لکه څرنگ چې منافقین ډیر قسمونه او مختلف شکلونه لري، ھمداسې بیغیرتان ھم در ونیسئ!
زہ یې د خپل زعم له مخې پر درې کټه گوریو ویشم.
لومړی یې ھغه کسان دي چې د بیغرتۍ کار کوي، خو نه پوھیږي کار یې نامناسب او د بیغیرتۍ دی. د لید لوری یې لکه د کوھي چیندخ ھغه یواځې د مطالعه پاکستان پر اخور را څرخي!
د پنجاب او مرتد پوځ په دفاع کې به له خولې ځږونه بادوي خو که ورته ووایې د انگریز څخه د آزادۍ په مبارزہ کې د یوہ پنجابي مبارز نوم واخله نو بیا ځواب ورسرہ نه وي. که ورته و ویل شي د ھندوستان د آزادۍ پر مھال مو د پوځ څه کردار و نو دومرہ یې ھم چرته نه وي لوستي چې ھغه مھال د پاکستان اوسنی پوځ د انگریزي پوځ د پنجاب رجمنټ برخه وہ چې د انگریز څخه د دفاع لپارہ یې د نړۍ په مختلفو برخو کې جگړہ کوله.
د داسې بیغرتانو بیلگې ډیرې دي چې د نمونې په توگه شاھد اپریدی، د چارسدې میلوگان، حسن خان او نور کوزني کوزسري گل خانان یادولای شو.
دویمه کټه گورۍ کې ھغه کسان راځي چې پوھیږي په غلطه دي او د بیغیرتۍ کار کوي، کله کله یې خپل وجدان ھم ملامتوي خو د پیسو شوق، د قدرت لالچ او د اسلامي نظام سرہ حسد یې د ضمیر پر ستوني پښه ایښي وي. د بیلگې په توگه د شمال لنډہ غران، تښتیدلي سیکولران، د غني جمبوریان او نور.
دریمه کټه گورۍ کې بیا ھغه کسان راځي چې نه یواځې د بیغرتۍ کار کوي، بلکې پرې ویاړي ھم! دا بیا د بیغرتۍ تر ټولو اوچت پوړ دی.
د داسې کسانو لست ھم اوږد دی چې د بیلگې په توگه د پاکستان لخوا د اخطارونو لپارہ ساتل شوی وزیر د پنجاب خواجه سراں آصف، ھیڅ بې ھیڅه مارشال د معدنیاتو غل عاصم منیر او ټرمپ ته د نوبل جایزې غوښتونکی او عسکري سلام کوونکی شھباز شریف یادولای شو!
ښایي د ملگريو په ذھنونو کې د بیغیرتانو نورې کټه گورۍ ھم خطور وکړي، خو ماته یې ھمدا پورته ذکر شوې ډیرې د پام وړ ښکاري!
غیرتي یو ښځه ترې ښه دہ
د بیغیرتو که لښکر وي، ورک دې شینه
________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
۰۲/ ۱۱/ ۲۰۲۵ م
لندن
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.