دري ځلي، عین تاریخي واقعات

لیکوال: عبدالسمیع واحدي

53

نږدي یوه پیړي یا تیر سل کلونو کي افغان ترقي خواه او آزادي خوښونکي دولتونه هرځلي د بهرني ځواکمن هیوادونو  په لمسون، د افغان مذهبي ډلو په واسطه، لکه د امان الله خان مشروطه شاهي  د انګلیسي استعمار د توطيی په اساس د ملا لنګ او حبیب الله کلکاني او ددوي د پلویانو په ذریعه ، داکتر نجیب الله په مشري جمهوري دولت، د غربي او عربي دولتونو په لمسه د اخواني او سلفي جهادي ډلو په واسطه، او د داکتر اشرف غني په مشري اسلامي جمهوريت د امریکا او پاکستاني استخباراتو د یوي دسیسي په اساس د دیوبندي فرقي تندلارو پیروانو  په لاس چي د افغانستان د تعین شوو کرښو نه بهر روزل شوي دي، ړنګ کړل شوي دی.

د امان الله خان د مشروطه شاهي د نسکوریدو په اړه مي په تاریخي لاسوندونو او لیکنو کي لوستی، مګر د داکتر نجیب الله او داکتر محمد اشرف غني د واکمنیو سقوط زما د سترګو تر مخه تیر شول.

مغل، پرنګیان، امریکایان او اوس پنجابیان د مذهبي ډلو د ملاتړ او د روحانیونو د تقويي  دلاري توانیدلي دي چي افغانستان کي د ملي، مترقي او ولسواکو نظامونو د تاسیس مخنیوي وکړي یا هم که کله د تاریخ په کومه مقطع کي د اوږد مهاله مبارزو په پایله کي او د مخلص افغانانو په هلو ځلو دلته د ولس د ارادي په اساس نظامونه ایجاد شوی، د همدي عواملو له امله بیرته  ړنګ کړل شوي دي او شاتګ پاله ډلي اوږده کلونه په نامتمدن ډول سیمه کي واک چلولي.

استعماري ځواکونه د څو لاندي ذکر شوي مهمو دلایلو له امله دریمه نړی یا هم افغانستان  کي یو پراخ بنسټه حکومت چي د ولس دارادي په اساس رامنځته وي، نه خوښوي او د خپلو اهدافو په وړاندي خنډ ګڼي.

–         د ولس د ارادي په اساس  رامنځته شوی ملي او مترقي دولت د ولسي مشروعیت څخه برخمن وي په دي توګه  بهرنی سیاسي او نظامي ملاتړ ته  يي اړتیا کمیږي.

–          قانون پکي واکمن او د ټولني هیڅ فرد یا ډلي د قانون څخه پورته نه وي بلکه په ټولو یو شان قانون پلي کیږي.

–          حکومتي مسولین ولس ته ځوابګویه وي او د دولت مشر هم د قانون تابع او د ولس خدمتګار وي.

–          د هیواد ټول وګړي پرته له تبعیضه د ورته (یو شان) برابر ښاروندي حقونو څخه برخمن وي.

–          عدالت پکي تامینیږي چي ورسره د ولس د پراخ ملاتړ څخه برخمن کیږي او یو سیال دولت رامنځته کیږي.په دي توګه  هیواد کي سیاسي ثبات ټینګیږي، پایدارکلتوري، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ته لار هواریږي چي دا ټول د بهرنیو استعماري ځواکونو د موخو په وړاندي سپر یا خنډ کیږي، افغانان د استعمار د توغه خلاصي مومي او افغاني ټولنه د خپل برخلیک د ټاکلو او د خپلو طبعي شتمنیو څخه د ګټي اخیستي توان پیدا کوي او دخپلو ملي ملکیتونو اصلي او حقیقي واکداران ګرځي. چي دا حالت بیا هیڅ استعماري خواک ته د منلو وړ نه دی.

