ملي یووالي ته اړتیا

غلام حضرت احساس

65

د هیواد په تېرو څه دپاڅه څلورو لسیزو کې د کورنیو جګړو، بهرنیو یرغلونو او سیمه‌ییزو سیالیو داسې طوفانونه تېر شوي چې نه یوازې یې د دولتونو بنسټونه نړولي ، بلکې د ملت د یووالي رېښې یې هم کمزورې کړې دي .
کال ۱۳۵۸ د جدي پر شپږمه نیټه پر افغانستان د پخواني شوروی اتحاد وسلوال یرغل ، د حفیظ الله امین او د هغه قانوني او خپلواکه واکمنۍ له منځه وړل او ترڅنګ یې شورویانو پورې تړلي افراد او ډلګۍ واک ته رسیدل ، مرګ ژوبلې ، ویجاړۍ او کډوالۍ ، بیا د مجاهدینو تر واک لاندې کورنیو جګړو ، ۲۰۰۱ کال کې د امریکا او د هغو غربي متحدینو یرغل، اشغال او شل کلنه جګړه ، تل په یوه بڼه تاوتریخوالی حاکم و او بهرنیو قدرتونو د خپلو ګټو لپاره د افغانانو د ملي یووالي پر رګونو لوبې وکړې . همدا بهرنی یرغلونه ، اشغالونه او لاسوهنې وې چې کله یې د دین په نوم، کله یې د قوم په نوم، کله یې د ژبې او سیمې په نوم د افغانانو ترمنځ بې‌باوري زیاتې کړې او ملت یې ټوټې ټوټې کړ ، تر څو بهرنیان وکولای شي خپل جیوپولیتیکي او استعماري موخې په اسانه ترسره کړي.

د بن کنفرانس هغه شرمونکې پيښه وه چې له مخې یې افغانستان یو ځل بیا د نړیوال زبرځواک تر مستقیم اشغال لاندې راغی . افغانستان خپله ازادي او خپلواکي مطلقا د لاسه ورکړه ، د جمهوریت او دموکراسۍ تر نامه لاندې یې یوه لاسپوڅې اداره جوړه کړه ، مشران او د چارو مسولین یې ورته د حامد کرزي ، اشرف غني ، غربی تنوکراتانو , جهادي او قومي ټیکه دارانو او شمالي تلوالو په ګډون وټاکل کوم چې د دوی بې واکه مریدان وو . دا جمهوریت او دموکراسي نه ، بلکې دا د افغان ولس د تباهۍ او تدریجي مرګ بله مرحله وه . په جمهوریت کې هغه کسان ، افراد او ډلې واکمنان وو چې تل یې هیواد کې د نفاق تخم شیندل ، قومونه او ملتونه یې پخپلو کې سره جنګول او یو په بل یې په بیسارې بیرحمۍ سره قتلول او دوی به مادام العمر د همدې قومونو ټیکه داران وو . خبره نهایت کې تر دې ځایه راورسیده چې یاده اداره په قومونو او ملیتونو وویشل شوه ، هر قوم دپاره جلا وزارت ، معینیت ، ولایت ، سفارت او داسې نور وټاکل شول . یاد وزارت یا ادارې کې اکثرا د یو قوم او د یوې ژبې وګړي وو چې افراد پکې د مسلک ، لیاقت ، کفایت او درایت پر بنا نه ، بلکې د قومي وابستګیو له مخې ټاکل کیدل تر څو افغانان یو واحد ملت نشي ، افغان ملت به د افغانیت پر بنا نه ، بلکې د قومیت پر بنا تعریف شي .

