د خاموشو انسانانو سیاست / شپاړسمه برخه 

لیکوال: عبدالسمیع واحدي

60

شپاړسمه برخه 

….په تیر پسي

1380 د عقرب په 26 زه د کلي نه، جلال اباد ښار ته راغلم د ښآر فضا او سیاسي حالات بدل وو، حاجي عبدالقدیر د ننګرهار والي تعین شوی وو. مګر د ننګرهار ولایت د امنیتي موضوعاتو کنترول د حضرت علي د وسله والو سرګروپانو لاس کي وو چي اکثریت د ننګرهار د پشه يي قوم څخه دي.

د هیواد په شمال صفحاتو یعني قلعه جنګي کي د طالبانو د شکست او هلته زرګونه د مدرسي زلمکي طالبانو (چي اصلا له هیڅ نه خبر نه وو، په تیارو کي ساتل شوي داسي ځوانان ووچي اکثریت د غریب او ناداره کورنیو پوري تړاو درلوده، د ښه ژوند هیلي یواځي د مرګ نه بعد ورته وعدي ورکړل شوي وي، د ددوی له جذباتو نه ګټه اخیستل شوی وو) د ټولوژني خبر مو له راډیو ګانو واوریده، ما چي د طالبانو په لیکو کي د وړو جنګیالیو ژوند او فکر عملا لیدلی، دا خلک د ترحم وړ وو نه د وژلو، اصلا باید د دي ډلي مشران سخت مجازات او په سزا ورسول شي، مګر هلته خو يي مشران لکه ملا فاضل، ملا عبدالسلام ضعیف یا نور بیرته خوشي شول یا ځیني یي ګوانټانامو ته انتقال او دوه لسیزي وروسته بیا ځلي واک ته ورسول شول، مګر د صف جنګیالي چي مطلق اکثریت يي د غریبو کورنیو څخه وو په ډلیز ډول تر خاورو لاندی شول او میندي يی  بوري شولي. د طالب په صف کي د وړو جنګیالیو 5 کلنه جګړه او قرباني هیڅ شوه، د نړیوال ایتلاف او شمال متحدي جبهي سره په نښته کي طالبان مات شول، ملا عمر په شمال کي خپل زرګونه وفاداره جنګیالي ددوي سرسخته دښمن یعني د جنبش ملي اسلامي ډلي رحم وکرم ته وسپاره،او کندهار کي تر یوي سختي جګړي ورسته  نوموړی خپل لښکر بي سر و سامانه په میدان خوشي کړ او خپله د پاکستان او افغانستان ترمنځ قبایلي سیمي ته په تیښته بریالی شو او هلته يی پټنځای جوړ کړ.

عام ولس د طالبانو د پنځه کلن استبداد او دیکتاتورۍ نه په تنګ وو او د نوي حکومت جوړیدو ته خوشحالي او امیدونه بیا ځلي تازه شوي وو، د ګاونډیو هیوادونو څخه په داوطلبانه شکل د افغانن مهاجرینو راستنیدل چټک او ګړندی شوی وو، اکثر لوستي، مسلکي او په کار پوه خلک د هیواد غیږي ته راستانه شول. حکومتي بنسټونه بیا ځلي احیا شول، د انجونو په مخ د ښوونځی دروازي پرانستل شوي او ژوند پیل شو.

زما یو شمیر د ښوونځي ملګري د بهرنیو نظامي ځواکونو سره ترجمانان یا هم نورو برخو کي همکاري پیل کړه، ځيني ملګري مي لوړ تحصیلات په همدي خاطر وځنډوله  چي دندي واخلي، مګر ما خپلي لوړي زده کړي مهم وبللي او کومه بهرني موسسي یا نړیوال ایتلاف پوري اړوند ادارو سره مي د د وظیفي ترلاسه کولو هڅه ونکړه، کاکا (پلار) مشوره همدا وه چي لمړی درسونه تکمیل کړه وظیفي سره به بیا ګوري، خپله کاکا هم د ملي اردو لیکو کي د بیا ځلي وظیفي د کارونو پسي راووته او غوښتل يي چي رسمي وظیفه واخلي. د همدي کال د جدي په میاشت کي مونږ یو ځل بیا کډه جلال اباد ته انتقال کړه او هلته د مستوفیت سره نږدي یو کور په کرایه کړ.

