تور 

سرلوڅ مرادزی

6

د ماښام تیاره کې ووځه له کوره 

چوپ تېرېږه د ملا، جومات له لوره 

د مارانو غار کې و نه وهې ګوتې 

ځان دې ساته د تور مارد نیش له زوره 

حضور واخله د یارانو په محفل کې 

لذت واخله د پیالو جنګ کې له شوره 

که په عدل کې نظیر د ساقي نشته 

په  پیاله کې د ساقي مهر ته ګوره 

چې خوښي دې په خپل مټ تر لاسه نکړې 

خوښي نه ده میراثي له پلار و موره 

د ژوندون معنا مستي ده او خوښي ده 

بې له خوښې ژوندون کم نه دی له ګوره 

ملګري چې د ساقي کړې مرادزیه 

خلاص به نه شې د ملا او شیخ له توره 

د ۲۰۲۶ کال د مۍ ۳۱ مه 

مرادزی 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.