خپل هویت
د نوي کال په ویاړ:
د وطن په غېږ کې اوسه چې ښېراز یې
بل وطن کې نه محمود یې نه ایاز یې
که کلونه پکې تېر کړې خپل به نه شي
نه د پیاز سر کې راځې، نه بېخ د پیاز یې
د سرخرود د نقیب خېلو په دربار کې(۱)
یو مورید یې، سلیمانخېل د کټواز یې
که مقام دې هر څو لوړ وي عزت نشته
ترینه ښه ده په وطن کې چې سرباز یې
یو پردی درسره راشه درشه نه کړي
په نظر کې یې نجس ښکارې بې نماز یې
بې هو یت یې که نسلونه پکې اوسې
تنها خپل وطن هویت کې سرافراز یې
مرادزي په کې پوره دېرش کاله تېر کړل
تر انجامه زړه خوراک دی، له اغاز یې
یادوونه:
(۱ ) کټواز د پکتیکا د ولایت مربوط دی. دلته د پښتنو سلیمانخېل مېشت دی چې د قادریه مذهبي تصوفي فرقې لارویان دي. د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ د نقیب خېلو (پیر سید احمد ګيلاني، اسحاق ګیلانې، ابراهیم ګیلاني او نورو) سرسپارلي مریدان دی.
د ۲۰۲۵ کال د ډېسمبر ۳۱ مه
سرلوڅ مرادزی
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.