکه، دغه درمل په هاغه کچره دانۍ کې واچوه او یا:
دا مرض او دا درمل؟ دا یې اوس څه شی درکړي؟ نور چې آن څکه لا په ونه کړې!
د دویمي ډاکټر نسخه در واخلئ او بیا درېیم ته ورشئ، په غالب ګومان درېیم به د دویم په اړه هم همدا خبره کوي؛ هو، هسې نه پاتې نه شي:
نسخه نه، ځکه په نسخې خو د دوی له درملتون پرته د هیچا د پوهېدلو امکان نشته؛نه پوهېږم، زموږ د تېرو زمانو ډاکټران به هم همداسې وو که نه؛ خو اوسنیو یې د مادي ګټې او ځان غوره او لوړ ښودلو په نیت دې چارې ته مخه کړې؛
آیا ډاکټرانو ته ورته کومه بله ډله مو هم ذهن ته رانغله؟
احمد دعدوش په (اسلامپال ولې ناکامېږي؟) اثر کې د دویمي ډلې اړوند لیکي:
((اسلامپال تل پر دې ویاړي چې کتاب یې د نورو ادیانو پر خلاف له هر ډول تزویر او تحریف نه خوندي دی، خو ستونزه هلته راولاړېږي چې یو شمېر اسلامپال همدا حقیقت د تشدد د جواز دلیل وګرځوي او دا وپتېیي چې همدا صحیح نصوص باید د هغه مفهوم درلودونکي وي چې دغه او یا هغه ډله یې ورنه اخلي، او په دې توګه ځینې ددې ادعا وکړي چې د دوی عقیده صحیح ده او یوازې دوی په دري اویا ډلو کې ناجیه یا نجات موندونکې ډله ده.
ښايي ومنو او په کار ده اعتراف وکړو چې ددې نظر او رایې پیروان یوازې هغه اقلیت نه دی چې نن سبا ترهګر او بنسټ پال بلل کېږي، بلکې دا هغه تصور دی چې په میلیونونو هغه مسلمانان باور ورباندې لري چې د خپلو شیخانو او دیني مشرانو بشپړه پیروي او ورته تسلیمي لازمي بولي، ځکه ګومان یې دا وي چې د شیخانو او دیني مشرانو په نظریاتو کې، که څه هم په فروعاتو کې وي، د خطا احتمال شرک او ګمراهۍ ته لاره اواروي، نو دوی چې یوازې خپل مسلک حق بولي او پوره ټینګار ورباندې کوي، سبب یې د نورو ردول او تر ځان دېوال تاوول نه دی، بلکې دا د دوی په اند له کفر نه تېښته او ځان ساتل دي.
له بل پلوه او له سیاسي کلتور نه د ډېرو اسلامپالو د محرومیت له امله د دوی (اسلامپالو) تصورات او افکار د مختلفو بهانو او دلایلو پر بنسټ د متناقضو تأویلاتو ښکار دي، او دې پدیدې دومره خطرناکه بڼه غوره کړې ده چې د نوي نسل په زړونو کې د دین په اړه یو ډول بې باوري راولاړوي… .))
ښایي ستاسو ذهن کې هم وه؛ خو زما په ذهن کې دغې موضوع له هاغه مهاله خپل ځای نیولی، چې کله په جمهوریت کې د جګړې او جهاد د تعریفولو پر سر بحثونه تاوده شول؛ داسې چې:
که استاذ سیاف او… روانه جګړه د مسلمانانو وروڼو قتلول بلل، نو په وسله والو طالبانو سربېره انجنیر حکمتیار بیا د پولیسو، اردو او… وژل جهاد او ځانونه او پیروان یې غازیان او شهیدان ګڼل.
اوس چې د هېواد دننه استاذ سیاف، مخکېنی قاضي القضات ـ قاسم حلیمي او… تښتېدلي، طالبان واکمن شوي او انجنیر حکمتیار تر نظربندۍ لاندې او یا مسافرۍ کې ژوند تېروي او له هېواده بهر داعش نسبتاً کمزوری شوی، احمد الشرع ولسمشرۍ ته رسېدلی او…، د دیني تعلیماتو او زعیم په اړه پوښتنې نورې هم ډېرېري:
د امارت او که د جمهوریت اسلام؟
د امارت او که د انجنیر حکمتیار اسلام؟
د القاعده او که د داعش اسلام؟
د پاکستاني علماوو هغه اسلام چې شراب پکښې حلال او په افغانستان کې هغه اسلام چې یو ږیره خرولی د ژوند له نورو حقوقو څه، آن خپله له ژوند نه محروم شوی؟
هغه اسلام چې سعودي عربستان پکښې له یو افغان نه تر ۴۰۰۰ ډالرو ډېر د حج په فریضه کې اخلي او یو روسی ورته د مېلې لپاره وړیا ورتللی شي؟
هغه اسلام چې احمد الشرع د القاعده د یو غړي او قوماندان په توګه په سوریه کې لومړنی شپنی کلب افتتاح کوي؟
هغه اسلام چې یو سرتېری یې خپلې لور ته په کوشنۍ امریکا ـ قطر کې د پوهنتوني زده کړو زمینه برابرولای شي، خو د وطنوالو لوڼو او خوېندو ته پخپل وطن کې نه؟
هغه اسلام چې جهادي رهبرانو یې پخپل وطن کې ښوونځي وسېځل، خو زامن یې د همدې جهاد کلونو کې تر ماسټرۍ و دوکتورا پورې ورسېدل؟
هغه اسلامي جهادونه چې میلیونونه هېوادوال یې ګوډ، شل، یتیم او… کړل، خو هیڅ رهبر او یا یې آن خپلوان پکښې مړ څه، آن زخمي نه شو؟