 د 2001 دسامبر میاشت د المان په بن ښار کي د افغانستان په رابطه غونډه جوړه شوه او حامد کرزی د موقتي اداری مشر وټاکل شو، دا چي ژمی موسم وو او کابل پولی تخنیک پوهنتون ژمني رخصتي وي زه تر حمل میاشته پوري جلال آباد کي پآتی شولم او هلته مي د دوا کار وبار ته ادامه ورکړه، د طالبانو په وخت کي چي د افغانستان اقتصادي وده په ټپه دریدلي وه او زیر صفر وو د نوي اداري په جوړیدو د  ملي اقتصاد وده نسبي ښه شوي وه او بازار کي پیر او پلور هم زیاد شوی وو ځکه نو زما کار وبار هم رونق پیدا کړی وو.

زه او زما ټولګیوال 2002 زیږدیز کي چي د 1381 هش سره سمون خوري دوباره درسونو  ته راستانه شولو، دا چي مونږ باید د اتم سمستر امتحانونه 1380 په قوس کي خلاصي کړی واي مګر د تحولاتو په راتګ سره زمونږه سمستر ځنډ سره مخ شوی وو ځکه نو مونږ د اتم خزاني سمستر امتحانونه 1381 کال جوزا میاشت کي تکمیله کړه، دا وخت نو د پوهنتون فضا بشپړه بدله وه، اسلامي ثقافت غیر ضروری مضامین حذف او مسلکي درسونه یو ځل بیا خپل ځآی پیدا کړ، اناث محصلین او استادان یو ځل بیا پوهنتون کي لیدل کیده، د تیرو کلونو څخه 4 پاتي محصلین چي دوه نارینه او دوه ښځینه محصلیني وي او د بیلابیلو د لایلو په وجه درسونه يي پریښي وي مونږ سره دوره کي رایوځآی شول. په دي ترتیب زمونږ د همصنفیانو تعداد 9 کسانو ته ورسیده. مونږ ته ددي نوي دور ډیره برخه خوند راکوه او مثبت ټکي پکی زیاتي وي، د بیان ازادي، سیاسي ازادي، د ولسواکۍ  د اصلونو تمثیل  هغه مثبت ټکي وي چی افغانستان لمړي ځل دپآره تجربه کولي.

زه او زما د اطاق ملګري د پولی تخنیک په لیلیه کي د لمړنیو هغه کسانو څخه وو چي د طالبانو تر تیښتي وروسته صنف ته د تګ دپآره دریشي (پتلون، یخن قاق) مو  واغوسته او درس ته کیناستو، زه انجنیر جلیل احمدزی، الیاس الیاسی، او انجینر میرویس سنجر په نوي لباس کي لیلیه کي رآڅرګند شولو، زمونږه لباس  د لیلیي ډیرو نورو محصلینو ته تعجب آوره وو او زیادتره به راپسي پسي شا منفي خبري کولي. ځیني بیا چي صمیمي دوستان مو وو مخامخ راپوري ټوکي ټکالي کولي.

هایدروتخنيک دیپارتمنت کي نوي استادان یا هغه پخواني استادان چي د طالبانو د سختګیرانه کړن لارو له امله وظیفي پریښي وي او اکثر مهاجر شوي وو بیرته راستانه، مقرر او دندي اشغال کړي، د پوهنتون تعلیمي، سیاسي ، او ټولیزه فضا بدله شوی وه، جدید الشمول محصلین چي اکثره د خپلو کورنیو سره د مهاجرت نه راستانه شوی وو نظر تیرو دورو ته یو څه ښه وول د معلوماتي تکنالوژی سره اشنا او د نړیوالو ژبو سره بلد ځوانان وو.

د هیواد سیاسي تحولات په محصلینو هم خپل اثرات پریښي وي او ځیني محصلین د پوهنتون په فضا کي قومي، ژبني او سمتي تعصباتو ته لمن وهل پیل کړی وو، د طالبانو د ناسمو سیاستونو او د دوي د تشدد نه ډکي پالیسي له امله چي خپل حاکمیت دوران کي د خلکو سره کړي وي په وجه يي پښتانه ځوانان اکثر د نورو له خوا د پیغورونو سره مخ ول، د پولي تخنیک پوهنتون اکثر محصلین فعالو سیاسي او ټولنیزو سازمانو غړیتوب او یا ورسره په ښکاره او پټه همکاري ته اماده شوی وو.

