ځوانان د یوې ټولنې د ملا تیر حسابیږي. څومرہ چې دا تیر قوي، منظم او د علم او پوھې په گاڼه پسلول شوی وي، په ھماغه اندازہ ھغه ټولنه ھوسا، بسیا او د آفتونو څخه لیرې پاته کیږي.
د ملگرو ملتونو د ( UNFPA) ټولنې په یوہ تازہ راپور کې راغلي چې د افغانستان نژدې ۳۷ سلنه وگړیو عمرونه د ۱۵ او ۳۵ کلونو تر منځ دي او ۷۳ سلنه نفوس یې تر ۳۵ کلونو کم عمر لري. دا په دې مانا دہ چې زموږ ټولنه د نړۍ د ډیرو ځوانو ټولو په کتار کې راځي.
موږ د خپلو دیني متونو له مخې د فتنو په زمانه کې ژوند کوو او دا فتنې تر بل ھر چا زیات د ټولنو ځوان پوړ تر خپل شیطاني طلسم لاندې مسحور کوي.
زموږ ځوانان څرنگ کولای شي چې د معاصرې نړۍ له علم، او تخنیک څخه پر استفادې له خپل دین، خاورې، ملي ھویت، او کلتور څخه دفاع وکړي؟
زما په اند، ځوانان باید د پورته مرام د ترلاسه کولو لپارہ لاندې سپارښتنې په جدي توگه تعقیب کړي:
۱- خپل دین د پوهې له لارې وپېژني نه د دودیز عمل له لارې.
قرآن کریم، د رسول الله ﷺ سیرت او د اسلامي اخلاقو بنسټونه زده کړي. د دین په اړه د هرې خبرې په اورېدو یا په ټولنیزو رسنیو کې د هرې ویډیو په لیدلو ژر باور و نه کړي بلکې خپل علمای کرام وپوښتي؛ فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ.
۲- خپل افغان هویت ھیر نه کړي؛
افغان کېدل یوازې د یوې ژبې، سیمې یا قوم نوم نه دی؛ دا زموږ له تاریخ، کورنۍ، مېلمهپالنې، عزت، وفادارۍ او ګډو ټولنیزو ارزښتونو سره تړاو لري. خپل تاریخ زده کړي، خو له تاریخ سره د مینې تر څنګ له هغه څخه درس هم واخلي.
۳- خپله ژبه وساتي؛
پښتو، دري او د افغانستان نورې ژبې زموږ د فرهنګي حافظې سترې زېرمې دي. بھر میشتي افغانان له خپلو ماشومانو او ملګرو سره په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي، کتابونه ولولي او خپل ژبني ادبيات د یو بل سرہ شریک کړي.
۴- . له خپلې کورنۍ او چاپیریال سره ژورې اړیکې وساتي؛
د دجل او فتنو په دې زمانه کې کورنۍ د ځوان لپاره یو مهم فکري او عاطفي پناهځای دی. له مور او پلار، نیکونو، تره، ماما او نورو مشرانو سره خبرې وکړي؛ د هغوی تجربې واوري او د کورنۍ تاریخ او خپل مشاھیر له یادہ و نه باسي.
۵- ټولنیزې رسنۍ په هوښیارۍ وکاروي.
هره ویډیو حقیقت نه دی، هر مشهور کس د پوهې خاوند نه دی، او هره جذابه خبره سمه نه ده. د دروغو، افراط، کرکې، قومي تعصب او بېځایه جنجالونو له خپرولو ځان وساتي.
۶- د نړۍ له پرمختګ څخه و نه وېرېږي، خو خپل اصول ھم و نه بایلي؛
علم، ټکنالوژي، ژبې او مسلکي مهارتونه زده کړي. له نورو ملتونو څخه ګټور شیان واخلي، خو هر څه یوازې ځکه و نه مني چې له بهر څخه راغلي دي. د هر نوي فکر د ارزونې لپاره خپل عقل، دین، اخلاق او انساني ارزښتونه معیار وګرځوي.
۸- د قوم او سیمې له تنګ نظرۍ پورته فکر وکړي؛
د پیغمبر علیه السلام دا مبارک حدیث چې فرمایي: ليس منا من دعا إلى عصبية، ځانته د لارې مشال وگرځوي.
پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، نورستانی او د افغانستان نور قومونه د دې هېواد د ټولنیز جوړښت برخې دي. د یوه افغان عزت باید د بل افغان د سپکاوي پر بنسټ نه وي ولاړ.
دا ھیواد د ټولو ملیتونو مشترک میراث او ټاټوبۍ وگڼي؛
ولسي شاعر مرحوم ملنگ جان څه ښه ویلي و:
چې یې مور وي په دې خاورہ زیږولی
که په ھرہ ژبه گویان وي خو افغان دی
۸- له حرامو او اخلاقي انحرافاتو څخه ځان وساتي.
د سترګو، ژبې، لاس او وخت ساتنه وکړي. بد ملګري، نشه، قمار، فحشا، د خلکو سپکاوی او د انټرنېټ ناسالم محتوا د انسان شخصیت کمزوری کوي. زموږ ځوانان باید د ځان کنټرول د ځوانۍ له سترو بریاوو څخه وگڼي.
۹- خپل وخت ھسې ضائع نه کړي او له علم او مسلک سره خپل راتلونکی جوړ کړي.
هره ورځ د عبادت، زده کړې، ورزش، کار، کورنۍ او مطالعې لپاره وخت وټاکي. هغه ځوان چې خپل وخت نه اداره کوي، ډېر ژر د نورو د افکارو او غوښتنو تابع کېږي.
یوازې په دې فکر و نه کړي چې «زه افغان یم»؛ داسې فکر ھم باید وکړي: «زه باید د افغانستان او خپلې ټولنې لپاره یو باعلمه، مسلکي او بااخلاقه انسان شم.» ډاکټر، انجنیر، استاد، عالم، څېړونکی، سوداګر، تخنیکر او نور مسلکي کسان ټول د هېواد د ځلاندہ راتلونکي مھمه برخه دہ.
۱۰- له خپل هېواد سره مینه له عملي خدمت سره وتړي:
افغانستان یوازې یوه جغرافیه نه ده؛ افغانستان د میلیونونو انسانانو کور دی. ځوان که په افغانستان کې وي او که په اروپا، امریکا، استرالیا یا بل ځای کې، په زده کړه، کار، صداقت، خیرات، مسلکي خدمت او سالم فکر سره کولی شي د خپل هېواد لپاره ګټور ثابت شي.
پایله:
افغان ځوان باید خپل دین په علم وپېژني، خپل کلتور په شعور وساتي، خپله ژبه زده کړي، خپل تاریخ په انصاف ولولي، له خپلې کورنۍ سره اړیکه متداومه وساتي ، د نړۍ له علم او پرمختګ څخه ګټه واخلي، خو خپل فکري او اخلاقي هویت و نه بایلي. د هرې فتنې په وړاندې په احساساتو نه، بلکې په ایمان، علم، عقل، اخلاقو او بصیرت ودرېږي.
افغان ځوان باید نه داسې مسلمان شي چې له علم او تخنیک څخه وتښتي، او نه داسې معاصر او ماډرن انسان شي چې له خپل دین او هویت څخه لیرې لاړ شي؛ بلکې داسې افغان ځوان شي چې ایمان، علم، اخلاق، هویت او خدمت په خپل شخصیت کې سره یو ځای کړي.
والله المستعان
__________
حفیظ الدین پیرزادہ
د اکتوبر ۳/ ۲۰۲۶ م
لندن
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
