که وکتل شي پښتانه د کرښې دواړو غاړو ته قرباني شوي او استعمال شوي دي ځکه چې پښتون قوم له هغو ولسونو څخه دی چې په تېرو څو لسیزو کې يې تر ټولو ډېر جاني او مالي زيانونه ګاللي او لیدلي دي. بیا په ځانګړي ډول په پاکستان کې پښتانه، چې د پاکستان په رسمي بيانونو کې دا تاوانونه ډېر وخت د وطن د ساتنې او د قربانۍ په نوم يادېږي. مطلب دا چې پاکستان کې دغه تاثیر ورکول کېږي چې پښتنو د پاکستان او د خپلې خاورې لپاره قرباني ورکړې ده خو که د تاريخ پاڼې په ژور نظر سره وکتلی شي، نو حقيقت به په بل ډول ښکاره شي. ځکه چې پښتانه ډېر ځله د خپلې خوښې او ارادې پر ځای د طاقت د لوبو خزله، مهره او خاشاک ګرځول شوي دي، دوی د جګړو ډګر ته ټېل وهل شوي دي. دوی په یو نوم او په بل نوم استعمال شوي دي او د نړيوالو او د کورنيو سياسي او عسکري پلانونو، پاليسۍ نذرانه او قرباني شوي دي.
پښتانه لومړی مغلو ، سيکانو او انګرېزانو ظلم، بربریت او divide and role سره مخامخ وي ښه وځپل شول، تقسيم شول، بيا وروسته په 1979 کال کې په افغانستان د شوروي يرغل وشو، سيمه ييز سياسي نقشې په بشپړه توګه بدلی شوې. د جنرال ضياء الحق حکومت افغان جهاد د رياست رسمي پاليسي وګرځوله او د امريکا، سعودي عربستان، مصر او نورو خليجي هېوادونو مالي او عسکري مرسته ورسره مل شوه. پاکستان د دې سترې نړيوالې جګړې مهم مرکز وګرځېده خو تر ټولو دروند بار يې پر پښتنو واوښت. د سرحد دواړو غاړو پښتانه د جګړې په اور کې ولوېدل، کورونه يې ويجاړ شول، روزګارونه يې له منځه لاړل، کډوال شول، د بدامنۍ ښکار شول او د عادي ژوند بنيادونه يې ګډوډ شول.
له 2001 کال وروسته د نړيوال ترهګرۍ پر ضد جګړې (War on terror) په بهير کې جنرال پروېز مشرف له امريکا سره د خپلو مفاداتو همکاري پيل کړه. د دې همکارۍ پايله دا شوه چې قبایلي سيمې د پوځي عملياتو، ډرون بريدونو او پراخو عسکري تعيناتو مرکزونه وګرځېدې. بې ګناه خلک ووژل شول، کورنۍ بې کوره شوې، بازارونه ړنګ شول، تعليمي ادارې بند او په بمونو الوزول شوې او زرګونه کسان د ذهني او جسماني صدمو ښکار شول. د جګړې اور پښتني سيمو کې بل وساتل شو چې مخکې بل شوی و.
همدلته د پوښتنه را پيدا کېږي. چې ايا پښتانه يوازې قرباني ورکوونکي شول که د سټراټيجۍ لپاره استعمال شول، نو که وکتل شي نو بشپړ انځور دا ښيي چې پښتانه ډېر ځله د ملي او نړيوالو طاقتونو په سټراټيجيکس پالیسۍ او پلانونو کې استعمال او قرباني شوي دي. دا دې استعمال پايلې نن هم زمونږ په ټولنه کې ښکاره دي. ترهګري، سخت دريځي، بې روزګاري، د تعليم کمښت، رواني ناروغۍ، جسماني زخمونه، سياسي مايوسي او ژوره پس ماندګي ليدل کېږي دا ټول هغه زخمونه دي چې لا هم تازه دي او د پښتني ټولنې په ژوند ژور اغېز لري.
د دې تر څنګ د مذهبي ډلو مذهبي ګوندونو او د مدرسو رول هم له پامه نه شي غورځېدلی. ځکه چې د افغان جهاد له پيل سره سم ځینې مذهبي ډلې او سياسي مذهبي ګوندونه لکه جميعت اسلامي او جمعيت علماء اسلام د رياستي پاليسۍ برخه جوړ شول. دوی په پښتنو کې جنګي ذهنيت او سخت دريځۍ خپرولو کې مرسته وکړه، د ټوپک کلچر يې عام کړو چې پښتون ولس تر نن ورځې پورې د دې ښکار دی او د مذهب په نوم استعمال شو. مدرسې د جهادي ټراننګونو او روزنې مرکزونه وګرځېدل، پکار خو دا وه چې مدرسې بايد د دين، اخلاقو او انساني تربيت مرکزونه وای، خو په ډېرو مواردو کې د جګړه ييز فکر د روزنې وسيلې وګرځېدې. هلته داسې نصاب جوړ شو چې جګړه يې سپېڅلې وبلله، مخالفت يې کفر وګاڼه او تشدد يې جايز وباله. دا دې پالیسۍ چې چا مخالفت کولو په هغه باندې د کفر فتوی صادر شوی، هغه خلک مړه او ورک شول، ورو ورو دا ذهنيت د سخت دريځۍ، طالبانايزېشن او د ترهګرۍ بڼه خپله کړه.
