د ایران جګړه څرنګه غذایي بحران پېښوي؟

ژباړه: بریال حبیبي

52
له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې پیل د ټولې نړۍ پام هغو کښتیو ته واړاوه، چې د هرمز تنګي کې یې تګ راتګ له خنډ سره شو؛ په لنډ ډول د هرمز تنګی د ایران او عمان هېوادونو ترمېنځ هغه مهمه اوبیزه لاره ده، چې د نړۍ خوا او شا له پینځو نه یوه برخه د مایع ګازو او تېلو صادرات پرې نړیوالو بازارونو ته کېږي؛ خو که ځیر شو نو:
یاد تنګی په مایع ګاز او تېلو سربېره د هغو کیمیاوي کودونو په صادراتو کې هم مهم رول لري، چې په نړۍ کې د غذایي موادو د تولید لپاره کارېږي.
د سیندیزو معلوماتو د شرکت ـ سیګنال ګروپ د معلوماتو له مخې د فارس خلیج هېوادونه د ځینو مهمو کودونو؛ د بېلګې په توګه: امونیا، فاسفیټ او سلفرو له سلو نه شل سلنه نړیوال بازار له ځان سره لري؛ همداسې بلومبرګ کښلي:
هغه یوریا چې په نړۍ کې پرې تحارت روان دی، نږدې نیمایي یې د فارس خلیج هېوادونو کې تولیدېږي او له دوی نه یې یوازې قطر له لسو نه یوه برخه نړیوال صادرات لري؛ کله چې تېره اوونۍ د ایران له بریدونو وروسته قطر انرژي خپل تولیدات ودرول، د کود د سلګونو زرو ټنو لومړنيو او مهمو موادو کمبود هم پېښ شو.
له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې اغېز کېدای شي، په تېرو شپږو کلونو کې د نړیوال غذایي امنیت لپاره درېیم لوی ګواښ وګڼل شي؛ تر دې وړاندې کرونا او همدارنګه د روسیې له لوري د اوکراین د غلو دانو د بندرونو او زراعتي ځمکو نیول نړیوال غذایي امنیت خورا ډېر اغېزمن کړی وو.
د ملګرو ملتونو د ودې او سوداګرۍ کنفرانس د راپور پر اساس د هرمز تنګي له لارې په میاشتني ډول خوا او شا ۱.۳۳ میلیونونه ټنه کېمیاوي کود صادرېږي؛ دوی زیاتوي:
که چېرته یاد تنګی ۳۰ ورځې تړلی پاتې وي، نو د هغو کښتونو؛ د بېلګې په توګه: غنمو، جوارو، وریجو او… حاصلات به هم راکم شي، چې نایتروجن ته اړتیا لري.
د غذایي پالیسیو د څېړنې د نړیوال مرکز څېړونکي ـ جوزف ګلاوبر ویلي:
د قېمتونو لوړوالی د نوعې په انتخاب اغېز کوي؛ ممکن بزګر په هغو کښتونو پسې ولاړ شي، چې لږ کود ته اړتیا لري؛ تر څو له دې لارې له خپلو لوړو مصارفو نه مخنیوی وکړلی شي؛ پر دې سربېره:
ښایي بزګر په ځانګړې توګه فقیرو هېوادونو کې په عمومي ډول کود کارونه راکمه کړي او دا چاره خپله د زراعتي محصولاتو د تولید کچه راټیټولای شي.
هالینډي بانک ـ IRJ په یوه راپور کې لیکلي چې:
د تنګي اوږدمهاله تړل کېدل به پر وارداتو تکیه هېوادونو؛ د بېلګې په توګه: برازیل، هند، جنوبي آسیا او  اروپایي اتحادیه کې کود ته لاسرسی خورا را محدود کړي.
د کود نور تولیدونکي هېوادونه؛ د بېلګې په ډول: روسیه، چین، د امریکا متحده ایالتونه او مراکش د زیاد کود تولیدولو خورا کم ظرفیت لري او نه شي کولای، سمدستي ددغه کمبود د جبران لپاره خپل تولیدات ډېر کړي؛ پر دې سربېره چین د فاسفیټ او نایتروجني کودونو په صادرولو ځینې محدودیتونه هم لګولي، خو ښایي فشار پرې راوستلی او یا ښایي د خپلې ګټې لپاره له ځینو بندیزونو نه تېر شي.
جوزف ګلاوبر چې وړاندې د امریکا د متحده ایالتونو د کرنې وزارت کې د اقتصاد پوه په توګه دنده ترسره کړې، زیاتوي:
کېدای شي نایتروجني کود چې چېرته طبیعي ګاز او یا د ډبرو سکاره وي، تولید کړلی شي؛ خو فاسفیټ بیا ددې برعکس، ګڼو کاني زېرمو ته اړتیا لري؛ دده په خبره:
اصلي ستونزه د طبیعي ګازو لوړ مصارف دي، ځکه ممکن د تولید زیاتوالی له اقتصادي اړخه ګټه ونه لرلی شي.
له کود ور آخوا د غذایي موادو په قیمت ټاکنه کې د تېلو برخلیک ټاکونکی رول هم باید په پام کې ونیسو؛ تېل د غذایي مواد د تولیدي ځنځیر په نږدې ټولو پړاوونو؛ له زراعتي ماشینونو او ترانسپورت نه نیولې تر راټولونې، پروسیس او سړو خونو پورې ټولو کې کارېږي او دمګړۍ ترې پورتنۍ ټولې برخې اغېزمنې شوې دي؛ خو لکه چې وړاندې مو وویل:
له یران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې اغېزې به پر ټولو یو ډول نه وي او تر نورو به په وارداتو تکیه او فقیر هېوادونه لا ډېر ځپي:
هند یو له همدې هېوادونو نه دی؛ ځکه هند د خپل نایتروجني کود له دریو نه دوه برخې د فارس خلیج له هېوادونو نه واردوي؛ د کود کمبود کولای شي، راتلونکی کښت د موسمي بارانونو پر مهال اغېزمن او هلته د ۱.۴۵ میلیارده خلکو د اړتیا وړ محصولاتو؛ لکه: وریجو، غنمو او… د تولید مصارف لوړ کړي.
همداسې برازیل که د نړۍ د زراعتي محصولاتو له لویو صادرونکو هېوادونو نه یو ګڼلی کېږي، خو د خپلې اړتیا وړ له سلو نه ۴۰ سلنه نایتروجني کودونه د فارس خلیج له هېوادونو نه واردوي.
پر دې سربېره ډېری افریقایي هېوادونه همدا اوس هم د مناسبو محصولاتو لپاره تر اړتیا وړ کچې خورا کم کود کاروي او ښایي د قېمتونو په ډېر لږ لوړېدلو سره مجبوره شي، د کود مصرف نور هم راکم او د محصولاتو په کمېدلو سره لوږه لا شدت ومومي.
خپله د فارس خلیج هېوادونه هم له سلو نه له ۸۰ تر ۹۰ سلنه غذایي مواد؛ له غلو دانو او غوښې نیولې تر لبنیاتو او غوړیو پورې له نورو هېوادونو نه د هرمز تنګي له لارې واردوي؛ د یاد تنګي اوږدمهاله تړل کېدل د هغوی ستراتیژیکي ذخیرې تشولای او دولتونه به یې دې ته اړ کېږي، چې غذایي مواد یا سمهیه بندي او یا د هرمز تنګي پر ځای د عمان خلیج او یا د سرې بحیرې لوړ مصرف درلودونکي مسیرونه انتخاب کړي.

آیا د امریکا له لوري د نظامونو د بدلون هڅې بریالۍ وې؟

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.