گاندي ( موھن داس کرم چند ) په ھندوستان او جنوبي افریقا کې د انگریز استعمار پر ضد د اوږدې سوله ایزې مبارزې مخینه لري.
خان عبد الغفار خان ھم د خپل قوم د استقلال لپارہ تر نیمې پیړۍ زیاته مبارزہ کړې.
دواړہ د عدم تشدد د لارې مخکښان وو.
دواړو ستونزې، کړاونه، جیلونه او تعذیبونه گاللي، خو په دوی کې دا توپیر موجود و چې گاندي به کله زنداني شو نو ژر به بیرته را خوشې کیدہ. انگریز ښکیلاک، ھغه ډیرہ مودہ د تورو تمبو شاته نشو ساتلای . یو ځل پرې د شپږ کاله زندان سزا ختلې وہ خو د برتانوي ھند سرکار ایله څه د پاسه یو نیم کال په جیل کې تم کړای شو.
د پاچا خان کیسه مختلفه وہ. ھغه به چې جیل ته لاړ، بیا به ھلته په کلونو کلونو بې سرنوښته پروت و. گاندي جي، په مجموعي توگه، ښایي د خپل عمر شپږ کاله ھم په زندان کې نه وي تیر کړي خو خان عبد الغفار خان د خپل شیرین عمر څه کم څلور لسیزې ( ۳۷ کلونه ) د بندیخانې ربړې گاللي.
د دې ستر توپیر لامل ھم جوت دی، او ھغه دا چې گاندي د یوہ داسې ولس د آزادۍ او ټولنیزو حقوقو د ترلاسه کولو لپارہ مبارزہ کوله چې ملي شعور یې ویښ او بیدار و. ھغه به انگریزانو لا نیولی نه و چې ھندوانو به یې د آزادۍ لپارہ په مظاھرو، جلسو، اعتصابونو، کار بندیزونو او پر حکومت د فشار راوړلو نورو لارو چارو ته لاس اچولی وو.
خو په مقابل کې یې باچا خان د داسې یو ولس د حقوقو او استقلال د استرداد لپارہ میدان ته را وتلی و چې ذھني بیداري یې نه لرله، ملي شعور یې مړ و، او د جھالت، بیسوادۍ او بیھودہ رسمونو او رواجونو په لومو کې نښتی و.
ھندوانو خپل اتلان او ولسي خدمتگاران پیژندل خو د باچا خان قوم نه خپل اتلان پیژندل او نه خدایي خدمتگاران او دا سلسله ھمداسې روانه وہ.
دوستانو!
د ډاکتر فاروق اعظم د زنداني کیدو څخه پس، ما د خپل ولس په ملي شعور کې ژور بدلون احساس کړ.
موږ ولیدل چې د ھغه پر زنداني کولو د ولس مختلف پوړونه دردمن شول، غبرگونونه وښودل شول او د حکومت دا کړنه په مختلفو شکلونو وغندل شوہ.
د ھغه فکري مخالفینو یې ھم د خلاصون لپارہ غږ پورته کړ او ان د حکومت لوړ پوړو چارواکیو یې پر نیونې خپله ناخوښي، اظھار کړہ.
زہ، سرہ له دې چې د اعظم صیب پر زنداني کیدو، د زړہ له تله خفه وم، خو پر دې خوښ وم چې د ولس په ټولنیز شعور کې مو خورا ستر بدلون راغلی، زموږ په خلکو کې فکري بیداري پیدا شوې.
اوس نور دا قوم د باچا خان د زمانې ھغه نه دی چې ملي مشران، ولسي مبارزین او قومي خدمتگاران به یې بندیانیږي او دوی به یې په مقابل کې بې تفاوته پاته کیږي.
یو پخوانی متل وایي: د پیش کور چې وسو ( وسوځید ) نو ښه سو!
د تیرو څه کم پنځو لسیزو ناخوالو مو کورونه وسوځول، خو ولس مو ذھناً بیدار او ټولنیز شعور یې لوړ شو.
ښایي اوس به د مرحوم استاد الفت ھغه گیله چې ویل به یې: “ موږ خپل باداران پیژنو، خو خدمتگاران نه پیژنو”، تر ډیرہ حدہ رفعه شوې وي!
زہ دې وچ ھډوکي شپیلم، خو ولس مې دې سلطان وي
دا زما د سخن سیوری په مانا کې ھمایون کړہ
( مرحوم حمزہ بابا )
والله المستعان
__________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د نومبر ۱۹/ ۲۰۲۵ م
لندن
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.