دا چي د 2002 زیږدیز د جون د میاشت کابل کي د  انتقالي حکومت د ایجاد دپاره لویه جرګه رابلل شوی وو او ددغه جرګي دایرولو دپاره د پولی تخنیک پوهنتون په پام کی نیول شوی وو ځکه خو محصلین یو ځل بیا رخصت شول او دا رخصتي تر  یو میاشته پوري دوام پیدا کړ، لویه جرګه حامد کرزی د انتقالي اداری مشر اعلان کړ او نوي کابینه جوړه شوه، مګر دا کابینه یو ځل بیا د تیرو جهادي هغو ډلو لاسته ولوید چي کلونه يي خپل منځي جنګونو کي د افغانستان ښآرونه وران او خلک يي وژلی وو، په دي توګه امریکا او غربي ایتلاف  هغه ډلي ټپلی په افغانانو تحمیل کړي چي د بشر د حقونو ناقضین، جنګ سالاران او لکونو بی دفاع انسانانو قاتلین وو چي ملت رټلی او استفراق کړی وو. دا هغه ډلي وي چي اصلا په ولسواکې او جمهوریت يی باور نه درلود  او کلونه يي د مترقي او ولسواکو جریانونو په ضد جنګیدلي وول، خو اوس د نړیوالي ټولني د یو مصلحت له مخي په یو جمهوري نظام کي لوړي څوکیو باندي وګمارل شول. تر لوي جرګي وروسته چي مونږ بیا ځلي پوهنتون ته راغلو دا وخت نو د لیليي اطاقونه ترمیم او نوي شوي وو، ښه لوکس فرشونه، نوي چپرکټي، پاک او نوي البسه يي مونږ ته راکړه، د بهداشت سیستمونه هم رغول شوي وو، د ډوډی غذايی مینو هم تر پخوا ښه شوي وه، او دا هر څه پدي وجه وو چي دا مواد د لوي جرګي د ګډون کوونکو دپآره اماده شوي وو چي وروسته بیا د پولي تخنیک لیليي ته تسلیم ورکړل شوی وو.

د انتقالي حکومت د لوي جرګي نه وروسته زمونږه درسونو روند یو ځل بیا عادی شو او د نهم سمستر د درسونو د تکمیل کولو وروسته مونږ د سیمنیار (دفاع دیپلوم) کارونه پیل کړ، د دفاع دیپلوم یا هماغه سمینار کي زما رهنما استاد پوهنمل محمد نسیم نسیمي وټاکل شو او د مجمتع ساختمان های هایدرو تخنیکی محور دوم نغلو زما د تیزس یا سیمنار د دفاع  موضوع دپاره انتخاب شو.

زما د پوهنتون د دوري پنځم کال وو چي یوه  ورځ کاکا ناڅاپي لیلي ته راغئ او ما اطاق ته رهنمايی کړ، تر څو یو شیبي ناستی وروسته ماته يي وویلي چي ما سره ولاړ شه چرته ځو، آمادګي مي ونیو او ورسره روان شوم وروسته پوه شوم چي کاکا زما دپاره پلان نیولي چي باید متحل شم، څو ورځی وروسته احوال يی راولیږه چي انجنیر محمد امین یادګاري  د لور نیلاب یادګارۍ سره زما د کوژدني مراسم ترسره کیږي باید آماده واوسئ دا وخت زه  د عمر په 21 کلني کي وم.

2002 کال کي د کاکا  کابل ته د کور د انتقال تصمیم ونیو، دا چي خپله هم کابل د ملي اردو اړوند نظامي تربیوی مرکز کي شامل شوی وو او ما هم د تحصیل دوره بشپړوله نو چي باید جلال آباد ترک او ارزان قیمت (احمدشاه بابا میني) ته انتقال شو، په همدي خاطر کابل کي خپل نیمه نړیدلي کور ته مو کډه انتقال کړه.

ما د نورو ټولګیوالو سره په څنګ او همکاري خپل د دفاع پروژه تکمیل کړه او بالاخره د 2003 کال جولای میاشت کي خپل فراغت تصدیق او سند مو ترلاسه کړ.

