د امیر خان متقي د خبرو تر سیوري لاندې

حفیظ الدین پیرزادہ

75

تیرہ ورځ مې د افغانستان د بھرنیو چارو وزیر ھغه وینا واوریدہ چې ورته راغلیو سیاسي شنونکیو، څیړ‎نکیو او تحلیگرانو ته یې کړ‎ې وہ.
د ښاغلي وزیر خبرې د پاکستان سرہ د پیښ شوي کړ‎کیچ او ځینو نورو مسائلو په اړ‎ہ د افغان دولت پر رسمي دریځ را څرخیدې.
زہ، دلته د ھغه د وینا پر موضوعاتو څه نه لیکم، بلکې غواړ‎م په لنډہ توگه، ځینو نورو نکتو ته چې زما ورته د ھغه د خبرو پر مھال پام شو، نغوته وکړ‎م:
۱- د متقي صیب ژبه فصیحه، بلیغه، عام فھمه او روانه وہ.
سرہ له دې چې رسمي دریځونه د کاغذ له مخې بیانیږ‎ي خو ھغه د کاغذ پر ځای له زړ‎ہ لگیا و، نو یې ځکه خبرو ھم زړ‎ونو ته لیار کوله.
۲- د ھغه جملې پیئلې، کرہ، د واضح پیغام لیږ‎دونکې وې او د موضوعاتو تسلسل پکې ساتل شوی و.
د امارتي دریځ وضاحت یې دندہ وہ، خو په روانه او سلیسه ژبه د قوي استدلال کارونه یې بیا خپل کمال و!!
۳- ھغه د کلماتو او الفاظو په کارونه کې دومرہ ځیرک او محتاط و چې سیاسي نقادانو ته یې د ھغه په خبرو کې د خبرو پیدا کولو گنجائش نه و پرې ایښی . د بیلگې په توگه پاکستاني پوځ ته یې د ډیر او استخباراتو ته یې د إکمال شوي او په پښو ولاړ‎ کلمات وکارول. اوس یې که پنجابي پوځ ته د مضبوط او استخباراتو ته د قوي او یا دې ته ورته الفاظ کارولي وای، نو خامخا به د سیاسي منتقدینو تر نیوکو لاندې راتللو چې گویا دښمن ته یې د قوي، مضبوط او ھمدا راز نورې کلمې کارولي.
۴- ألإنذار ما سیحدث؛ په دې مانا چې د راتلونکي خطراتو د پیښیدو څخه مخکې یې د عواقبو په اړ‎ہ خبرداری.
ښاغلي وزیر د کوکنارو د کرکیلې په اړ‎ہ نړ‎یوالو ته د ھمدا اوس څخه خبرداری ورکړ‎.
ھغه وویل: په افغانستان کې د کوکنارو کښت د اا پر راتگ د صفر کچې ته ټیټ شوی، خو په پاکستان کې په پریمانه پیمانه کرل کیږ‎ي. نړ‎یوال دې خبر وي چې کې په راتلونکې کې د مخدرہ موادو له ستونزې سرہ مخ کیږ‎ي، ځای ځایگی او سرچینه یې مالومه دہ.
زما په اند، دا یو ډیر ھوښیار وقایوي قدم و.
۵- یوہ بله نکته چې غواړ‎م په لنډہ توگه ورته اشارہ وکړ‎م، ھغه په تاجکستان کې د چیني اتباعو وژنه وہ.
متقي صیب په ډیر مھارت، بې له دې چې د پاکستان نوم واخلي په نا مستقیمه توگه د ھغو وگړ‎و د وژنې پل، پاکستان ته ورساوہ. اوس نو چینایان پوہ شه او پنجاب!
افغانستان پخپل تاریخ کې د ډیرو سترو قدرتونو سرہ په شخړ‎و کې ښکیل پاته شوی.
یو مھال مو د ایران سرہ پنجه ازمائي راغلې وہ، بیا د انگریز سرہ ښکر په ښکر شو، ورپسې د شوروي اتحاد سرہ د جگړ‎ې ډگر ته کیوتو او اوس تازہ مو د امریکا او ناټو سرہ ډغرې وھلې دي.
که لږ‎ ځیر شو، و به وینو چې د دې قدرتونو ھر یو یې د خپل پَیر سوپر پاور تیر شوی. جگړ‎ې، خبرې، مذاکرات، تعامل او نور ھر څه یې د سترو قدرتونو له شان سرہ برابر ول. دښمنۍ یې په نرہ پاللې وې، خو اوس مو د یوہ داسې ذلیل او پریوتي دښمن سرہ مخه دہ چې نه د جگړ‎ې نړ‎یوال اصول مراعتوي، نه د مذاکراتو اخلاق او نه د گاونډیتوب حقوق!
سیاسیون یې له طعنو، تھمتونو او بھتانونو ډکه کوڅه ډبه ژبه کاروي، پوځیان یې د عام ولس کلي او کورونه په نښه کوي او میډیا یې پرې د منافقت څخه ډک درواغجن راپورنه جوړ‎وي.
غالباً د پاکستاني ژورنالست سلیم صافي څخه مې اوریدلي و چې ویل یې: د پاکستاني ادارو ویاندویان دې افغانستان ته لاړ‎ شي او د ذبیح الله مجاھد څخه دې د ویاندویي چل زدہ کړ‎ي، او زہ وایم: پاکستاني سیاسیون دې افغانستان ته راشي، متقي صیب سرہ دې شاگردي وکړ‎ي تر څو ھغه ورته په سیاست کې د اخلاقي پولو د مراعتولو مھارت ور زدہ کړ‎ي!
سپک نظر یې ھم سترگې درنې کړ‎ي چې را وگوري
زہ خدای زیږ‎ولی ھسې دروند یمه، پښتون یمه
“ رحمت شاہ سائل “

والله المستعان
_________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د سپتمبر دریمه ۲۰۲۵ م
لندن

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.