د نظام ساتنه

حفیظ الدین پیرزادہ

52

څه مودہ وړ‎اندې مې خپله ماشومه لور ښوونځۍ ته ورسوله او کور ته د واپسۍ پر مھال د تل پڅیر د لبنیاتو دوکان ته ور وگرځیدم تر څو د سبا ناري لپارہ تودہ ډوډۍ یې د ما لھا و ما علیھا سرہ را ونیسم.
ھلته یو متقاعد انگریز ھم راځي او زہ ورسرہ کله کله د لارې پر سر په ولاړ‎و پښو بنډار کوم.
نن مې د ھای ھیلو څخه پس ورته کړ‎ل: ستاسې صدراعظم خو استعفی ورکړ‎ہ. ستا په نظر، مخکې به څه کیږ‎ي؟
زوړ‎ انگریز چې د سپورت جامې یې پر غاړ‎ہ وې او داسې بریښیدہ تازہ له منډې وھلو را ستون شوی، راته کړ‎ل:
پوھیږ‎ئ! ما نن په چمن کې پورہ دوہ ساعته ورزش وکړ‎ او اوس چې کور ته لاړ‎ شم، لومړ‎ی غسل کوم او بیا سبا ناری.
ماته زما تر صحت بل ھیڅ شی زیات مھم نه دی. او ستاسې د پوښتنې په ځواب کې باید لومړ‎ی له تاسې وپوښتم چې دا صدراعظم څه نومید او د کومې پارټۍ و؟
ما ورته وویل: کییر سټارمر، لیبر پارټي.
بیا یې په حیرانتیا را ته وویل: ولې، ھغه ھندی څه شو؟ ھغه د کوم گوند و؟
ما ورته وویل: ریشي سونک، تیر کال مستعفي شوی و او د محافظه کار گوند غړ‎ی و.
بیا انگریز راته کړ‎ل: ستا د پوښتنې په ځواب کې چې، مخکې به څه کیږ‎ي، باید ووایم: ھیڅ نه کیږ‎ي.
دا وزیران او صدراعظمان به ټول عمر ځي راځي. مھمه دا دہ چې موږ‎ پخپل صحت پام وکړ‎و! که زما منې، راځئ! تاسې ھم ھر سھار زما سرہ منډہ وھل پیل کړ‎ئ!
انگریز ھمدا وویل او نور لاړ‎.
زہ ھم ترې کور ته روان شوم خو په لارہ او بیا ان کرۍ ورځ مې د زوړ‎ انگریز په خبرو کې سوچ نښتی و.
متقاعد انگریز کوم کم لوستی شخص نه دی. ما ورسرہ مخکې د افغانستان، منځنۍ آسیا او د درییمې نړ‎ۍ نورو ھیوادونو په اړ‎ہ اوږ‎دہ سیاسي بنډارونه کړ‎ي.
ھغه په ایران، سعودي، کویت او څو نورو ھیوادونو کې ساختماني انجنیر پاته شوی. خو، پوښتنه دا دہ چې ولې د خپل ھیواد داخلي مسائلو څخه دومرہ ناخبرہ یا کم خبرہ و ؟ او یا ولې د خپل ھیواد له دومرہ ستر بدلون سرہ داسې بې تفاوته چلند کوئ؟
ما چې د زاړ‎ہ انگریز سرہ د لنډې مکالمې په پایله کې څه زدہ کړ‎ل، ھغه دا دي:
۱- انگریز او نور غربیان چې څرنگ پوہ شي، تاسې د افغانستان، پاکستان، ایران او یا بل کوم وروسته پاته ھیواد یاست، سمدلاسه درسرہ ستا د ھیواد په سیاسي وضعیت، ستونزو، ور پیښو ننگونو او نورو بحث پیلوي، پوښتنې کوي تر څو ستا ما فی الضمیر مالوم کړ‎ي، خو د خپل ھیواد په مسائلو درسرہ نه غږ‎یږ‎ي یا بیخي کم غږ‎یږ‎ي.
ښایي یو لامل یې دا وي چې د دوی په ھیوادونو کې د یوہ حکومت پر تگ او د بل پر راتگ د تیر حکومت د خلکو تړ‎ل، وھل، رټل، شړ‎ل او وژل نه وي، ھمدا راز د تیر حکومت افراد ھم دولتي څوکۍ خپل میراثي حق نه بولي، نه یې مسلکي کدرونه د سیاسي مخالفت پر بھانه فرصت غنیمت بولي او له وطنه تښتي، بلکې نوي حکومت ته موکه ورکوي چې ولس ته خدمت وکړ‎ي.
خو زموږ‎ کیسه بیا د دوی له ھغې یو څه توپیر لري.
یو مھال مرحوم استاد الفت یې په اړ‎ہ ویلي و:
“ دلته چې ھر یو پس له بله راځي
ځان نه ولي بل نه شیطان جوړ‎وي”