دا چې افغانستان د جغرافیايي موقعیت له اړخه داسې ځای کې یو پروت هېواد دی چې د لویو قدرتونو د رقابت ډګر ګرځیدلی ، دا موقعیت که له یوې خوا د تجارت، ترانزیټ او سیمه‌ییز اتصال ستر فرصت دی خو له بلې خوا دا فرصتونه هغه مهال له ګواښ سره مخ شي چې افغانان په خپلو کې سره متحد او یو موټی نه وي . کله چې ملت له داخله کمزوری وي، بهرني ځواکونه ډېر په لږ لګښت خپل اهداف پکې عملي کولای شي. کله چې ملت له داخله واحد، باخبره او منظم وي، هماغه جغرافیه چې نورو ته د سیالۍ میدان ښکاري، د همدې ملت د عزت، اقتصاد او سیاست د ځواک سرچینه ګرځي.

له بده مرغه افغاني سیاست له ډېرې مودې راهیسې داسې لیدل شوی او تنظیم شوی چې هره سیاسي ډله، هر نظام او هرې وسله والې ډلې هڅه کړې چې د یو بهرني زبر ځواک د برده ګۍ تر سیوري لاندې واک ته ورسیږي او د هغو د ګټو او اهدافو پلې کولو وسیله شي . د شوروي لاسپوڅو حکومتونو چې ببرک کارمل او نجیب الله یې مشري کوله ، هغوی مسکو ته په سجدو او په ټیټ سرونو د افغانانو د سرو وینو په تویدو سره یې د خپلې واکمنۍ ستنې ټینګولې . د شوروي اشغال او د هغو د لاسپوڅو واکمنیو پر مهال ، ملي نفاق په ملک کې رایج او هیوادوال مو په قومونو او ملتونو وویشل شول ، دلته ویلای شو چې زمونږ د هیواد ستره غمیزه او د قومونو ترمنځ نفاق ، دشمنۍ او د بل وژنې د شورویانو د یرغل او د هغو د لاسپوڅو واک ته رسیدلو پیلامه وه ، کوم چې قومونو او ملیتونو ویشلو او جلا کولو ته یې رسمي بڼه ورکړه .

نمونې په توګه حکومت کې د سرحدونو چارو وزارت د اقوامو او قبایلو په وزارت بدلول ، د همدې وزارت په تشکیل کې د ملیتونو چارو په نوم جلا معینیت ، قومونو او ملیتونو دپاره د ملک وسلوال پوځ په ترکیب کې د قومي او ملیشه یې قطعاتو نوې تشکیلاتي جوړښتونو منظورول او رسمي کول وو ، چې له کنډکونو څخه تر غونډونو ، لوا ګانو او فرقو پورې د قومي قطعاتو تر نامه لاندې په سپکو او درنو وسلو سمبال او لوړ مالي امتیاز او واک پر ورکولو او منلو یې د خپلو پوشالي حکومتونو څخه د دفاع په موخه جوړ او پدې توګه یې قومونه د یو بل پر وړاندې استعمال او یو بل یې ورباندې ګواښل . لکه شمال کې ازبکو قومونو کې د عبدالرشید دوستم ، پلخمري کې د سید کیان اسماعلیه مذهبه کورنۍ ، بغلان ولایت کې د حاجی نواب او حاجی نظام پښتنو قومي غونډونه ، تخار ولایت کې رشید تاتار ، صمد پاچا او د سازایانو قومي غنډونه او لوا ګانې ، بامیان ، دایکندي او هزاره جات کې د هزاره قوم قومي قطعات ، خوردکابل، خاک جبار، لوګر او نورو سیمو کې د کوچیانو قومي غونډونه او کنډکونه ، هرات ولایت کې د امیر سید احمد – زیارت جاه او داود هفت بلا غونډونه او لوا ګانې ، کندهار کې د عصمت مسلم ( عصمت پاچا) فرقه، چې همداسې ورته د هیواد ټولو ولایاتو او ګوډ ګوډ کې د هرې مذهبي ډلې او قومونو تر نامه لاندې قومې قطعات او جزو تامونه چې مستقیمه اداره یې د وخت خاد او دولتي امنیت وزارت په چوکاټ پورې تړلي وو . دا په حقیقت کې یوه پراخه استخباراتي پروژه وه کوم چې غوښتل یې افغانان او افغانان ملت پخپلو کې سره وویشي او په نهایت کې افغانستان د قدرت په ټاپوګانو یا جزیرو بدل او بیا یې ټوټه کیدو او تجزیې ته لاره هاواره شي . د شوروي اشغال وروسته جهادي تنظمونه واک ته ورسیدل چې هر تنظیم خپل بهرنی حاميان لرل. په هره نوې مرحلې کې به د داخلي سیاسي قوتونو تر شا بهرني لوبغاړي ولاړ وو. په دې منځ کې کله شوروي، کله امریکا، کله د سیمې او ګاونډي هېوادونه، په ځانګړې توګه پاکستان او ایران هر یوه یې هڅه کړې ده چې د خپلو امنیتي، استخباراتي او اقتصادي ګټو لپاره د افغانستان په کورنیو چارو کې مستقیمې لاسوهنې وکړي او هغو ته حکومتونه او پالیسۍ وټاکي . د همدې لوبو له امله د افغانانو ترمنځ د بې‌باورۍ، بدګومانۍ او بې‌اتفاقۍ اور تود پاتې شو .

