ھیر شوی اتل، شھید ملا عبید الله اخوند

حفیظ الدین پیرزادہ

52

ماته چې کله مرحوم را یاد شي، ورسرہ جوخت مې د سورة الأحزاب دا مبارک آیت بې ارادې په خوله جاري شي:
مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا ( په مؤمنانو کې ځینې یې داسې کسان دي چې پخپلو ژمنو یې وفا وکړ‎ہ، یانې په جھاد کې یې صبر او استقامت وښود چې د دوی له ډلې ځینې یې شھیدان شول او نور یې د الله په لار کې د شھادت انتظار کوي )
ابن کثیر، قرطبي، او زموږ‎ نور جمھور مفسرین رحمھم الله تعالیٰ اجمعین وایي دا آیت د ھغو صحابه کرامو په اړ‎ہ دی چې د أحد په غزوة کې یې شھامت ښودلی او ثابت قدمه پاته شوي وو.
په بخاري او نورو صحاحو کې د راغلیو احادیثو په استناد، په دې آیت کې له مؤمنینو څخه مراد؛ عثمان بن عفان، أنس بن النضر، طلحة بن عبيد الله، حمزة، سعيد بن زيد، او مصعب بن عمير رضی الله عنھم وو. د دوی له ډلې څخه ځینې یې ( أنس بن النضر، حمزہ او مصعب بن عمیر رضی الله عنھم ) په أُحد کې د ھمدې مبارک آیت د دې برخې په مصداق، “ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ” شھیدان شول او پاته یې د، “ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ” پر گواھۍ د الله عزوجل د رضا لپارہ د خپل ژوند تر پایه پخپلو کړ‎و عھدونو ثابت او مستقیم پاته شول.
که د ھمدې مبارک آیت د عموم التفسیر له مخې د افغانستان ورستۍ پنځه لسیزې تر یو څه ژورې کتنې لاندې ونیسو، و به وینو چې په موږ‎ کې ھم ھمداسې اتلان وو چې د قران کریم پر ھدایت د صحابه کرامو په ترسیم کړ‎ې لارہ تللي او د خپل رب سرہ کړ‎ې وعدې، ( صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا ) یې رښتیا کړ‎ې.
شھید ملا عبید الله اخوند ھمداسې یو څوک و. ھغه تنکی ځوان و چې روسانو پر ھیواد یرغل وکړ‎. ځینې افغانان یې ملگري شول، ان زموږ‎ د علمای کرامو یوہ ډله ھم د ( صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا ) په دریځ و نشو دریدلای، د کمونستي رژیم په خوا کې ودریدل او د شوؤنې اسلامي له دیني ادرسه یې شوروي اشغال ته دیني مُبرِر لټول پیل کړ‎ل.
خو ھغه مرحوم د یوہ عام ځوان مجاھد پڅیر د شوروي یرغل په مقابل کې ودرید او د روسانو تر ماتې پورې په سنگر کې پاته شو. ھغه د خپلې زړ‎ورتیا، جھادي تقوا، مقاومت، صبر او جگړ‎ہ ایز مھارت پر مټ د مجاھدینو په صفونو کې داسې وځلید چې په پایله کې د ملا محمد صادق اخوند د جبھې عمومي نظامي قومندان وټاکل شو.
ھغه د کمونستي رژیم تر پرځیدو پس، خپل عادي ژوند او زدہ کړ‎و ته وگرځید. سرہ له دې چې ھغهٔ د روسانو او کمونستي قواو سرہ سختې جگړ‎ې کړ‎ې وې، د مجاھدینو تر منځ یې ستر نوم گټلی و او څو ځل یې ژور ټپونه ھم زغملي و خو د خپل جھاد او مقاومت څخه یې ناوړ‎ہ سیاسي گټه پورته نکړ‎ہ، نه یې کومه دولتي چوکۍ د “ما مقاومت کردہ ایم” تر نامه لاندې اشغال کړ‎ہ او نه یې چرته پاټکسالارۍ ته مخه کړ‎ہ، بلکې په دې مرحله کې ھم د ( صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا ) د حکم پر بنسټ خپل دین او ھیواد ته ژمن پاته شو. خپل عادي ژوند او زدہ کړ‎و ته یې چې د جھادي بوختیاو له امله ټکنۍ شوې وې، ادامه ور کوله.