البته ټول مذهبي خلک او مدرسې د دې پروسې برخه نه وې، خو رياست د ځينو ځانګړو ډلو ملاتړ وکړو هغوی ته وسلې، پيسې، روزنه او سياسي خونديتوب ورکړل شو. د دې پاليسۍ پايله دا شوه چې وسله والې ډلې پياوړې شوې او وروسته يې د سيمې دننه د ترهګرۍ بڼه خپله کړه. يو ځل بيا تر ټولو ستر تاوان پښتنو ته ورسېده، ځکه چې د دې سخت دريځۍ ډېر مرکزونه د پښتنو په سيمو کې جوړ شول.
سره له دې ټولو، پښتون ولس هېڅکله بشپړ چوپ نه دی پاتې شوی. د وخت په تېرېدو سره د پښتنو تحریکونو او ګوندونو د ظلم، بربریت خلاف، انصاف، امن او حقونو لپاره خپل غږونه پورته کړي دي. له پير روښان، ميرويس نيکه، احمد شاه بابا، خوشال خان خټک بیا باچان خان بابا فخر افغان، صمد خان او فقير اېپي او داسې نورو، له دې تسلسل سره تړلي بیا په معاصر تاریخ او وخت کې لکه د یوت اف وزیرستان (YOW) نېشنل عوامي پارټي (ANP) پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) ملي جمهوري غورځنګ (NDM) او (PKMAP) په څېر تحریکونو او ګوندونو د جبري بې درکيو، چېک پوسټونو، د کډوالۍ ژوند، پوځي عملياتو او انساني حقونو د سرغړونو پر ضد یې ولس ته شعور ورکړو. دا تحريکونه دا ثابتوي چې پښتانه يوازې د قربانۍ لپاره نه دي، بلکې د خپل عزت، هويت او خپل حق لپاره ولاړ ولس دی.
دلته يو ستر اخلاقي او سياسي سوال د پيدا کېږي، چې هغه وختونه چې پښتني ولسونه د طاقت د لوبو لپاره استعمال شوي دي، بايد د قربانۍ په نوم وستايل شي که نه؟ که مونږ رښتيا هم د تلپاتې امن او انصاف غوښتونکي يو، نو اړينه ده چې له خپل تاريخ سره په ايماندارۍ سره مخ شو. نو مالومه به شي چې پښتانه یوازې د ډالري جنګونو لپاره استعمال او قرباني شوي دي، نو پکار ده چې د تېرو تېروتنو اعتراف وشي او ومنل شي. په دې کې شريک خلک د احتساب لاندې راشي او داسې پاليسۍ جوړې شي چې بيا هېڅ پښتون ولس دا دې لوبې د قربانۍ او استعمال خاشاک او خزله ونه ګرځي.
د پښتون قرباني يوازې د وژل شويو شمېر نه دی. دا قرباني د ويجاړو شويو بازارونو او کورونو، لامنځه وړل شوې تعلیمي ادارې، په فکري لحاظ سکوت، مات شوي نسلونو او د لوټ شوي راتلونکي نوم دی. يوه منصفه ټولنه هغه ده چې دا حقيقتونه ومني، مسؤليت ومني او د اصلاح لپاره عملي لارې خپلې کړی شي. نو هماغه وخت به د قربانۍ او د استعمال ټکی رښتونی او واضح شي، ولس به پرې پوهه شي، که نه نو دا به يوازې د نړيوالو او د کورنيو عسکري ډالري جنګ لوبې برخه وګرځي.
ګټه به د نورو او پښتون لپاره به صرف يو سياسي شعار پاتې شي. چې ګټه به يې تل نور پورته کوي او پښتانه به صرف د جنګ خاشاک او د قربانۍ په نوم استعمالېږي. چې پښتون ته به هېڅ ګټه او نتيجه نه ورکوي. نو پکار ده چې پښتانه په اصلي معنو او په واضحو اهدافو د خپل قام او وطن لپاره په قربانۍ پوهه شي، د خپل قام او وطن لپاره په واضح هدف قرباني شي، نه د اوس چې کوم په توره شپه، ډالري جنګونو او نړيوال قوتونو لپاره قرباني کېږي. داسې قربانۍ پښتون ولس لپاره هېڅ ګټه او ځای نه نیسي، پرته د پښتون له تباهۍ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.