مرحوم پوهاند صاحب عبدالسلام عظيمي په ياد
مرثيه

څلور لسيزې خاطرې دې هېرولی نه شم
ستړې سلګۍ مې نن له ستوني ستنولی نه شم
زړګی مې غوڅ شو په سينه کې ستا د مرګ په خبر
بې صبره زړه په دلاسا اوس صبرولی نه شم
تا وقف کړی و خپل ژوند افغانستان وطن ته
له حده ډېر ستا خدمتونه اوس شمېرلی نه شم
ته لوړ مثال د شفقت وې په افغان وطن کې
اړوم سترګې خو په چا يې خوږولی نه شم
ته وې مشفق، مهربان پلار د مظلومانو امسا
ته وې فاضل تا سره هيڅوک سمولی نه شم
ستا په څلوېښت کاله دوستۍ مې افتخار کاوه تل
زړه مې دردمن دی تېر وختونه يادولی نه شم
خيال کې مې اوسي اوماها او د کابل يادونه
د کاڼي کرښې دي هېڅ شان يې پاکولی نه شم
لاره د ژوند د سفر لنډه ده ډېر ژر ختمېږي
مهار د دې کاروان په خپل وس رانيولی نه شم
څکه د مرګ کړي هر نفس دا قرآني ارشاد دی
له دې سوا د حق په لار کې څه ويلی نه شم
ستا کورنۍ ته د جميل صبر غوښتنه کوم
لپه کوم د دعا لاس نور څه کولی نه شم
سوالګر متين يم مغفرت دې له الله نه غواړم
ستا په مزار مې پروت زړګی راټولولی نه شم
جنوري ـ ۲۳ ـ ۲۰۲۶
منټيکا ـ کليفورنيا
انجينر عبدالوکيل متين
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.