مذهبي تندلاري ډلو مبلغین، فعالین او غړي چي خپله په صنعت او د انسان د اړتیا وړ توکو په تولید کي مستقیمه برخه نه اخلي، د خلق الله په خدمت باور نلري بلکه دعوا لري چي د دین په خدمت کي دي، عام مسلمانان د دنیا ترک ته دعوتوي، دین په نورو د تسلط او حاکمیت وسیله ګرځوي، وطني ملي ارزښتونه د دیني ارشاداتو خلاف (کفر) ګڼی او هر وخت چي اړتیايي شي دین په خپله ګټه تعیبر او تعریفوي، ځآن ورته د ځمکي په سر د خداي رسمي نماینده ښکاري، د ملي دولتونو ړنګول چي له امله يي سیاسي خلا رامنځته کیږي د خپلو ډلو دپاره یو فرصت ګڼي تر څو سیاسي واک دوي ته لاسته ورشي.

د استعماري لویو ځواکونو او تندلارو مذهبي فرقو ترمنځ هغه ګډ یا مشترک هدف  یعني د ولسواک، مترقي او روشنګرو دولتونو د تاسیس مخنیوي او یايي ړنګول دی چي دغه دواړه لوري په یو واحد صف کي د دغه مشترک موخي د تعقیب دپاره سره همغاړي کوي.

په نږدي تیر، شلمه پیړی اواخر یا د سوړ جنګ په دوران کي د امریکا او انګلیس په مشری غربي ټلواله، ځینی عربي دولتونه او د دوي سمیه ایز همکاران (پاکستاني حکومت) د شوروي په وړاندي د افغانستان د مذهبي فرقو ملاتړ د لاري د سوسیالیستي نظامونو سره د مقابلي ډګر ته ښکته شول، تر څو شوروي سوسیالیستي جمهوریتونه پري مات کړي مګر ددغو ټولو داخلي او کورنيو حلقاتو موخه یا هدف افغانستان کي د یو با ثباته ملي، ولسواک او مترقي نظام ایجاد نه وو او نه دی.

په همدي خاطر د غربي متحدینو د خوا روسي بلاک ته تر ماتي ورکولو، د سوسیالیستي جمهوریتونو تر پاشل کیدا او د افغان اخواني او سلفي تندلارو ډلو په واسطه د افغانستان د جمهوري دولت چي دا وخت له بهرني ملاتړ پرته په خپل مټ يي جګړه رهبري کوله،(1371) کال کي افغان حکومت ته تر سقوط ورکولو وروسته هغه تنظیمي ډلي ټپلي چي دلته واک ته ورسول شول، په خپل منځي اندوخړ کي ښکیل او د نړي تر ټولو وحشیانه فرقه يي جنګ مثال يي قایم کړ، که څه هم داکتر نجیب الله د ملی پخلایني پروسه اعلان کړه، وسله والو اورپکو ته د سیاسي مخالفتیو اصطلاح وکاروله، د ګوند نوم، دولتي نښآن او دولتي بیرغ يي تبدیل کړ او غوښتل يي چي افغانان یو با ثباته سولي ته ورسیږي، مګر د بهرنیو توطیي چي د بنین سیوان د سولي د پروګرام په شکل تر لاس لاندي وو، د داکتر نجیب الله د ملي پخلایني پروسه يي سبتوتاژ او ناکامه کړ، کور دننه افراطي ډلي چي د پردیو په ملاتړ مغرور وو د داکتر نجیب د سولي پیام او اصلاحاتو ته يي هیڅ توجه ونکړه بلکه نظام د سقوط ته يي شیبي شمیرلي، خو دغه مذهبي تنظیمي ډلي  قدرت تر رسول کیدو وروسته ثابته کړه چي دوي نه يواځي په محلي حکومت داري نه پوهیدل بلکه د افغانستان د دولت ټول بنیادونه يي ونړول، ملي وحدت يي زیانمن، ملي شتمني يي لوټ او د افغانستان نړیوال حیثیت يي پایمال او د ښمنانو پښو ته يي وغورځول. د همدغه اندوخړ په دوارن کي وو چي افغانستان د بهرنيو اورپکو او نړیوال تروریستي سازمانونو په آمن ځآي بدل شو او لکونه تعداد بهرني بي بندو باره جنګیالي د افغانستان لويو ښآرونو کي میشت شول. د نړیوالو ترهګرو سازمانو موجودیت، لوی استعماري ځواکونو ته دا فرصت  په لاس ورکړه چي په یو لوي ایتلاف کي ګران وطن افغانستان کي  مستقیم نظامي، استخباراتي او سیاسي حضور پیدا کړي، لوي نظامي پایګاوي تاسیس کړي او خپل سیمه ایز رقیبان له همدي ځآیه وڅآري او وګواښي.

