په يخو اوبو غسل او د فالج وېره

ډاکټر انور داوړ

3

دا موضوع نن سبا په سوشل ميډيا ډېره ګرمه ده، خو ساینسي حقیقت یې هغسې نه دی لکه څنګه چې بیانېږي. په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یو داسې خبر په پراخه کچه خپرېږي چې ګني په سر باندې نېغ په نېغه د یخو اوبو اچول د فالج (Stroke) لامل ګرځي. په دغه وائرل شوي پوسټ کې سپارښتنه کېږي چې باید لومړی په پښو او بیا په ټول وجود اوبه واچول شي ترڅو بدن د اوبو د تودوخې سره ځان برابر کړي. خو پوښتنه دا ده چې ایا دا خبره په رښتیا هم علمي اساس لري که یوازې یوه طبیعي وېره ده؟

تر هر څه وړاندې پکار ده چې په دې پوه شو چې فالج څه شی دی؟ په طبي اصطلاح کې فالج هغه وخت رامنځته کېږي کله چې دماغو ته د وینې رسول بند شي او یا د دماغو کوم رګ وشلېږي. د دې اصلي لاملونه د وینې لوړ فشار (High Blood Pressure)، شوګر، د رګونو بندښت، سګرټ څکول او د زړه ناروغۍ دي. په طب کې داسې کوم مستند دلیل نشته چې ثابت کړي یوازې په سر د یخو اوبو اچول دې په مستقیم ډول د دماغو رګ وشلوي.

دا حقیقت دی چې کله په بدن باندې ناڅاپه ډېرې یخې اوبه واچول شي، نو بدن یو ډول اضطراري حالت (Cold Shock Response) ته ځي. په دې حالت کې د انسان ساه لنډه لنډه کېږي او د وینې فشار د لږ وخت لپاره لوړېږي.

که چېرې یو انسان مخکې له مخکې د زړه د رګونو یا د وینې د لوړ فشار ناروغي ولري، نو د فشار دغه ناڅاپي لوړېدل ممکن هغه ته ستونزې جوړې کړي. خو په دې حالت کې هم ملامتي په اوبو کې نه، بلکې په هغې پخوانۍ ناروغۍ کې ده چې د ناروغ په بدن کې له مخکې موجوده وه. یو روغ رمټ انسان چې د زړه او فشار ستونزه ونه لري، په سر د یخو اوبو له اچولو سره هېڅکله په فالج نه اخته کېږي.

ډېری خلک دا خبره د هایډروتراپي یا پخوانیو دودیزو لارښوونو سره تړي. په ځینو کلتورونو کې دا یو ښه عادت ګڼل کېږي چې د غسل پیل له پښو وشي، خو دا یوازې د بدن د تودوخې د توازن لپاره یو احتیاطي تدبیر دی، نه دا چې په سر د اوبو اچول دې خامخا وژونکي وي.

د ساینسي څېړنو او میډیکل ریفرنسونو له مخې، په سر د یخو اوبو اچول او فالج په خپل منځ کې مستقیم تړاو نه لري. په سوشل میډیا خپرېدونکي دغه ډول پوسټونه ډېری وخت د خلکو د پام اړولو لپاره مبالغه امیزه بڼه اخلي.

مشوره او احتیاط کول هم په کار دي لکه کله چې تاسو د وینې فشار یا د زړه ناروغي لرئ، نو هڅه وکړئ چې په ډېرو یخو اوبو غسل ونه کړئ او د تودوخې میانه روي وساتئ. د غسل پر مهال که لومړی پښې او لاسونه لوند شي، دا د بدن د ارامښت لپاره ښه ده، خو که د شوګر ناروغي، د رګونو بندښت، د زړه ناروغي او High Blood Pressure ستونزه ونلري نو که په سر يخې اوبه واچول شي نو د وېرېدو کومه خبره نشته. بې له کومې طبي پلټنې په داسې اوازو باور مه کوئ چې ستاسو په ذهن کې بې ځایه وېره خپروي. روغتیا لویه پانګه ده، د هغې ساتنه په پوهه او احتیاط کې ده، نه په اوازو کې.

ایا پښتنو قرباني ورکړه که استعمال شول؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.