د CIA له لوري د ایران د ۱۹۵۳ ز کال د رژیم بدلولو بریالۍ هڅه
کله چې د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د فبرورۍ په ۲۸ مه نېټه د ایران بمبارد پیلېده، نو د ټرمپ حکومت په څرګنده د امریکا خلکو ته ونه ویل چې:
غواړي، کوم هدف ته ورسېږي؟
آیا ددغه برید موخه د ایران د اټومي پروګرام کمزوري کول وو؟
ټرمپ اعلان کړی وو، چې یاد سايټونه د تېرې جون میاشتې په بمبارد کې په بشپړه ډول له مېنځه وړلي شوي.
آیا ددغه برید موخه د ایران د بالستیک میزایلو د پروګرام کمزوري کول وو؟
د امریکا استخباراتي ارزونه کې ویلي شوي چې ایران د داسې بالستیکي توغندیو تر جوړولو پورې کلونه واټن لري، چې امریکا ته دې ورسېدلای شي.
آیا پر ایران ددغه برید موخه د ایران د هغو مخالفینو ملاتړ وو، چې ټرمپ پخپله ټولنیزه شبکه ـ Truth Social کې ورته د (مرسته کېدونکې ده!) جملې له مخې اشاره کړې وه او په غالب ګومان بیا یې په پایله بې شمېره ملکي ایرانیان؛ د بېلګې په توګه: یوه لومړني ښوونځي کې د ۱۷۵ زده کوونکې او… ووژلي شول؟
دا خورا عجیب ملاتړ نه معلومېږي؟
زه یو څېړونکی او په سپینه ماڼۍ کې د استخباراتو او د ملي امنیت د پالیسۍ مخکېنی کارکوونکی یم؛ زما په باور په ایران کې د سیاسي بدلون د ایجاد لپاره له هغو تجربو نه هم عبرت اخیستل کېدلی شي، چې د شلمې پېړۍ نیمایي کې امریکا او برېتانیا ترسره کړې او له امله یې آن لسیزې لسیزې وروسته لا، د ایران حکومت د لوېدیځ او امریکا هر اړخیز مخالفت کې ودرولی.
ولسمشر ټرمپ ویلي چې ایران کې د رژیم د بدلانه غوښتونکی دی، خو که ځیر شو نو:
یاد هدف ته یې د رسېدلو لپاره هیڅ ستراتیژي وړاندې نه کړلای شوه.
ستراتیژي د وسیلو او هدفونو ترمېنځ اړیکه رامېنځته کوي او په جګړه کې په دې مانا ده چې پوه شو:
آیا شته نظامي وسایل د پام وړ نظامي پایلې سره مطابقت لري او که نه؟
او د سیاسي بدلون د ایجاد هڅه کې پوښتو چې:
آیا هغه وسایل چې ګټه ترې اخیستلې کېږي، مطلوب بدلون رامېنځته کولای شي؟
لکه څرنګه چې ژورنالیست ـ فرید ذکریا ویلي:
بمبارد یې کړه او هیله ولره!، هیڅ ستراتیژيو کې ځای نه لري!
ددې موضوع د غوره څېړنې لپاره ۱۹۵۳ زېږدیز کال ته ور ګرځو:
کله چې د ایران لومړي وزیر ـ محمد مصدق د انګرېز ـ ایران نفتو شرکت ملي اعلان او د برېتانیا ګټې یې وګواښولې، نو برېتانیا پرې نفتي تحریم او شدید اقتصادي بندیزونه ولګول؛ هاغه مهال لوېدیځ قدرتونه له دې نه په وېره کې وو، چې په ایران کې اوږدمهاله بې ثباتي ښایي یاد نفت درلودونکي هېواد ته د شوروي اتحاد د نفوذ لار پرانیزي.
د آیزنهاور د ولسمشرۍ پر مهال یعني د ۱۹۵۳ زېږدیز کال لومړیو کې د امریکا دولت CIA ته اجازه ورکړه، چې د مصدق د لرې کولو او شاه ته د واقعي قدرت د بیا راګرځولو په پار یو پټ پلان جوړ کړي؛ دغه مهال شاه تر ډېره تشریفاتي رول درلود؛ څرنګه چې د برېتانیا استخباراتي ادارې هم همداسې یو پلان تعقیباوه، نو ځکه یادو دواړو استخباراتي سازمانونو په ګډه د یوې مشترکې ستراتیژۍ جوړولو او اجراء ته مخه کړه.
د یادې ستراتیژۍ د عملیاتي برخې هغه جزئیات چې دې وروستیو لسیزو کې له محرمانه حالت نه راوتلي، د یوه ساده نظامي یرغل پر ځای د یوې داسې دقیقې پلان شوې او مخفي سیاسي مداخلې نه پرده پورته کوي، چې بریالۍ هم شوه.