نن چې افغانستان کې بهرنی اشغال ختم ، سوله او بشپړ امن تامین دی ، د هیواد بیا رغونې چارې په چټکۍ سره روانې او هیواد مو له اقتصادي محاصرې او سیاسي انزوا څخه په وتلو او د ودانولو سترې پروژې په پلې کولو سره هیواد مو د پرمختګ او ځان بسیاینې په لور روان دی ، بیا هم زمونږ په ګاونډ کی پروت هیواد پاکستان کوښښ کوي په راز راز پلمو او بهانو افغانستان د بې ثباتۍ سره مخ کړي . د افغانستان او پاکستان اړیکې نن یو ځل بیا کړکېچ ته تللي ، د افغانانو پر وړاندې د یوې نوې ازموینې دروازه پرانیستل شوې ده. پاکستان چې تل یې افغانستان باندې د خپلو امنیتي او استخباراتي ژوروالي او لوبو له امله اغیزې لرلې ، پدې وروستیو څو لسیزو کې یې په ښکاره توګه د هیواد کورنیو چارو کې لاسوهنې کولې ، اوس هم هڅه کوي په بېلابېلو لارو د افغانانو ترمنځ شک، بدګوماني او اختلاف ته لمن ووهي، تر څو خپل ستراتیژیک اهداف خوندي وساتي.

په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تروریزم، کډوالۍ ، ډیورند کرښې او سوداګرۍ په اړه ستونزې شته، خو تر ټولو ستر خطر دا دی چې پاکستان هڅه کوي افغانان په همدې حساس وخت کې په خپل منځ کې لا پسې ووېشي، ځینې پردیپال عناصر او ډلې ټپلې په ځان راټول ، هغوی تغذیه او تمویل او د هیواد نا امنۍ او بې ثباتۍ ته یې وهڅوي او د نفاق اچولو اور ته پکی وهي چې پایله کې ملي یووالی نور هم زیانمن کړي . نن مونږ عملا شاهدان یو چې یو شمیر له هیواده تښتیدلي بې ریښې افراد ، پردو پورې تړلي پردیپال د پردو په لمسون بهرنیو ملکونو کې بغارې او نارې سورې وهي چې “ ما افغان نیستیم “ . دا شمیر افراد چې له یوې خوا افغانان ویل کیږي ، د افغانی هویت او تابعت له مخې یې بهر ملکونو کې پناه اخستې اما اوس له افغانیت څخه منکر دي ، دا په حقیقت کې د هیواد ملي ارزښتنو او ملي ګټو پر وړاندې یو خیانت بلل کیږي . دا هغه شمیر افراد دي چې د شوروي او امریکایي اشغال پر مهال یې د افغانستان د تجزیې او ټوټه کیدو دپاره کار کاوه ، اما په خوښۍ سره چې دا شمیر بې ضمیره ، بې هویته او پردیپال د تل لپاره له دې هیواد څخه ورک او مړه به یې د پردیو هدیرو کې خښ وي .
له همدې امله ملي یووالي ټینګښت ته تر بل هر وخته ډیره اړتیا ده . که چیرې افغانان په خپلو کې سره متحد او یو موټی نه شي او یو بل ته سره لاس ورنکړي پایله به یې دا وي چې بیا به هم پردي ملکونه زموږ پر سر پرېکړې کوي او مونږ به په خپلو کورونو کې د نورو د رقابتونو تاوان ورکوو.

