د بچو تر زېږېدو ترمنځ مناسبه وقفه:
د بچو تر زېږېدو ترمنځ مناسب وخت د مور، ماشوم او ټولې کورنۍ د صحت لپاره ډېر مهم دی. ډاکټران او روغتیايي ادارې سپارښتنه کوي چې د یوه ماشوم له زېږېدو وروسته باید لږ تر لږه 2 کاله وقفه وي، تر څو د بل ماشوم زېږېدل د مور او ماشوم لپاره خوندي او ګټور وي.

کله چې د ماشومانو ترمنځ مناسب واټن وي، مور ته دا فرصت په لاس راځي چې خپل بدن بېرته قوي کړي، د کمزورۍ، وینې کموالي او نورو ستونزو څخه ځان وژغوري. همدارنګه مور کولی شي ماشوم ته پوره شیدې ورکړي او د هغه سمه پاملرنه وکړي. دا وقفه د مور د ذهني ارام لپاره هم مهمه ده، ځکه ډېر پرله پسې زېږونونه ستړیا او فشار زیاتوي.
د ماشوم لپاره هم د زېږون ترمنځ مناسب وخت ډېر ګټور دی. ماشوم ته د مور مینه، شیدې او پاملرنه په ښه ډول رسېږي او د کم وزن، کمزورۍ او ناروغیو خطر کمېږي. هغه ماشومان چې له مناسبې وقفې وروسته زېږي، عموماً روغ او قوي وي.
په ټوله کې ویلی شو چې د بچو ترمنځ لږ تر لږه دوه کاله وقفه کول د مور او ماشوم دواړو د ښه صحت ضمانت دی. دا کار نه یوازې د کورنۍ ژوند منظموي، بلکې د یوې سالمې او خوشاله ټولنې د جوړېدو لپاره هم مهم ګام بلل کېږي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.