د اسپانیا لومړی وزیر: په غزه کې روانه جګړه نسل‌وژنه ده

36

د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچېز د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په وینا کې د غزې د جګړې او په سیمه کې د نورو شخړو په اړه د مادرید د حکومت دریځ څرګند کړ.

سانچېز پر غزه د اسرائیلو د اقداماتو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې اسپانیا په غزه کې روان وضعیت «نسل‌وژنه» بولي او په کلکه یې غندي.

هغه همداراز د نړیوالو قوانینو پر رعایت د خپل هېواد ټینګار وکړ او ویې ویل چې مادرید له هغو جګړو سره مخالف دی چې د نړیوالو قوانینو خلاف وي.

د اسپانیا لومړي وزیر د اوکراین د جګړې او په منځني ختیځ کې د روانو کړکېچونو په اړه د خپل حکومت سیاستونو ته هم اشاره وکړه. نوموړي وویل چې مادرید د روسیې پر وړاندې د بندیزونو ملاتړ کړی او پر اسرائیلو د وسلو د محدودیتونو موضوع یې هم په پام کې نیولې ده.

اسپانیا اعلان کړی چې خپلې خاورې، پوځي اډې او پوځي زېربناوې به د هغو اقداماتو لپاره د کارولو اجازه ورنه کړي چې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې وي.

د سانچېز تازه څرګندونې یو ځل بیا ښيي چې د اسپانیا حکومت د غزې د جګړې په اړه څرګند دریځ لري او د نړیوالو قوانینو پر رعایت او د شخړو د پای ته رسولو لپاره پر سیاسي حللارې ټینګار کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320