۲- په غرب او نورو پرمختللیو ھیوادونو کې سیاسي گوندونه په یوہ نظام کې منسجم شوي او د ھماغه نظام په دائرہ کې حکومتونه جوړ‎یږ‎ي. نو ځکه که ھر څومرہ حکومتونه ړ‎نگ شي، د نظام په اساسي فارمول کې تغیر نه راځي. نه یې ملي سمبولونه لکه بیرغ او نور له منځه ځي او نه ھم د دولت په اډانه کې حکومتي ماشین ودریږ‎ي.
خو، زموږ‎ کیسه بیا ھم جلا دہ. زموږ‎ ھغو اداري او علمي کدرونو چې په تیرہ ادارہ کې کار کړ‎ی وي، یا به له وطنه تښتي او که پاته کیږ‎ي نو بیا به د نوې ادارې خلکو ته خپل تیر خدمت داسې توجیه کوي لکه کومه سترہ او نه بښونکي گناہ یې چې کړ‎ې وي.
پایله:
موږ‎ د ھر نوي حکومت پر راتگ بیا لکه د کوچي حساب له سرہ پیلوو. لامل یې دا دی چې زموږ‎ تیرو حکومتونو د نظام پیاوړ‎تیا، غښتلتیا او تداوم ته کار نه وي کړ‎ی.
کله مو شاھي پر جمھوري اوړ‎ي او کله مو جمھوري په کمونستي، انډوخري، امارتي، جمھوري او بیرته پر امارتي!
که تیرو حکومتونو د خپلو نظامونو بنسټونه غښتلي کړ‎ي وای نو د حکومتونو پر تغیر به مو ټول سستم نه گډوډیدہ.
نظام د یوہ بریالي دولت د چلولو لوبه دہ چې ھر څومرہ ډیر غښتلی وي، په ھماغه اندازہ به دولت ورسرہ پیاوړ‎ی، سوکاله او پر ځان تکیه وي.
زوړ‎ انگریز چې د خپل حکومت پر پرځیدو ھیڅ باک نه را وړ‎، لامل یې دلته د نظام د ماشین غښتلتیا دہ.
د نړ‎ۍ ټول ځیرک قومونه د اړ‎تیا پر مھال پخپلو نظامونو کې اصلاحات راولي، نړ‎وي یې نه. ځکه نړول یې د یوہ دولت بنسټونه کمزوري او یا ان له منځه وړ‎ي.
موجود افغان حکومت باید تر ھر څه لومړ‎ی د نظام ساتنې او پیاوړ‎تیا ته کار وکړ‎ي.
خو یو نظام هغه مھال په رښتینې توګه ساتل کېږي چې خلک یې د عدالت، قانون، امنیت او خپل عزت د ساتنې وسیله وبولي؛ نه دا چې یوازې له وېرې ورسره موافق وي.
دا ھم باید په یاد ولرو چې د نظام ساتنه د حکومت د هرې پرېکړې دفاع کول نه دي.
کله ناکله د نظام د ساتنې تر ټولو غوره لاره دا وي چې له حکومت څخه د ناسمې پالیسۍ د اصلاح غوښتنه وشي، پر ناسمو پرېکړو یې نیوکې وشي، حساب‌ورکونه ترې وغوښتل شي او د اصلاح لپاره پرې قانوني او مدني فشار راوړل شي.
ځکه حکومت د نظام لپاره دی، نه نظام د حکومت لپاره.
که موږ داسې نظام جوړ کړو چې حکومتونه پکې راشي او لاړ شي، خو دولت، ادارې، قانون، مسلکي کدرونه او ملي ګټې پکې دوام ومومي، هغه مھال به د یوه بریالي دولت د جوړېدو پر لور روان شوي یو.

والله المستعان
_________

حفیظ الدین پیرزادہ
د اگست ۱۹/ ۲۰۲۶ م
فرانکفورت، المان

ایران؛ زموږ‎ د پارہ د عبرت درس

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.