ھغه مھال، د مجاھدینو خپلمنځي جگړ‎و، فساد، پاټکسالاریو او پر ولس ظلمونو، ھیواد د انارشۍ او تجزیې پر لور روان کړ‎ی و او که یې سپینه ووایم، افغانستان په عمل کې تجزیه شوی و. دې حالت د یوہ مثبت تغیر جدي غوښتنه کوله. نو ځکه د ټولنې د شدیدې اړ‎تیا له امله، مرحوم مشر ملا صیب د روان حالت د بدلولو لپارہ قد علم وکړ‎ او شھید ملا عبید الله اخوند یو د ھماغو السابقون الأولون له ډلې څخه و چې د دې نوي خوځښت په جوړ‎ولو کې یې رغندہ رول ولوباوہ.
مرحوم په تیر امارت کې مختلفې دندې پر مخ یوړ‎ې. وروستۍ دندہ یې د ملي دفاع وزارت سرپرستي او بیا د امریکایي اشغال پر مھال د امارت نیابت و.
په افغانستان کې د امریکا او ناټو نظامي حضور، د ھیواد وضعیت بالکل بدل کړ‎ی و. د امارت ډیری مشران او منسوبین شھیدان، زخمیان، بندیان، فرار، روپوش، او زړ‎ہ ماتي شوي وو.
په داسې یو حالت کې د مرحوم مشر ملا صیب پر مستقیم ھدایت د اما رت له نوي سرہ د بیا تنظیم، د ورکو ملگرو پیدا کول، بیا فعالول او مبارزې ته آمادہ کول څه سادہ خبرہ نه وہ، خو شھید ملا عبید الله اخوند او د امارت یو څو د گوتو په شمار نورو مشران چې لا ھغه مھال شھیدان او یا نیول شوي نه و، دې ستر کار ته اوږ‎ہ ورکړ‎ہ.
که ووایم د غربي اشغال په مقابل کې، د بې روحه امارت په مړ‎ ژواندي بدن کې د نوي روح پوک کوونکیو په کتار کې د شھید ملا عبید الله اخوند نوم د ھمدې کتار په سر کې راځي، نو خبرہ به مې بیځایه نه وي کړ‎ي.
مرحوم د بې ساري قربانیو او خپلو مخلصو ملگرو پر مټ و توانید چې امارت دا ځل له لومړ‎ی پلا څخه ھم سترې ازموینې ته چې ھغه د ناټو جگړ‎ہ ایز ماشین په مقابل کې مقاومت و، آمادہ کړ‎ي.
ھغه مرحوم د جھادي غورځنگ د بیا را ژوندي کولو په لړ‎ کې لومړ‎ۍ اړ‎یکه له اتل شھید ملا داد الله اخوند رحمه الله او ځینو نورو امارتي مشرانو سرہ نیولې وہ او بیا یې د ھر ھغه چا دروازہ ور ټکولې وہ چې د اشغال څخه د ھیواد ژغورنې تمه ترې کیدہ او د ھمدې ملاقاتونو، مجلسونو او مشورو په پایله کې یې د اما رت بیارغونې پیل د څلورو کمیسونونو ( نظامي، سیاسي، اقتصادي، فرھنگي ) د ایجاد څخه وکړ‎ او ورپسې یې ھر ولایت ته والي و ټاکه.
ھغه د خپلو ھمدې جھادي ھلو ځلو په لړ‎ کې د بلوچستان کویټې ښار ته ځي چې له بدہ مرغه د جنورۍ په دریم ۲۰۰۷ م د پاکستان مرتد پوځ جھنمي استخباراتو په لومو کې نښلي او زنداني کیږ‎ي.
د پاکستان حکومت د ھغهٔ پر نیولو او زنداني کولو چوپه خوله پاته کیږ‎ي، خو بلآخرہ د مارچ په پنځم ۲۰۱۰ م کې د پاکستان حکومت یې کورنۍ ته د ھغه د شھادت او خاورو ته د سپارلو خبر ور کوي.
پایله
د دې لیکنې څخه زما موخه د مرحوم ملا عبید الله اخوند بیوگرافي او یا د ھغهٔ د جھادي فعالیتونو، کارنامو او مناقبو بیان نه دی، بلکې غوښتل مې د ھغهٔ پر ژوند، مبارزې او مظلومانه شھادت د برہ ذکر شوي مبارک آیت په رڼا کې یو ځغلندہ نظر واچوم.
که د مرحوم ژوند ته له پیله تر پایه ځیر شو نو پوہ به شو چې ھغهٔ خپل ټول ژوند د ھمدې مبارک آیت سرہ په مطابقت کې تیر کړ‎ی او شھادت یې ھم د، فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ، سرہ په تطابق کې واقع شوی.
نحسبه عند الله من الشهداء والله حسيبه
‏الله يرحمه ويغفرله ويتجاوز عنه
إنا لله و إنا الیه راجعون
__________

حفیظ الدین پیرزادہ
د جنورۍ ۲۹/ ۲۰۲۶ م
کابل

ھني بیجر (honey badger)

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.