پر کابل ھوایي برید ‎ (غوږ مو پیشو یوړ)

حفیظ الدین پیرزادہ

133

تیرہ شپه پاکستاني رسنیو او په تعقیب یې زموږ‎ خواله رسنیو غالمغال پیل کړ‎ چې پر کابل د ډرون او یا ھم جیټ الوتکو بریدونه شوي، موخه یې مفتي نور ولي صیب و، د ھغه د سپرلۍ گاډی لگیدلی، اور یې اخیستی، مفتي صیب زخمي او یا شھید شوی!
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ھم پخپل X اکاونټ په تندہ او تیزہ لھجه ولیکل: نورہ یې حوصله ختمه دہ.
تر دې پس، خدای د اما رت مخالفینو ته ورکړ‎ہ، پیښه کمه او بې روحه اما رت ډیر ټکول او غندل کیدہ!
تر ټولو بدہ یې لا دا چې په پیشو پسې د غوږ‎ گټلو په ځغاسته کې زموږ‎ خپل ملگري او د امارت خواخوږ‎ي ھم شامل وو. ډیریو یې خپلې پخوانۍ عُقدې د دې خبر له لیارې سړ‎ولې!
ھمدا مھال د ااا ویاند ښاغلي مجاھد د یوہ پیغام له لیارې پیښه رد او ولس ته د “ خیر او خیریت” ډاډ ورکړ‎, خو د خواله رسنیو په تلاطم او د ملگرو په شور او ځوږ‎ کې د ھغه آواز سم وا نه وریدل شو!
د شپې ناوخته د مفتي صیب غږ‎یز پیغام ھم راغی چې د خپل شھادت پیښه یې رد کړ‎ې او ویلي و د کوزې پښتونخوا په قبایلي سیمو کې پخپلو جھادي فعالیتونو بوخت دی.
دوستانو!
د متقي صیب تر قیادت لاندې د بھرنیو چارو وزارت پرله پسې پرمختگونه، د مسکو فارمیټ او اوس ھند سرہ د دیپلوماتیکو، تعلیمي، تخنیکي، اقتصادي اړ‎یکو له سرہ رغونې لپارہ ھغه ھیواد ته سفر داسې څه دي چې تور گاونډی یې نشي زغملای!
پاکستان اوس د بیځایه او بې بنسټه افواھاتو او طمطراق له لیارې غواړ‎ي د متقي صیب د ھند دورہ تر خپل اغیز لاندې راولي او سبوتاژ یې کړ‎ي!
أحقر العباد پخپله تیرہ لیکنه کې ویلي و متقي صیب او ټیم یې چې کله لږ‎ څه بریا حاصله کړ‎ي، د یو نامالوم لوري څخه گوزار راځي!
دا افواہ ماته د ھماغو نامرئي لاسونو گوزار ښکاري.
ما نن سھار د روغتیا وزارت او د کابل د امبولانسونو د مسؤلینو سرہ خبرې وکړ‎ې.
ھر ځای د ھرې پیښې لومړ‎ی خبر د امبولانس او اطفائیې مسؤلینو ته ورځي او بیا روغتونونه او نورې اړ‎وندہ ادارې په حرکت کې راځي. د امبولانس مسؤلینو تیرہ شپه د ھیڅ حادثې زخمي یا مړ‎ی چرته نه دی انتقال کړ‎ی! د روغتونونو عاجلو وارډونو ته ھم ھیڅ زخمي او مړ‎ی نه دی وروړ‎ل شوی! د ھیڅ لگیدلي موټر او یا تخریب شوي ځای تصویر نشته، خو بیا ھم، که د برید افواہ رښتیا وگڼو، نو مړ‎ہ او زخمیان چرته لاړ‎ل؟ په ځمکه ننوتل که آسمان وخوړ‎ل؟!
قران کریم موږ‎ ته حکم کوي چې د فاسق په خبر کې څیړ‎نه وکړ‎و! زموږ‎ خواله رسنۍ لکه د پاکستان پولیس لومړ‎ی گوزار کوي او بیا پوښتنه او یا ھم لکه د ماشومانو په رنگ لومړ‎ی کار کوي او بیا پر فکر!
خو؛ تر ټولو بدہ یې لا دا وہ چې په پیشو پسې د غوږ‎ گټلو په دې ځغاسته کې پخپله د امارت ځینې مسؤلینو او خواخوږ‎یو تر نورو تیز ځغستل! یا لَلعجب!
فاعتبروا…….
____________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د اکتوبر ۱۰/ ۲۰۲۵ م
لندن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.