ایران؛ زموږ‎ د پارہ د عبرت درس

حفیظ الدین پیرزادہ

66

د ایران او اسرائیلو مخالفتونه نژدې څلویښت کلن دي. خو تر دې دمخه د شاہ په زمانه کې او بیا د اسلامي انقلاب په پیل کې د دواړ‎و اړ‎یکې دوستانه وې.
د ایران- عراق په جگړ‎ہ کې اسرائیلو د ایران سرہ د امریکائي تسلیحاتي تجھیزاتو مرستې کولې. ډونالډ ریگن ( د امریکا د ھغه مھال ولسمشر ) په ۱۹۸۱ م کې اسرائیلو ته پر ایران د امریکائي وسلو د خرڅلاو اجازہ ورکړ‎ې وہ او په مقابل کې یې ایران د عراق د اټومي پروگرام مالومات او د عراق نور استخباراتي رازونه اسرائیلو ته ورکول.
د اسرائیل ایران لومړ‎ی مخالفت په ۱۹۸۵ م کې ھغه مھال پیل شو چې ایران په سیمه کې د نیابتي جگړ‎و تمویل، تجھیز او سرپرستۍ ته د شیعه ایزم د مذھبي تعصب له کړ‎کۍ څخه اوږ‎ہ ورکړ‎ہ.
په لبنان کې د شیعه حزب الله وسله والې ډلې ملاتړ‎، په فلسطین کې د حماس سرہ مرسته، د سوریي د بشار الأسد رژیم لاسنیوی او د یمني حوثیانو تمویل او په شا ټپول چې په سیمه کې د لوی اسرائیل د جوړ‎یدو په لار کې ستر خنډونه ول/دي، د ایران- اسرائیل د دښمنۍ پر اور د پترولو د پاشلو کار ورکړ‎ی دی.
نو ځکه په تیرو څلورو لسیزو کې اسرائیلو کله نیغ په نیغه پر ایران او کله یې د ھغه پر نیابتي ډلو حملې کړ‎ې دي.
د ھمدې حملو په تعقیب اسرائیلو پر ایران د تیر کال په جون میاشت کې خورا خونړ‎ی یرغل وکړ‎ چې دولس ورځې یې دوام وکړ‎ او بیا دا اوسنی یرغل چې څو ورځې وړ‎اندې پیل او لا دوام لري.
که پر ایران د اسرائیل او امریکا لخوا د جون ۲۰۲۵ م او اوسنی ۲۸ فبروري ۲۰۲۶ م حملو ته ځیر شو نو راته جوته به شي چې اسرائیلو د ایران سرہ د ھمدې اوږ‎دې دښمنۍ په امتداد کې خپل جاسوسان د اخوندي رژیم په مھمو او حساسو ځایونو کې ځای پر ځای کړ‎ي دي.
د تیر کال په حمله کې یھود وتوانیدل د ایران حساسې نظامې ھستې، اټومي تأسیسات، جگپوړ‎ي پوځیان، مطرح سیاسیون او مھم ساینسپوھان د خپلو ھمدې جاسوسانو دموثقو استخباراتي مالوماتو په مرسته له منځه یوسي.
تر دولس ورځنۍ جگړ‎ې پس، او د ډیرو خساراتو پر گاللو، ایران ھڅې پیل کړ‎ې چې پخپل نظام کې د اسرائیلي استخباراتو جال مات او جاسوسان یې ونیسي او تر یو څه حدہ بریالی ھم شو خو په ټوله کې نه.
اوس ھلته په دولتي بنسټونو کې د اسرائیل استخباراتو دومرې ژورې ریښې غځولي چې ان آیت الله خامنه اي یې د گوزار څخه بچ پاته نشو او ښایي د یوې مخې له منځه وړ‎ل یې داسې ژر ممکن نه وي.
ایران ھومرہ د امریکا او اسرائیل گډو یرغلونو تخریب نکړ‎ای شو څومرہ چې په کور دننه یھودي ایجنټانو او جاسوسانو متضرر کړ‎.

