د خوست ولایت سیمهییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې دوو ځوانانو ځانوژنه کړې ده.
سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د تلې دویمه، رسنیو ته تایید کړې چې دواړه پېښې یوه ورځ وړاندې د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوې دي.
د سرچینو په وینا، عزیزالله نومي یوه ځوان د تڼي ولسوالۍ په «خار غنډۍ» سیمه کې ځان ځړولی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
په بله پېښه کې، یو بل ځوان د خوست ښار اړوند د «مرمندۍ» په سیمه کې ځانوژنه کړې ده.
تر اوسه د دغو دوو پېښو د رامنځته کېدو کره لامل او انګېزه نه ده روښانه شوې او د طالبانو حکومت هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
بېکاري، بېوزلي، اقتصادي او رواني ستونزې، او پر خلکو لګېدلي محدودیتونه د افغانستان د ځانوژنې د پېښو له احتمالي عواملو څخه بلل کېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320