واک که د ملت لخوا ورکړل شي د شرافت نښه ده او د پردیو لخوا بیا د خیانت مهر دی .
زموږ د تاریخ د غمیزو یوه برخه هم د هغو کسانو نه پیژندل دي کوم چې تاریخ ته د “نامدارانو” په نوم وپیژندل شول.
دا شمیر افراد نه له ولس سره مینه لرله ، نه یې له زړه اړیکه ، نه یې خاورې ته درناوی درلود او نه هم د قربانۍ مخینه . خو دوی بیا هم د ټانکونو، روبلونو ، ډالرو او تبلیغاتي وسایلو پر اوږو د ملت په تقدیر حاکم شول.
د افغانستان معاصر تاریخ د استعمار د نوکرانو تاریخ دی . داسې کسان چې د بهرنیانو اجیران وو خو د ملت مشران وبلل شول.
ببرک کارمل، نجیبالله، حامد کرزی او اشرف غني هغه څېري دي چې له سیاسي ګمنامۍ څخه د پردیو په مرسته او له ملت سره د خیانت د لارې د واک پر تخت کښېنول شول. دا کسان هغه تصنعي او کاذب «رهبران» دي چې د ولس د غوښتنې او ارادې پرخلاف د استعمار لخوا ورباندې واکمن او وپیژندل شول . دوی ته ملت رایه نده ورکړې، بلکې سفارتونو یې په سر باندې تاج ایښی دی.
ببرک کارمل چې د شوروی استعمار یو پیژندل شوی ګوډاګی و چې د شوروي یرغل سره همزمان او د ولسمشر حفیظ الله امین وژل کیدو وروسته د شورویانو لخوا واک ته ورسید او د وطن د اشغال هرکلی یې وکړ. ببرک د شوروي پوځیانو یرغل ته یې د “دوستانه مرستې” نوم ورکړ حال دا چې هماغو دوستانو یې په ملیونونه افغانان شهیدان ، کلي یې ویجاړ او ملت یې له کورونو وشړل. کارمل د وطن او ملت استازی نه ، بلکې د شوروي د سفارتونو ترجمان و . ده د شورويانو له اجازې پرته یو ګام هم نشو اوچتولای ، او د ده واک یوازې تر هغه وخته و ، تر کومه چې د شوروي ټانکونو د کابل په سړکونو کې ګزمې کولې . ملت نه یوازې ده او د ده واکمنۍ ته مشروعیت ورنکړ ، بلکې د هرې ورځې په تیریدو سره د ده پر وړاندې کرکه ډېرېدله . خو بیا هم د برچې په څوکه او د تبلیغاتي ماشین له لارې ورته د ملتپالنې انځور جوړیده .
د ببرک تر سیوري وروسته بیا د نجیبالله تاج ګذاري وشوه . هغه یوازې د واک خاوند نه ، بلکې د خاد عمومي ریس په توګه د شوروي یرغل غندلو په تور د بیګناه خلکو د ګرفتاریو شکنجو ، وژلو ، استخباراتي لوبو او د سیاسي وحشت سمبول هم و . خاد ( خدمات اطلاعات دولتی ) چې مرکزي او جنوبي اسیا کې د شوروي کی جی بی ( کمیته امنیت دولتی ) یوه واک لرونکې او مقتدره څانګه وه ، په سیمه کې د شوروي استعمار د ګټو ساتندویه موسسه وه چې پراخ تشکیلات او لوړه مالي بودجه یې لرله کوم چې د مسکو لخوا تمویل کیده . خاد هغه بیرحمه دستګاه وه چې د هیواد هر وګړي چې د شوروي استعمار او د هغو ګوډاګي رژیم پر وړاندې به اواز اوچت کړ سمدلاسه به تعقیب ، ګرفتار او له راز راز سزاګانو سره به مخ شول . خاد چې نجیب الله یې مشري کوله د هیواد پخواني ولسمشر حفیظ الله امین د واکمنۍ ګڼشمیر کابینې غړي ، ګوندي او دولتي مشران ، کدرونه ، کارمندان او ډیری هیوادوال د انتي سویتیزم او د هیواد د خپلواکۍ څخه د دفاع په تور ګرفتار ، شکنجې ، زنداني او اعدام کړل . نجیب الله مسکو لخوا واک ته رسیدو سره هم مهاله د هغو د سپارښتنو له مخې د مصالحې شعار ورکړ خو مصالحه یې د زخمونو مرهم نه، بلکې د وحشت دوام و.
هغه د شوروي تر روزنې لاندې داسې یو ماهر مکار و چې د خلکو پر ضد د تبلیغ، جاسوسۍ ، تفرقې اچونې او شکنجې هنر یې زده کړی و. ده له یوې خوا د ملي روغې جوړې وړاندیز کاوه خو عملا یې د واکمنۍ جنګي سنګرونه ټینګول او د قومي ملیشو لخوا یې د بیګناه افغانانو شارګونه غوڅول . ده خلک د سولې په نامه خفه کړل او د حاکمیت په نامه یې ووژل .