زموږ‎ د پارہ د عبرت درس:
د ایران او اسرائیلو دښمني څه باندې څلویښت کلنه مخینه لري.
زموږ‎ او د اسرائیل نمبر ۲ ( پنجاب ) دښمني د پاکستان له جوړ‎یدو سرہ پیل شوې خو د افغانستان په کورنیو معاملاتو کې یې بیدریغه او مستقیمه لاسوھنه څه باندې څلوښت کلنه تاریخچه لري.
زہ په دې کې ھیڅ شک نلرم چې پاکستان خپل جاسوسان او د ھغو گټو ته ژمن گوډاگیان ھم د جمھوریت پر مھال او ھم اوس په حکومتي اډانه کې ځای پر ځای کړ‎ي.
ایران له ۲۰۲۴ م څخه پس ھغه مھال پخپلو صفونو کې کلکه تصفیه پیل کړ‎ہ چې پوځونه یې په سوریه کې د اسرائیلو سرہ په مخامخ جگړ‎ہ کې ښکیل شول، خو ناوخته شوې وہ او د ۲۰۲۵ م او بیا اوسنۍ روانه جگړ‎ہ را ورسیدہ او ایران پکې خپل ډیر زیات د سر سړ‎ي و بایلل.
که اسلامي امارت ھمدا اوس پخپلو صفونو کې کلکه تصفیه پیل نکړ‎ي او په ھمدې حالت کې روانه جگړ‎ہ بل پړ‎او ته داخله شي نو دویم اسرائیل به د خپلو ھمدې جاسوسانو پر مټ زموږ‎ مھم مشران او د سر سړ‎ي په نښه کړ‎ي چې ښایي موږ‎ یې بیا تلافي ھم ونکړ‎ای شو، ځکه موږ‎ نه د ایران پڅیر منظم او غښتلي یو او نه ھومرہ د سر سړ‎ي لرو. موږ‎ خو ھغه د مرحوم صابر شاہ صابر په قول:
“ دا یو څو یاران که نه وي، بیا به نه یم
زما ژوند دغه یو څو خواږ‎ہ یاران دي”