د پورتني پلان د ترتیبولو او اجراء لپاره د امریکا او برېتانیا ځانکړې شوې بودجه د نظامي یرغل په پرتله خورا کمه او په ټوله کې له دریو برخو نه جوړه شوې وه:
لومړی:
دوی د هغو ورځپاڼو او نورو چاپي تبلیغاتو مالي ملاتړ کاوه، چې د مصدق د بې اعتباره کولو لپاره به خپرېدې او هغه به یې پکښې فاسد او یا د کمونیزم ملګری ګاڼه؛ پر دې سربېره دغو تبلیغاتو د کمونیستانو له نفوذ او بې ثباتي نه وېره خپروله.
دویم:
د محرمو اسنادو پر بنسټ د یادو سازمانونو څارګرو د عامه ذهنونو د تېر ایستلو په موخه د کمونیستانو تر نامه لاندې عملیات هم ترسره کول او غوښتل یې د مصدق پر وړاندې د محافظه کارو او مذهبي ډلو ترمېنځ وېره ایجاد او غبرګونونه یې راوپاروي.
درېیم:
د کودتا پلانوونکو هڅه وکړه بانفوذه مذهبي سازمانونه او رهبران وضعیت کې ښکېل کړي، تر څو د مصدق ضد احساسات تقویت ومومي.
څرنګه چې ددغو عملیاتو لپاره د تهران سرکونو ته د خلکو راوتل خورا مهم وو، نو ځکه CIA داسې مظاهره چیان پیدا کړل چې د پیسو او نورو مادي امکاناتو په ورکولو ځانونه شاه پلوي وښایي او کله نا کله د مصدق له پلویانو سره په اخ و ډب واوړي.
یاد تظاهرات د ۱۹۵۳ زېږدیز کال په اګست کې خپل اوج ته ورسېدل؛ کله چې شاه پلویو ځواکونو د CIA په مالي او لوجیستکي ملاتړ د هېواد مهمې سیمې ونیولې، طبعاً د مصدق له وفادارو ملګرو سره مخ شول؛ خو څېړنې ښیي چې:
هاغه مهال د هلته و دلته اخ و ډب له امله په ټوله کې خوا او شا له ۲۰۰ نه تر ۳۰۰ پورې کسه ووژلي شول.
د ۱۹۵۳ زېږدیز کال کودتا ته په پام که د یوه سیاسي بدلون لپاره د یوې ستراتیژۍ شتون خورا مهم دی، نو همداسې تر اسرائیلو ور آخوا د ځینو داسې متحدینو پیدا کول هم خورا ارزښتمند بللي کېږي چې پرې حساب وکړلی شي: دمګړۍ ټرمپ د ایران له پوځ نه غوښتي، چې وسلې پر ځمکه کښېږدي او تسلیم شي؛ خو د ټرمپ دولت ددې په اړه هیڅ لارښوونه ونه کړلای شوه چې:
دا کار څرنګه ترسره او وسلې چا ته وسپاري؟
له همدې امله اړتیا ده، چې امریکا باید په ایران کې د احتمالي سیاسي بدلون لپاره یو پلان او ستراتیژي ولري؛ ځکه یاد هېواد نن سبا ایران د کلونو کلونو اټومي مذاکراتو له امله خورا ښه پېژندلی او بله دا چې:
آن که امریکا هیڅ ښکېله نه شي، نو ځینې وروستۍ پېښې دا په ډاګه کوي چې اسرائیل په ایران کې تر کومې کچې پورې نفوذ لري؛ د بېلګې په توګه:
په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې موساد د ایران د هستوي فعالیتونو یو داسې آرشیف ته لاسرسی وموند، چې په هغه کې نږدې ۵۵ زره پاڼې سندونه او ۵۵ زره نور فایلونه ذخیره شوي وو؛
همداسې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په جون کې اسرائیلو د ایران له دننه نه د ایران پر نظامي تاسیساتو ډرون عملیات ترسره کړل.
په اوسنیو هوایي بریدونو کې په بریالي ډول د ایران د رهبر ـ آیت الله علي خامنه اي او نوموړي ته د نږدې کسانو وژنه دا ښایي، چې موساد او CIA تر څومره اندازې پورې په ایران کې داخلي اړیکې څارلې دي.
معمولاً بحرانونه، دولتونه مجبوروي چې ارتباطي کانالونه پرانیستي وساتي او کوم معلومات چې فرض کړئ له یوې بریالۍ اورېدنې وروسته ترلاسه کېږي، ممکن مخالفې ډلې ته ولېږدول او هغوی ترې د خپل پلان پلي کولو کې کار واخلي؛
که چېرته اسرائیل ایران ته چاودېدونکې ډرون استولای شي، نو باید دې ته هم زمینه برابره کړای شي چې د ستارلینګ انټرنیټ او یا دې ته ورته نورو خدمتونو په مهیا کولو سره د ایران د دولت ضد داخلي مخالفین تر اوس خورا ښه او په بشپړ خوندیتوب سره سازماندهي کړي… .
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
Comments are closed.