ملي یووالی په سیاسي او علمي مانا کې دا نه ده چې ټول خلک یو رنګ شي یا توپیرونه ختم شي . ملي یووالی هغه دی چې د یوه هېواد وګړي سره له دې چې په بیلابیلو قومونو ، ژبو ، مذهبونو ، سیاسي لیدلوري او سیمو پورې تړاو لري ، خو د هیواد ګډو ملي ارزښتنو او ګټو څخه د دفاع ، ساتنې او پالنې په خاطر سره همغږي او موافق وي . په افغانستان کې دغه ګډ بنسټونه ډېر واضح دي :
دین مو ګډ دی، خاوره مو ګډه ده، تاریخ مو ګډ دی، د خپلواکۍ او ازادۍ شهیدان مو مشترک دي، او فرهنګي دودونه مو په اساسي اصولو کې ډېر سره نږدې دي. اما ستونزه هغه مهال پیدا شي چې سیاست، تعصب او بهرنی نفوذ دغه ګډ عناصر د اختلاف او کرکې وسیله وګرځوي. که اسلام د زغم، ورورولۍ ، عدالت، مشورې او یووالي په مانا تفسیر شي، نو دین به د ملي یووالي تر ټولو قوي ستنه وي . خو که دین د تکفیر، نفرت او د بل د له منځه وړلو په ژبه بدل شي، نو دیني شعارونه به هم د تفرقې وسیله جوړه شي. همدارنګه که تاریخ داسې تفسیر شي چې یوازې یوه ډله، یو قوم او یو مذهب پکې اتل او نور ټول ګوښه او یو اړخ ته وشړل شي، نو تاریخ به هم د ویاړ پر ځای د اختلاف سرچینه وګرځي. افغانانو د احمدشاه بابا، میرویس نیکه، امیر امان‌الله خان، د خپلواکۍ د اتلانو، د شوروي اشغال پر وړاندې شهیدانو او د وروستیو جګړو د قربانیانو په شکل کې یو ګډ داستان لري. دا داستان هغه وخت د ملي یووالي پیاوړي سنګر باندې بدلیدلی شي چې ټول پکې خپل ځانونه وویني، نه دا چې یوازې یوه ډله ځان اصلي وارثان وبولي او نور بیا څنګ ته شي .

له قومي او ژبني پلوه افغانستان متنوع او کثیرالملیت هېواد دی هغې کې ټول قومونه او بېلابېلې ژبې د یوې ګډې جغرافیې او ګډ کور یانې د افغانستان ښکلی او رنګین انځور جوړوي. په معاصر سیاسي فکر کې تنوع خپله شتمني بلل کېږي، نه ستونزه . ستونزه هغه مهال رامنځته شي چې حکومت ، سیاست والان او ټولنه دا تنوع د دموکراتیک نظم، عدالت او قانون له لارې مدیریت نه کړي. کله چې یو قوم، یوه ژبه یا یوه سیمه د دولت په جوړښتونو، اقتصاد، تعلیم او چارواکو کې ځان څنډې ته احساس کړي، په طبیعي ډول د بې‌عدالتۍ احساس رامنځته کېږي او ملي یووالي ته زیان رسوي . له همدې امله هر هغه نظام چې غواړي پایدار او باعزته وي باید د میرمنو په ګډون د ټولنې ټولو قشرونو آګاه ، ریښتینې ، وطندوسته او زړه سوانده کدرونه او استازي د حکومتي ادارو برخه وګرځوي . قانون باید پر ټولو یو ډول پلی شي، انسان باید د انسان په حیث کرامت ولري، نه د قوم، ژبې او سیمې په نوم .