 2001 کال کله چي نړیوال نظامي ایتلاف عساکر افغانستان کي پیاده شول دوي د هغه وخت د واکمن ټیم یعنی د طالبانو د امارت تر نسکورولو وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ساختار د ایجاد څخه ظاهرا ملاتړ وکړ، مګر په دغه نوي دولتي جوړښت کي د (جهادي اخواني، شیعه، او پیران) تنظیمي جهادي ډلو کسان ځاي په ځاي شول او د افغانستان د خلکو سیاسي استازیتوب ته وګمارل شول چي دغه ډلي ټپلي په اصول، قواعد او فکري خط کي اصلا په جمهوري ارزښتونو باورمند خلک نه وول، په همدي خاطر د اسلامي جمهوریت د واک په کلنو کي  هر ځلي د ولسمشریزو ټاکنو پایلي ددغو ګروپونو د خوا نه منل کیدي، د خلکو رایو ته يي احترام نه کوه، رایه ورکوني پروسه کي جعل کاري ته يی لاره خلاصوله او دې پروسه کي به يي بي ځآیه مداخلي کولي، د ټاکنو نتایج يي بن بست ته کش کوه، دوي خو نوی ایجاد شوي زعامت او خپل سیاسي واک ته د شتمني د راټولولو د یو فرصت په نظر ګوري چي د واک په وخت کي باید شتمن شي نه د یو معنوي ملي ارزښت په توګه، دا هماغه شمیر تندلاري مذهبي تنظیمونه وو چي کلونه يي د جمهوري دولت او د ملي حاکمیت په وړاندي جنګیدلي وي. دوي ته خو ولسواکي کفري نظام، آزادي فحشا، پرمختګ فساد، تکنالوژی فتنه معلومیږي، بنا په یو دیموکراتیک جوړښت کي دغو ډلو ته د د یموکراسي د تمثیل دنده سپارل یو بل پټ او شرمونکي دسیسي څخه نور څه نشي کیدلی چي وروسته دغه دسیسه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت کي هله بربنډه شوه چي دغه ایجاد شوي اسلامي جمهوریت څخه هیڅ یوه ډله او سیاسي تنظیم دفاع ونکړه او نه دې لاره کي قرباني ته حاضر شول، ولسمشر غني چي مخکي نه، خپل څنګ کي د وفادار، متعهد او ژمنو کسانو دکمښت سره مخ وو یواځي پاتي شو.

د 2001 نه تر 2014 زیږدیز کال پوري د افغانستان سیاسي استازیتوب په بشپړ ډول داسي ډلو ته لاسته ورکړل شو چي  شلمه پیړي  سوړ جنګ په دوران کي د امریکا او غربي ایتلاف تر حمایت لاندي د شوروي او بیا وروسته د داکتر نجیب الله تر مشري د افغانستان د جمهوريت په وړاندي جنګیدلي تندلاري مذهبي فرقي وي چي د مذهبي افراطیت د فکر او روش (میتود) په اساس دافغان حکومت په وړاندي جنګیدل. مګر د 2014 نه بیا تر 2021 پوري دغه مذهبي تنظیمونو سره غرب میشتي افغان تکنوکراتانو یو ګډ ایتلاف تشکیل شو چي مشري يي داکتر محمد اشرف غني کوله.