د کاکا او مشر تره په مشوره تصمیم دا شو چي زه باید لمړی حکومتي یا دولتي دنده واخلم او له همدي ځآیه يي پیل کړم پرمختګ او یا د معتبرو ادارو سره کار کول وروستي ګام دی، بنا زه هم د فراغت رسمي اسناد چي د پوهنتون اداري  شعبات  د لوړو زده کړو وزارت او له هغه ځآیه بیا نورو اداراتو لکه د کار آو ټولنیزو چارو ریاست ته یی صادروه تعقییب کړ او یوه عرض پاڼه مي د کلیو د پراختیا وزارت ته وسپارله مګر د 10 ورځو په تیریدو هغوي ماته د هو یا نه ځواب رانکړ حتا زما سپینه (پرته له حکمه) عرض پاڼه يي هم ماته رانکړ د حنیف اتمر چي هغه وخت د کلیو پراختیا وزیرو  د ریاست دفتر یو کارمند راته په تنده لهجه وویلي: ته ما کله نه يي لیدلي عرض پاڼه به دي همدلته کاغذونو منخ کي چیرته وي که مخته راغئ فکر به پری وکړو.

 سره له دي چي زه یوه چهارشنبي ورخ چي حنیف اتمر خپله مستقیم مراجعینو سره لیده کاته کوه ورغلم او خپل مشکل می ورته وریاده کړه حنیف اتمر ماته وویلي:

 ستا په عرض پاڼه حتما غور کوم خپله عریضه اړوند شعبي ته وسپاره! خو سره له دې هم له دوي نه ما کوم سم ځواب ترلاسه نکړ.

خو په بله ورځ مي د اوبو د منابعو، اوبو لګولو او د محیط زیست وزارت د اوبو د منابع او هایدرولوژي ریاست ته مراجعه وکړه، ددي ریاست عمومي ریئس سلطان محمود محمودي وو چي ما د محصلي وخت د پراکتیک دوره کي لیدلي وو،  سلطان محمود زه نه پیژندلم ځکه هغه ته ما غوندي ډیر کسان معرفي کیږي او د دومره ډیرو کسانو څهره د چا په یاد نه پاتي کیږي، ځکه نو ما ورته ځان معرفي کړ، او خپله غوښتنه مي ورسره شریکه کړه، ما مخکي نه کومه عریضه نه وه ترتیب کړي ځکه فکر مي وکړ چي باید اول سلطان محمود وګورم که د تقرری دپآره رضایت يي وو او کوم کار يي دلاسه کیده ماته به ووايي او ورپسي به زه اقدام وکړم، زما د توقع سره سم سلطان محمود محمودي چي د افغانستان د بدخشان ولایت اصلي اوسیدونکی دی زما د تقرر او پوره همکاري ډاډ يي راکړ راته يي وویلي:

راکړه عرض پاڼه دي! چي همدا اوس دې معرفي کړم.

زه:

عرض پاڼه خو مي نه دي لیکلي.

محمودی:

صبر وبه يی لیکو. خپل سکرتر ته يي غږ کړ او زما سره د پوره همکاري او د عریضي د ترتیب امر يي ورته وکړ. د محمودي اجرایه مدیر شیر محمد نومیده  اداره کي او د همکارانو په منځ کي په شیر مشهور وو، هغه زه خپلي شعبي ته بوتلم او مونږ دواړه په ګډه عرض پاڼه ترتیب کړه. ورپسي سمدلاسه سلطان محمود د ریاست دخوا خپله موافقه د عریضي په مخ کي ولیکه او زه يي د وزیر شعبي ته رهنمايی کړم چي د وزیر صیب حکم باید واخلم. 2003 کال کي د اوبو د منابع او محیط زیست وزیر محمد یوسف نورستاني وو. نورستاني صیب په ورین تندي ما سره ستړي مشي وکړ او زما د لاس نه يي عریضه واخیسته، هغه یواځي د محمودي د موافقي برخه ولوسته او ماته مخاطب شو، غواړي ډریور مقرر شي؟

زه: نه

پرته له ځنډه نورستاني:

کمپیوتر کار يي؟

زه: نه پولي تخنیک نه فارغ یم انجنیری بست کي غواړم مقرر شم.دي وخت کي نورستاني ماته مخ واړوه او دقیق شو راته ویل يی کله فارغ يی؟

زه:

د همدي راون کال فارغ یم 15 -20 ورځي کیږي چي د فراغت تصدیق مي ترلاسه کړئ.

نورستاني صیب زما ظاهري قیافي ته په کتلو ځکه زه هغه وخت نظر خپل نورو هم دوره ملګرو کي کم سنه وم  یا قوارتا کم سنه معلومیدم، دا پوښتني وکړي، زما د عریضي په مخ پاڼه کي احکام ولیکله او خپل ریس د دفتر يی راوغوښت او ورته يی وویل:

د انجینر صیب ( اشاره يي ماته وه) عرض پاڼه تعقیب کړه او د تقرري يي ماته اطمینان راکړه! او دي وخت کي زه يي مخاطب کړم که کوم ریاست یا شعبه کي دي چرته کار بند شو حتما ما په جریان کي کړه او مستقیم ماته راشه. د رخصتولو وخت کي ما سره  د دفتر تر دروازي راغې او راته يي وویل ستر کار دې کړی چي پوهنتون دې لوستي او وسله وال جنګیالی نه يي، ښه راتلونکي درته غواړم. لاس مو سره ورکړ او خداي په آماني ویلو سره يی زه رخصت کړم.