نلسن مانډیلا، چې د جنوبي افریقا د نژادي تبعیض پر ضد له اوږدې مبارزې وروسته د ملي یووالي سمبول شو هغه وایي : “ ملي یووالی هغه وخت رامنځته کېږي چې د خلکو تنوع ومنو او ټولو ته مساوي مقام ورکړو. یو ملت هغه وخت جوړېږي چې تور، سپین، مختلف قومونه او ژبې ځان په یوه ګډ کور کې وویني ، نه دا چې یو بل ته دښمنان وي “ .

د افغانستان په اوسني حساس پړاو کې پکار دی چې افغانان باید له هر بهرني نفوذ، په ځانګړې توګه د ګاونډیانو له استخباراتي لوبو څخه ځانونه خلاص کړي او د خپل هېواد د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره یو موټی شي. که چیرې مونږ په رښتیا خپلواک افغانستان غواړو باید د پردیو جګړو او رقابتونو لپاره وسیله نشو ، بلکې خپله د خپلې خاورې، خپل نظام او خپل سیاسي برخلیک په اړه پخپله تصمیم ونیسو. دا مسله نن تر بل هر وخته د افغانستان او پاکستان د اوسني کړکېچ په شرایطو کې ډېر ارزښت لري یانې افغانان باید د دې پر ځای چې د خپل هېواد دفاع او ملي ګټې هیرې کړي ، یو بل پر وړاندې د دښمنۍ پر تندو شعارونو او نیوکو باندې اخته او بوخت وي ، تر هر څه دمخه دیته باید لومړیتوب ورکړ شي چې د خپل هیواد ملي ګټې تعریف او هغو ته ژمن پاتې شي ، یوې ملي اجماع کې سره راټول ، پخپلو کې همغږي او متحد شي او بیا د هر متعارض ، بدنیته ، حریص ، دشمن صفته ګاونډي پر وړاندې ودریږي او د هغو سره د متقابل احترام اصولو پر بنا اړیکې تنظیم کړي ، نه دا چې د هغو د توطیو او دسیسو نه د تابعیت او کمزورۍ پر اساس، اړیکې تنظیم کړي.

ملي یووالي تامین او ټینګښت لپاره پکار دي چې :
۱- خلکو کې دې ذهني بدلون او ځان پوهاوی منځته راشي . هر هرڅوک باید په خپل ورځني ژوند کې، په کور، کوڅه، جومات، ښوونځي، پوهنتون او ټولنیزو رسنیو کې د کرکې، سپکاوي او تعصب له ژبې ډډه وکړي. که مونږ په ساده خبرو کې وایو ته داسې یې ځکه چې فلانی قوم یې ، هغه خلک هیڅ نه کېږي ځکه فلانی مذهب لري ، هغه خلک ظالم او بد دي چې فلانۍ سیمي ، ژبې او قوم پورې تړاو لري چې د بهرني اشغال پر مهال یې ډیر ظلمونه کړي او داسې نور . نو دا خبرې که هر څومره کوچنۍ ښکاري، د ملي یووالي پر رګونو ضربه ده. پر ځای یې باید د “ مونږ افغانان “ له ګډې اصطلاح کار واخلو، د یو بل ښېګڼې ووایو، د دښمنۍ پر ځای د نظر اختلاف تفاوت د طبیعي حق په توګه ومنو او د استدلال له لارې بحث وکړو، نه د سپکاوي او نفرت له لارې.