له شوروي نیواک وروسته بل استعمار راغی . دا ځل د دموکراسۍ په نقاب کې د ناټو الوتکو سره یو نوی سړی راننوت چې نوم یې حامد کرزی و . هغه هم د نورو په شان د استعمار یو ګمنام سپاهي او غربي استعمار د ګټو او ارزښتونو حامي او د هغو یو نرم ژبی ترجمان و . ده د بن کنفرانس د یوې پردۍ پرېکړې له مخې واک ترلاسه کړ اما نه د ملت له رایې.
د کرزي حکومت د فساد، فامیلپالنې، او قومي انحصار تمثیل کونکی و . کرزي د دولت منابع له خپلو خپلوانو سره ووېشلې، د جګړهمارو قومندانانو ملاتړ یې وکړ، او ملت یې د ناورین، بېعدالتۍ او اداري فساد کندې ته ګوزار کړ . د کرزي له دموکراسۍ څخه نه یوازې وینې بهیدلې ، بلکې د ملت زړونه هم ټپي شول.
وروستی ګوډاګی اشرف غني و . اشرف غن یو مغرور، ځانغوښتونکی او د قدرت تږی و چې د نړیوال بانک له میز څخه د جمهوري ریاست تر څوکۍ راوستول شو. ده د “ملت جوړونې” خبرې کولې خو نه یې د ملت درد درلود او نه یې هم له ملي ارزښتونو سره مینه لرله. د غربي استعمار تر ولکې لاندې د ده واکمنۍ د درغلیو، تعصب، سیاستبازۍ ، غربپالنې، مالي ، اداري ، اخلاقي فساد او ناکامو پلانونو تر ټولو یو بدمرغه ترکیب و.
غني چې ځان یې متفکر ګاڼه، په وروستۍ ورځ کې یې دا برمته شوی ملت پرېښود، تېښتې ته یې ترجیح ورکړه او د نظام سقوط یې خپلو امنیتي ځواکونو، کارکوونکو او ولس پر غاړه ورواچاوه. دا هماغه شخص و چې د جمهوریت تر ټولو ستر مدعي خو خپله یې هم جمهوریت په شرمونو کې ډوب کړ او هم یې ملت ته د جمهوریت داسې یوه نسخه وړاندې کړه چې جمهوریت یې له شکل او ماهیت څخه نوم بدی کړ .
خو اوس اصلي پوښتنه دا ده چې ولې دا څېرې سره له دومره خیانت، وژنو ، اشغال، او فساد بیا هم طرفداران لري؟
ولې د دوی عکسونه د دوی په کورونو کې ځوړند او نومونه یې په درناوي سره یادیږي ؟
ځواب یې ساده خو دردونکی دی .
ځکه استعمار یوازې د ټوپک په زور نه راځي. هغه د ذهنونو اشغال هم کوي. هغه داسې ذهن جوړوي چې د قاتل او وژونکي جنایت یې تر سیوري لاندې راشي ، عام وګړي او ځوان نسل یې احترام او ورته چکچکې وکړي . اما د هیواد اصلي او واقعي اتل او خادم ته بیا غدار وویل شي .
د تبلیغاتو ماشین، د تاریخ تحریف، د ښوونیز نصاب جعل، او سیاسي جهالت دا ټول هغه عوامل دي چې یو غدار ته د مشر لباس ور اغوندي.
افلاطون وایي :
“کله چې ملت ناپوه شي، نو سپي به پاچا شي . “
چرچیل وایي :
“په سیاست کې تر ټولو خطرناک شی دا دی چې احمق ته عقلمن، او خاین ته وفادار ووایي .”
ناپلیون بوناپارت وایي :
“هغه ملت چې خپل تاریخ هېر کړي د هماغو تېرو غلطي ګانو تکرار ته مجبوریږي . “
ابراهام لینکن د امریکا متحده ایالاتو شپاړسم ولسمشر وایي :
“د خلکو د دوکې کولو تر ټولو اسانه لاره دا ده چې دوکهیې کړې، او پرېږدې چې پر خپل دوکه باور وکړي . “
په خواشینۍ سره چې افغان ملت همدا حالتونه تجربه کړي دي . زموږ ټولنه هغو کسانو ته چکچکې کړي چې زموږ وینه یې تویه کړې، زموږ خاوره یې پلورلې، زموږ ایمان یې سپک کړی او زموږ وطن یې د پردیو قرارګاه ګرځولې .
نو دا د تاریخ، وجدان، او ولسواکۍ غوښتنه ده چې دا څېرې نور د اتلانو له کتګورۍ څخه وباسو، د دوی اصلي څېرې وښیو، او د خپلو بچیانو او راتلونکي نسل ذهن د واقعي تاریخ له مخې وروزو. که چیرې دا کار ونشي نو سبا به یو بل ګمنام بیا د پردي په مرسته او بیا د ملت پر تخت کښېني او موږ به بیا د یوه قاتل قبر ته ګلان ږدو .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.