تر دي لیدني مخکي ما کله نه د محمد یوسف نورستاني سره ملاقات شوی وو نه مي د هغي نوم اوریدلی وو او نه مي هم پیژنده، د نوموړي خپل اخلاص وو چي ما سره يی وکړ او زه تري منندوي یم. تر دي لیدني وروسته یو بل او آخري ځل همدي وزارت کي په یو سیمینار کي چي د UNFAO د موسسي له خوا په لاره اچول شوی وو یوسف نورستاني ما ولیده چي هلته يي د سیمنار پرانست غونډی ته يي وینا وکړه.

زه عریضه (چي د وزیر امضا پکي وو) په لاس بیا ځلي د محمودي شعبي ته ورغلم او ورته مي عریضه وښودله چي وزیر صیب احکام کړی، نوموړي بیا ځلي شیر محمد راوغوښته او زما د کارونو  د تعقیب يي ورته وویلي او امر يی وکړ چي انجینیر صیب سره وګرځه ځکه دي په دولتي دوایرو کي نابلده دی. شیر محمد زما کار تعقیب او د منابع بشري تر مدیریته چي هلته بیا پ 2 لیکل کیږي ورسوه، د منابع بشري مدیریت د اداري ریاست نه یو مکتوب ماته راکړ چي زما د فراغت تصدیق يي د کار او ټولینزو چارو وزارت نه غوښتی وو.  هلته هم یوه ورخ کي مي بیرته د خپل لیک ځواب تر لاسه کړ او اړوندي شعبي ته مي وسپاره،  زما د تقرر ټوله پروسه 10 ورځی وخت ونیو او شعبه کی د هغو ملګرو سره یو ځآی شوم چي اکثریت يی د پوهنتون د دوري نه ما پیژنده خاص هغه همکاران چي لیلیه کي راسره اوسیدل. دا چي زما تر تقرري مخکي شیر محمد د ریاست  همکارانو ته زما په اړه خبري کړي وي ځکه نو همکارانو د دا ډول پوښتنو سره مخ شوم، وزیر څنګه پیژنئ؟ دا ځآی دي څنګه پیدا کړ؟ کارونه دې څنګه دومره تیز او ژر خلاص شو؟

ما فکر وکړ که دوي ته د نه پیژندلو ووایم خو دوي يي نه مني او بحث راسره اوږدوي او ځينی وخت کیداي شي په ما شک وکړي او بعضي مسایل زما نه پټ کړي ځکه نو زما ځواب ورته دا وو چي نورستاني صیب مقرر کړی یم او خپل ریس د دفتر ته يی هدایت کړی وو چي زما کارونه مستقیم تعقیب کړي ځکه مي کارونه ژر خلاص شول. خو اوس ستاسي همکار یم او خپل د تعهد او تاسي ته د اخلاص درلودلو له  پلوه درته ډآډ او اطمینان درکوم.

د شعبي اکثر همکاران مي ډیر اخلاص مند، روشنفکره او متعهد خلک وو او ځیني لا هم ددې یاد دښت تر لیکلو راسره دي او د یوي واحدي کورني د غړو په ډول ژوند کوو.

د تقرر په دریمه ورځ زه یو ځل بیا د منني په پار چي باید له هغه يی وکړم د داکتر محمد یوسف نورستاني دفتر ته ورغلم، هلته د دفتر ریېس تر روغبړ وروسته راته وویل:

وزیر صیب د نړیوال بانک استازو سره جلسه لري او بوخت دی، دوام کي وویل زه به ستا د راتګ او پیام به حتما ورته ووایم ستا د راتګ نه د وزیر صیب د خوا زه مننه کوم او خپلو چارو کي درته بریا غواړم په دې جملي  سره چي کله هغه تمامه کړه، ما تري مننه وکړه  رخصت اجازه مي واخیست او راووتم خپلي شعبي ته راغلم. ……

نور بیا

ټیټ پوړی مامور/ پنځلسمه برخه 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.