موږ‎ څرنگ پخپل نظام کې د پاکستان جاسوسان پیژندلای شو؟
دا سوال باید د ااا استخبارات ځواب کړ‎ي خو پښتانه وایي: الله یې په قدرتونو پیژندل کیږ‎ي او زہ وایم د گاونډي ځیرہ خوارہ د ھغوی د کړ‎و وړ‎و او اعمالو له مخې په نښه کیدای شي.
اسلامي ام ارت باید د حفظ ما تقدم لپارہ ټول ھغه کسان له حساسو او مھمو پوستونو لیرې کړ‎ي چې لا ھم په پاکستان کې؛
٭ پورہ یا نیم کورہ اوسي
٭ ھلته جایدادونه، کاروبارونه پخپل او یا د خپلوانو په نومونو لري.
٭ د ھغه ځای شناختي کارډونه لري او یا یې ښځې پاکستانۍ وي.
٭ دلته په لوړ‎و دولتي منصبونو فائز دي خو لا ھم ھلته د تحصیل او تعلیم د ادامې په بھانه سفرونه کوي.
٭ په خواله او نورو رسنیو کې یې فعالیت بې ساری وي خو که اکاونټونه یې و څارل شي، د پاکستان مرتد پوځ او گوډاگي رجیم پر ټولو نارواو یې سکوت اختیار کړ‎ی وي.
٭ اوس مھال د پاکستان سرہ د سولې خبرې د یوہ نرم سیاسي ډوله دریځ پر خپلولو، کول غواړ‎ي.
ھغوی استدلال کوي چې حکومت او حکومتولي په عواطفو او احساساتو مخته نه ځي!
ھغوی ته باید وویل شي چې حکومت او حکومتولي په بزدلۍ، ویرہ، او خپل حق څخه پر تیریدو ھم مخته نه ځي.
اا پر پاکستان یرغل نه و کړ‎ی، بلکې دا پاکستان و چې زموږ‎ پر ھیواد یې تجاوز وکړ‎، ولسي وگړ‎ي یې د ښځو او ماشومانو په گډون را شھیدان کړ‎ل.
که امارت د دې بیگناہ خلکو څخه د دفاع او د ھغوی د غچ اخیستلو توان نلري نو بیا خو یې پر دې ولس د حکمرانۍ حق ھم تر سختې پوښتنې لاندې راځي!
پاکستان چې د سعودي سرہ د خپل دفاعي تړ‎ون له مخې اړ‎ دی د ھغوی په ننگه او د اسرائیلو په گټه د ایران پخلاف ودریږ‎ي، غواړ‎ي له افغانانو سرہ خپله کشاله یوې خواته لا ینحله پریږ‎دي تر څو نوي محاذ ته ځان اوزگار کړ‎ي.
ځکه نو اوس د خپلو افغان بړ‎یڅو پر خولو د یوې داسې سولې ټینگښت ته تبلیغ کوي چې پر مټ یې پاکستان د خپلو ټولو کړ‎و ظلمونو او جرمونو تر ارتکاب پس ھم بې احتسابه، سرې سترگې او جگه غاړ‎ہ ووځي! خو موږ‎ ته قران کریم په واضحو او محکمو آیاتونو توصیه کوي چې:
فَمَنِ اعْتَدى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدى عَلَيْكُمْ.. یانې د ظلم او تعدا ځواب یې پر بالمثل ورکړ‎ئ!
اسلامي امارت تر بل ھر چا سولې ته ډیر لیوال دی، ځکه شدیدہ اړ‎تیا ورته لري خو رښتینې سوله، دوامدارہ سوله، عزتمنه سوله او د امارت په شرایطو ولاړ‎ہ سوله!
د داسې مزخرفې سولې پر ځای خو به بھترہ وي زموږ‎ سیاسي پنډتان د یوې فعالې دیپلوماسۍ له لیارې ایران پر دې قانع کړ‎ي چې موږ‎ د ھغوی د دښمنانو بډہ/حلیف ( پاکستان ) د ځان سرہ په جگړ‎ہ کې لتاړ‎ ساتو تر څو ھغوی ته اوزگار نشي او په دې وسیله له ایران څخه امتیازات تر لاسه کړ‎و.
دا خبرہ ھم باید تل پخپله حافظه کې وساتو چې په تیرو څه باندې څلورو لسیزو کې، د ایران متعصب، شیعه رژیم د پاکستان له مرتد پوځي رجیم څخه پر موږ‎ کم ظلمونه نه دي کړ‎ي، خو اوس موږ‎ عملاً د پاکستان سرہ میدان ته کیوتي یو او بله دا چې موږ‎ د دوی سرہ د ځمکې پر سر دعوا لرو خو د ایران سرہ نه.
ښایي امریکا او اسرائیل په ایران کې د نظام پر تغیر بریالي شي او یا ممکن ھمدا نظام پاته شي چې په دواړ‎و صورتونو کې به ایران په ھمدې جغرافیه کې زموږ‎ په گاونډ کې موجود وي، ځکه ایران یو طبیعي ھیواد دی چې زرونه کاله مدنیت لري او د پاکستان په اړ‎ہ ماته د خپل دوست وزیر گل ھغه خبرہ ذھن کې گرځي چې راته ویلي یې و: “ پاکستان د اودس پڅیر دی، که ھر څومرہ ټینگ یې وساتې بیا به ھم ماتیږ‎ي”.
ځکه جوړ‎ښت یې مصنوعي دی.
٭ دلته په لوړ‎و، حساسو او مھمو پوستونو فائز دي خو کله په یوہ او کله بله بھانه کار ته نه راځي یا وظیفوي غفلت کوي.
ښایي ځینو ته یې بادارنو ھمدا توصیه کړ‎ې وي چې مھمه څوکۍ اشغال کړ‎ي خو کار و نکړ‎ي. دا رنگ کسان که نیغ په نیغه د نورو گوډاگیان نه وي ، بیا یې ھم موجودیت د پردیو په گټه دی.
دا وطن باید نور ھغه خلک و نه خوري چې د وطن غم نه خوري!

د مشر شیخ صاحب څخه یوہ وړ‎ہ ھیله:
یواځې افغانستان نه بلکې ټوله سیمه د خپل تاریخ له یوہ ډیر حساس او کړ‎کیچن کږ‎لیچ څخه تیریږ‎ي.
د افغانستان دا حالت چې تازہ تازہ یې د سولې، امن او رفاہ پر درشل پل ایښی، زموږ‎ دښمنان نشي زغملی.
زموږ‎ وړ‎ہ غلطي ولس او نظام ته په ډیرہ لوړ‎ہ بیه تمامیدای شي.
له دې امله د عالیقدر مشر شیخ صاحب څخه د داسې یوہ فرمان د صادرولو ھیله کوو چې له مخې یې ټول ھغه افغانان، چارواکي/ عام وگړ‎ي، چې په شعوري او غیر شعوري توگه داسې مالومات خپارہ یا چاته ورکړ‎ي چې د افغانستان د گټو، ملي مصالحو، ارضي تمامیت او امنیت په ضرر تمامیدای شي، پر سختو مجازاتو محکوم کړ‎ي.
قال علیه افضل الصلاة و السلام:
ألا كلكم راع، وكلكم مسئول عن رعيته…
متفق علیه
و الله المستعان
________
حفیظ الدین پیرزادہ
د مارچ ۵/ ۲۰۲۶ م
کابل

ھیر شوی اتل، شھید ملا عبید الله اخوند

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.