داکتر محمد اشرف غني یو افغان الاصله دوه تابیعته امریکايی دی چي بیا وروسته د امریکايي تابعیت یی پریښود. داکتر غني د خپل عمر ډیره وخت امریکايي پوهنتون کي په تدریس او نړیوالو ادارو سره په همکاري کي تیر کړی، ځکه خو د عصري قوانینو د طرحه کولو، د تولیدي تصدیو د ایجاد، او اقتصادي پراختیا برنامو سره اشنايی او دي برخه کي پراخه تجربه لري، مګر داکتر اشرف غني د سیستماتیک سیاسي فعالیت تجربه نه درلوده، نه د کوم سیاسي حزب، تنظیم یا سازمان غړی پاتی شوی او نه هم کوم سیاسي جریان يی رهبري کړی، په همدي اساس نوموړی مجبوره وو چي د حکومتي اجرایوي او قضايی ټیمونو د تشکیل دپاره په یو نا متجانس ایتلاف یا مشارکت چي له بیلابیلو سیاسي مذهبي (تندلاري، معتدل)، دیموکرات، تکنوکرات، ملت پال او نورو جریانونو څخه متشکل وو تکیه وکړي. د 2014 کال تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته د همداسي یو نامتجانس ټیم رهبری يي په غاړه واخیسته. د داکتر غني سیاسي ضعف د هغه د کورني او بهرنیو رقیبانو دپاره د قوت ټکی وو، له همدي ضعف او کمزورتیا څځه په استفادي یو شمیر مذهبي سیاسي جریانونه له بیلا بیلو لارو هڅه کوله تر څو د داکتر غني په نا متجانس ټیم کي ځانونه ځاي کړي او له دي لاري پرته له هر نوع مسولیت منلو پراخ مادي امتیازات ترلاسه کړي. د داکتر اشرف غني د ریاست جمهوري د واک په څو میاشتي زیاد 7 کلنه دوره کي د حکومت اجرایي قوي لوړپوړي چارواکي (د کابیني وزیران، والیان، د مستقل ادارو ریسان)  د محاکمو قاضیان هر یو د حکومتي دندي تر څنګ د یو بیل او جلا حزب، تنظیم یا فرقي سره يي فکري او سیاسي تړاو درلوده په همدي خاطر دغه څهري دولتي موقف ته د پیسي پیدا کولو د یو فرصت په نظر کته او هر يو يي لګیا وو د حکومت د ښو او مثبتو کارونو امتیاز يي خپل ځآن او خپل وابسته ډلي ته او د نیمګړو کارونو ملامتیا يي ټول د اشرف غني په غاړه اچوه، څومره چي په حکومتي اجرايي، مقننه (د پارلمان وکیلان، سناتوران) او قضايي قوه  کي شامل او یا شریکي لوړ پوړي څهري د حکومت دننه څخه داکتر غني شخصیت يي تخریبوه، شاید دومره تخریب وسله والي مخالفي ډلي نه شول کولي. په همدي خاطر کله چي د هیواد سیاسي حالات حساس او مخالف وسله والي ډلي انسجام ته نږديٍ کیدل، د اشرف غني تر چاپیره ټول راټول شوي ډلي او څهري چي اکثریت د بهرنیو څآرګرو ادارو تر مخفي پوښښ لاندي وول او د همدغه سازمانو د خوا ورته زمینه سازي وشوه، یو په یو افغانستان څخه پښي سپکي کړي، افغان امنیتي ځواکونه د رهبري او لوړ مدیریت څخه بي برخي او ترمنځ يي د پراګندګي فضا رامنتځته شوه.

له بلي خوا د افرادو په کچه د داکتر غني تر ټولو قوي حریف امریکايی زلمي خلیلزاد وو. زلمي خلیلزاد داکتر غني سره د شخصي اختلاف له امله د دوحي د مذاکراتو په پیلولو سره افغان حکومت څنګ ته، او وروسته بیا د امریکي د دولت په استازیتوب طالبانو سره يی د دوحي تړون يي لاسلیک کړ، زلمي خلیلزاد افغان سیاسونو ته بیل بیل دا وعده ورکړه چي موقت حکومت جوړیږي او ریاست به يی همدا تاته وسپارو په دي طریقه يی افغان سیاسونو منځ کي د بي اعتمادي فضا يی لا پسي قوي کړه  او په دي ډول د دوحي د تړون تطبیق ته لاره هواره او د افغان زعامت د سقوط زمینه یی مساعده کړه.

ددغو پورته کورنی او بهرنی عواملو په اساس د داکتر غني د با عزته سولي پلان ته چا غوږ کینښود، نه افغان سیاسون او نه بهرني کړی دې طرحي ته توجه وکړه، ځکه نو د افغانستان اسلامي جمهوریت چي نوي او تازه په خپلو پښو د تګ تمرین يی کوه او ملکي ادارات د یو نسبي قانونمندي په طرف حرکت پیل کړي وو د اګست د میاشتي په 14 کال 2021 نیټه مخکي له دي چي د نړیوال ایتلاف ځواکونه په بشپړ ډول افغانستان ترک کړي افغان حکومت ړنګ کړلی شو…. نور بیا

د خاموشو انسانانو سیاست- درویشتمه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.