ھني بیجر (honey badger)

حفیظ الدین پیرزادہ

53

ھني بیجر (honey badger)

ھني بیجر یې انگریزي نوم دی. عربان یې غُریر العسل بولي.
موږ‎ ټولو ھغو شیانو/ موجوداتو ته ځانگړ‎ي نومونه نه لرو چې زموږ‎ په سیمه او شاوخوا کې نه پیدا کیږ‎ي ځکه نو مجبور یو نومونه یې له نورو ژبو را پور کړ‎و.
په ھر حال، دا وړ‎وکی حیوان چې وزن یې یې د ۷ او ۱۸ کیلو گرام او اوږ‎دوالی یې د ۲۲ او ۳۰ انچه تر منځ وي، د آسیا په جنوب غرب، افریقا او د ھند په لویه وچه کې پیدا کیږ‎ي.
څه مودہ وړ‎اندې مې په تلویزون کې د دې حیوان په اړ‎ہ یو مستند ( ډاکومنټري ) کاته.
دا په فزیکي لحاظ وړ‎وکی حیوان ډیر ښه خصلتونه لري، د بیلگې په توگه، له ھیڅ ځناور څخه نه ویریږ‎ي. که کوم لوی ځناور پر حمله وکړ‎ي، دی تیښته نه کوي، نه پر چیغې سورو وخت ضائع کوي، نه شعارونه ورکوي، نه پرلت وھي او نه میدان پریږ‎دي بلکې بیرته پرې ځوابي حمله کوي او ډیری مھال تر ځان غټ ځناور پخپل ھمت، جرئت او قوي ھوډ پسې اخلي.
ما په مستند کې کتل چې زمری پرې راغی.
ھغهٔ درې ځله پر حمله وکړ‎ہ خو ھني بیجر یې ھر ځل بېدرنګه د تجاوز ځواب پر بالمثل ھغهٔ ورکړ‎.
ھغه هېڅکله دې محاسبې ته تم نشو چې زمری ترې ښایي شل چنده او یا تر دې هم زیات ستر وي، تر دهٔ یې مټې غټې، داړې کلکې، او پنجې ډیرې مضبوطې وي، بلکې ھر ځل، څه یې چې پر وس پورہ و، د ھغو ټولو پر کارونه به یې پر زمري ور دانگل.
په پایله کې، زمری د ھني بیجر لوړ‎ عزم، کلکې ارادې او جرئت دیته اړ‎ کړ‎ چې میدان پریږ‎دي او تیښته وکړ‎ي.
بیا مې کتل چې خرس یا میلو ( رښتینی ځنگلي میلو، د چارسدې ھغه نه ) یې په مقابل کې په دوہ پښو ولاړ‎ و.
ښایي ھغه دا تمه لرله ھني بیجر به ورته لیار پریږ‎دي او د کبانو شوقي میلو به ځان تودو اوبه ته ورسوي تر څو ځانته پکې کبان ونیسي خو د لارې په اوږ‎دو کې د ھني بیجر استوگنځای و.
پخپل جسامت او قوت غَرَہ خرس پر ھني بیجر و بلوسید او ھغهٔ ھم دفاعي جگړ‎ہ پیل کړ‎. خرس به چې څومرہ حملې کولې، ھغهٔ یې ځواب وایه. په ھمدې اخ و ډب کې د میلو شونډک د ھني بیجر تر قوي ژامې لاندې راغی. خرس ډیرہ ھڅه وکړ‎ہ ځان خلاص کړ‎ي خو ھغه لکه د اوړ‎ي ژاوله ور پورې سریښ و. آخر میلو خپله شونډہ ور څخه خلاصه کړ‎ہ خو په دردونو کې ډوب په چیغو، سُورو سر میدان پریښودو ته اړ شو او و تښتید.
د ډاکومنتري په یو بل ځای کې مې کتل چې د لیوانو یوہ غټه ډله لکه د ناټو ائیتلاف پر راغی.
ھني بیجر ورسرہ مقابله پیل کړ‎ہ. لیوان ډیر او ھني بیجر یواځې و، څو ځله د لیوانو په منځ کې گیر شو، خو ھر ځل به یې بیرته پر ھغوی داسې جرئتمندانه یرغل یوړ‎، چې ان د لیوانو سرغنه ورته حیران و.
په ھمدې کشمکش کې ھني بیجر څو ځایه ټپي شو خو میدان یې پرېنښود او ډیر لیوان یې ھم و داړ‎ل.
لیوانو خپل ټول زور وښود، خو د ھني بیجر په متانت او ارادہ کې یې څه توپیر را نشو وستلای.
دلته ماته د خوشال بابا ھغه شعر را په زړ‎ہ شو چې وایي:
“که یې څو د مټو زور راته ښکارہ کړ‎
د فلک سرہ کُشتي په دا دستور کړ‎م
مست ھاتي، خوني زمري په ځنځیر کیږ‎ي
بویه دا چې، زمانې ته ځان تربور کړ‎م”

په پایله کې د لیوانو مشر ته دا جگړ‎ہ گټه ورہ ښکارہ نشوہ او د شاته کیدو پریکړ‎ہ یې وکړ‎ہ.
ټولو لیوانو د ھغه پر پله، پلونه کیښودل، ھني بیجر او د ھغه سیمه یې پریښودہ.
د لیوانو د ماتې پر مھال د مستند جوړ‎ونکي په انگریزۍ ژبه، داسې یوہ جمله وکاروله چې په تمامه مانا یې د غربي ذھنیت ترجماني کوله.
ھغه وویل: ھني بیجر د ځنگله گنگسټر یا بدماش دی، له ھیچا ویرہ نه لري او له ھر بل ژوي سرہ چې مخامخ شي، جگړ‎ہ کوي.

ھمدا د غربي ښکیلاک د علمي استدلال منطق دی. ھغوی ټول ھغه ژوي چې داړ‎ونکیو متجاوزو حیواناتو ته نه تسلیمیږ‎ي، د ځنگله قانون، چرته چې
ھر زورور پر حق او کمزوری پر ناحق دی، نه مني، بدماشان بولي او ټولې ھغه کمزورې او وړ‎ې انساني ټولنې چې د غربي استعمار د غلامۍ جغ نه وړ‎ي، ترورستان!!

فاعتبروا……
__________

حفیظ الدین پیرزادہ
د جنورۍ ۲۳/ ۲۰۲۶ م
لندن

د متقي صیب څلور بیتونه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.