۲- دیني علماوو، استادانو، لیکوالانو او متنفذینو مسوولیت دی چې د جومات ممبر، پوهنتون تالار، د ښوونځیو ټولګي ، کلیوالي ناستو ، بنډارونو او د قومي مشرانو مجلسونه کې د ذهنونو جوړولو ځایونو په توګه ملي یووالي ته کار وکړي . که په دې ځایونو کې د دین، تاریخ او سیاست تفسیر د تعصب، غچ او نفرت پر اساس وشي، نو نسلونه به یو بل سره بې‌باوره لوی شي. خو که همدلته د ورورولۍ ، عدالت، زغم، مشورې او ملي ګټې پیغام ورکړل شي، نو نوي نسلونه به د یو ملت په توګه سوچ کوي او د هر بهرني نفوذ پر وړاندې به هوښیار وي.

۳- رسنۍ او ټولنیزې شبکې تر ټولو ډیرې اغیزې لري . نن ډېر خلک خپل فکر د تلویزیون، راډیو، فیسبوک، ټویټر، ټیک ټاک او نورو له لارې جوړوي. ځینې رسنۍ دي چې ځان د یوې ډلې، یو قوم یا یو بهرني مرکز د تبلیغ وسیله ګرځوي ، په مستقیم ډول د ملي یووالي پر ضد کار کوي اما بیا ځینې رسنۍ دي چې حقیقت وایي د ټولو غږ اوري ، د ملي ګټو دفاع کوي ، د تعصب پر ځای د فکر فضا رامنځته کوي او ملي یووالي ته خدمت کوي. ځوان نسل چې په ټولنیزو شبکو کې ډېر فعال دي باید د جعلي خبرونو، افواهاتو او دسیسو پر وړاندې باید هوښیار وي ، هر څه دې نه شېرکوي، لومړی دې فکر وکړي، سرچینه دې وڅېړي، بیا دې پرې تصمیم ونیسي.

۴- واکمن حکومتونه باید دې حقیقت ته غاړه کېږدي چې په زور ، جنسي تعصب او د قدرت انحصار د لارې واکمنۍ او حکومتولۍ دوام نه لري. دوامداره حکومت او ثبات هغه وخت ممکن دی چې نظام ټولو ته د ګډون، سیاسي مشارکت، تعلیم، کار او عدالت فرصت په منصفانه ډول ورکړي. له نړیوالو او ګاونډیانو سره اړیکې باید د متقابل احترام او ملي ګټو پر محور وي .
که یو ملت غواړي له اوږدو جګړو، بې‌عدالتۍ او تړلو زولنو څخه خلاص شي، باید تر هر څه وړاندې په خپل منځ کې یووالی رامنځته کړي. د افغانیت له مخې مونږ ټول که دننه افغانستان کې یو او که بهر کې ، که پښتون یو، که تاجک، که هزاره، که ازبک او که نور ، باید په اصولو کې په څو بنسټیزو ټکو او د مشترکې راتلونکې پر طرحو باندې سره خپلو کې په سلا شو هغه داچې : خاورې ته عزت، خلکو ته عدالت، سیاسي جوړښت ته شمولیت، اقتصاد ته خپلواکي او دین ته د زغم او ورورولۍ تفسیر. که دا ټکي او اصول ومنل شي نو بهرني لاسونه به ډېر کم څه وکړای شي او که چیرې ونه منل شي، هر بهرنی قوت به مونږ د یو بل په مقابل کې ودرولی او کارولی شي.

د افغانستان راتلونکی مونږ پخپله تر هغه وخته نشو ټاکلی تر څو چې مونږ د یو بل لاسنیوی نه وي کړی او د یو بل پر وړاندې د ټوپک پر ځای د تفاهم، فکر او عدالت لاره نه وي انتخاب کړې. نن تر هر بل وخت په پرتله ملي یووالی یوازې شعار نه، بلکې د بقا، عزت او راتلونکي لپاره ستره اړتیا ده.

د دوزخ کنده که د یرغلګرو هدیره

 

Our Pashto-Dari Website

دعوت میډیا ۲۴

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.