د ماسکو فامټ وروستۍ غونډه یوه کامیابه دیپلوماتیکه هڅه

غلام حضرت احساس

89

د ماسکو فامټ وروستۍ غونډه چې د روسیې هیواد په کوربه توب ترسره شوه، د افغانستان په سیاسي وضعیت او سیمه‌ییزو اړیکو کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي. په دې غونډه کې نه یوازې افغانستان ته د فعال غړي په توګه بلنه ورکړل شوه، بلکې یو داسې پرېکړه‌لیک هم تصویب شو چې د افغانستان د خپلواکۍ ، سولې او سیمې د امنیت ملاتړ هم څرګندوي. دې پرمختګ په سیمه‌ییزو او نړیوالو اړیکو کې د افغانستان دریځ لپاره یو مهم پیغام درلود . ماسکو فارمټ د سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو لکه روسیه، چین، هند، ایران ، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ګډو غونډو یو دیپلوماتیک میکانیزم بلل کیږي . د دې غونډې اهمیت او ځانګړتیا دې کې وه چې د افغانستان استازي امیرخان متقي ته په رسمي توګه د فعال غړي په توګه بلنه ورکړل شوې وه . دا لومړی ځل دی چې له ۲۰۲۱ کال را پدې خوا افغانستان د یوه رسمي غړي په توګه د دغه مهم سیمه‌ییز فارمټ برخه ګرځي. دا بدلون د افغانستان د اوسني نظام لپاره د نړیوال مشروعیت په لور یو عملي ګام ګڼل کېږي.

د غونډې په پای کې تصویب شوي پرېکړه‌لیک څو مهم ټکي له ځانه سره لرل :
۱- افغانستان د یو خپلواک، متحد او سوله‌ییز هېواد په توګه پیژل او له هغې څخه ملاتړ .
۲- په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د بهرنیو ځواکونو د شتون او نظامې اډې جوړولو ښکاره مخالفت او منع اعلان کیدل .
۳- د افغانستان د ثبات او د سیمې د امنیت ملاتړ او همدارنګه د سیمه‌ییزو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د پراختیا ژمنه او د ترهګړۍ پروړاندې ګډه مبارزه او همغږي .
پورتنۍ پرېکړې ښيي چې سیمه‌ییز هېوادونه د افغانستان ثبات ته د یوې ګډې ستراتېژۍ له نظره ګوري او غواړي د بهرنیو ځواکونو له نفوذه پرته د سیمې امنیتي جوړښت تقویه شي .

د افغانستان لپاره د فعال غړي بلل کېدل یوازې یوه دیپلوماتیکه کړنه نه ده ، بلکې دا په عملي ډول د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د اوسني نظام د منل کېدو یو مهم پرمختګ ګڼل کیږي . که څه هم ملګري ملتونه لا تر اوسه افغانستان ته رسمي نړیوال مشروعیت نه دی ورکړی، خو سیمه‌ییز هېوادونه په تدریجي ډول د تعامل او همکارۍ سیاست د غوره کولو په حال کې دي تر څو افغانستان لدې سیاسي کړکیچ څخه ووځي
. په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان سیاست تر ډېره د لوېدیځو هېوادونو تر نفوذ لاندې و، خو اوس د ماسکو فارمټ د پیاوړتیا له امله د سیمې هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه خپله اغېزمنه ونډه ولري. دا بدلون د سیمه‌ییزې همکارۍ او د لوېدیځو ځواکونو د نفوذ د کمېدو څرګند نښه ده.

د ماسکو فارمټ له لارې د افغانستان لپاره فرصتونه او ننګونې دواړه شتون لري. له یادو فرصتونو څخه کیدای شي د سیمه‌ییزو هېوادونو له لوري د مشروعیت لاسته راوړل، د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو پراختیا او د امنیتي او سیاسي فشارونو کمول یاد کړو.
له ننګونو څخه بیا د ملګرو ملتونو ، اسلامي نړۍ ، د امریکا متحده ایالاتو او لوېدیځو هېوادونو له خوا د رسمي مشروعیت نه شتون، د کورني سیاسي جوړښت ناتکمیل، او د بشري حقونو او نړیوالو اصولو په برخه کې نړیوال فشارونه دي.

پدې توګه ویلای شو د ماسکو فارمټ وروستۍ غونډه د افغانستان لپاره یوازې یوه عادي دیپلوماتیکه غونډه نه ، بلکې دا د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د افغانستان د فعال رول پیل ګڼل کېږي. که د افغانستان اوسنی نظام وکولای شي له دې فرصت څخه په هوښیارۍ څخه ګټه واخلي کولای شي د نړیوال مشروعیت، اقتصادي همکارۍ او سیمه‌ییز ثبات په برخه کې یو مهم ځای خپل کړي. خو دا بریا به هغه وخت بشپړه شي چې کورني او نړیوال مسایل په متوازنه او مسوولانه توګه اداره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.