هغه اسلامي رهبران چې د وطنوالو یې له څلورو نه دری برخې د ماښام مړۍ نه لري، خو د دوی له بنګلو او موټرونو سره د نړۍ هیڅ سوداګر سیالي نه شي کولای؟
هغه اسلام چې یو مسلمان یې له بل مسلمان نه داسې دفاع کوي:
((اول الزامي جواب:
ای غیرمقلده ته چې دغه معنی د تقلید کوې نو مجبور یې ځکه چې ته د حیواناتو په معاشره کې لوی شوی یې د انګرېزانو ډېر سپي دې مینځلي دي نو د سپیو سره بلد یې ځکه د سپیو معنی د زر ذهن ته درځي لکه وګی سړی ته چې د هر عدد څخه ذهن ته ډوډۍ ورځي او څوک چې د انسانانو په معاشره کې لوی شوی وي  هغه د هار سره بلد وي نو هغه د انسانانو معنی کوي نو مونږ یې د هار معنی کوو.
دوهم جواب:
که ته د تقلید معنی د پړي او د پټې والا کوې نو بیا زه دا وایم چې د مقلد صیغه د اسم فاعل ده معنی یې داده چې د پړي او پټې اچوونکی یعنی بل چا ته پړی ور اچول تقلید دی نو مونږ مقلدین یو په دې معنی باندې چې موږه دغو لامذهبو او جعلي اهل حدیثو ته پړی او پټې په غاړه کې ور اچوو ځکه چې پړی خو سړی خپلې غاړې ته نه اچوي او هار سړی خپلې غاړې ته هم اچوي او د بل غاړې ته یې هم ور اچوي.
دریم جواب:
که ته د تقلید په معاني ؤ کې دغه د پړي معنی کوې، نو بیا خو د حدیث هم داسې معنی شته چې مونږ تاسو ته په هغې معنی اهل حدیث ووایو هغه داسې چې د حدیث لپاره درې معناګانې دي:
اول: حدیث په معنی د جدید او نوي سره دا لغوي معنی ده.
دوهم: حدیث په معنی د حدیث الرسول صلی الله علیه و سلم سره دا اصطلاحي معنی ده.
دریم: حدیث په معنی د شیطان سره دا علمي معنی ده، شیخ عبدالقادر جیلاني رحمةالله په غنیة الطالبین صفحه ۱۴۷ کې لیکلي دي چې یوه ورځ شیطان خپله لکۍ پخپل مقعد کې دننه کړه او اوه (۷) دانې هګۍ یې واچولې د هرې هګۍ څخه یې یو یو بچی پیدا شو له دوهمې هګۍ څخه یې چې کوم بچی راووتلو د هغې نوم یې حدیث کېښودلو او ورته وې ویل چې ستا وظیفه په لمانځه کې خلکو ته وسوسه ور اچول دي… .
تحقیقي جواب:
اعتبار شرعي معنی ته وي نه لغوي معنی ته ځکه چې که ته لغوي معنی ته اعتبار ورکوې نو بیا خو زه وایم چې د صلوة لغوي معنی تحریک صلوین ده نو اوس کوناټیو ته یو شړنګ ورکوه لمونځ به دې کېږي حالانکه ته هم دلته لغوي معنی ته اعتبار نه ورکوې… .))
په یوه پوډکاسټ کې مې اورېدلي وو، چې د تمدنونو د سقوط دری لاملونه وي:
۱ـ د تعلیمي نظام له مېنځه وړل: زموږ د نصابونو بدلون رابدلون او محتوا ته ځیر شئ؛ هاغه وختونه در یاد کړئ چې ښوونځیو لسګونه زره زده کوونکي خیالي فارغول او د مدرسې طالب العلم به د ورځې له اتو ساعتونو نه یو ساعت هم درسونه نه ویل.
۲ـ د کورني نظام له مېنځه تلل:
د خاوند او مېرمنې، مور او پلار، پلار او زوی، مور او لور، خور او ورور او همداسې نورو نسبي او سببي خپلوانو او یا خپلې ټولنې اړیکې وارزوئ، آیا یو له بل نه تر پوزې نه دي راغلي؟
۳ـ د مفهومونو بې ارزښته کول:
هاغه معلم دریاد کړئ، چې سپینه خولۍ به یې په سر او په سپینو جامو به یې برنډيي کورتۍ اغوستې وه او د سیمې وړو و زړو به یې لاسونه ښکلول؛ هغه ملا مو یادېږي، چې د کلي هیڅ غم و ښادي له ده پرته امکان نه درلود؟ هغه پولیس مو یاد شي، چې په یوازې ځان به یې پوره ولسوالي کې خلک راټولول؟
همداسې پوهنتون، مدرسه، بابا، نیکه، غازي، شهید، مجاهد، وطن، بیرغ او… درواخلئ، چې آن ډېری یې په یادولو شرمېږي او که ترې وویل هم شي، نو په غالب ګومان مخاطب نه به ښه ځواب وانه ورېدلی شي؛ په هر حال:
زموږ د عقیدې مضمون استاد (لوی څښتن تعالی دې اوږد عمر ورکړي.) به تل ویل:
ګرانو محصلینو، افراط او تفریط ونه کړئ؛ ځکه افراط او تفریط تاسو ته نه، بلکې دین ته تاوان رسوي او دادی:
نن یې موږ ټول سزا ګالو او د دنیا پر لارو سربېره یې رانه د آخرت لاره هم ورک کېدلو ته نږدې کړې.

 

د ایران جګړه څرنګه غذایي بحران پېښوي؟

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.