سریزه:
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو لپاره هغه مهم نړیوال فورم دی چې په ترڅ کې یې د نړیوالې سولې، امنیت، نړیوالو بحرانونو او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه خپل دریځونه څرګندوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې په خپله وینا کې د دغه سازمان پر اوسني وضعیت سختې نیوکې وکړې او د نړیوال نظام، د امنیت شورا د جوړښت او د نړیوالو قوانینو د پلي کېدو په اړه یې خپل نظر څرګند کړ.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۸۱مه غونډه د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پر ۸مه د امریکا د متحدو ایالتونو په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې پرانیستل شوه.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، شاوخوا د ۱۳۰ دولتونو او حکومتونو مشران به پکې په حضوري ډول خپلې ویناوې وړاندې کوي.
د ملګرو ملتونو ټول ۱۹۳ غړي هېوادونه د عمومي اسامبلې غړیتوب لري.
د ۸۱مې غونډې د عمومي بحث په لړ کې د بېلابېلو هېوادونو مشرانو او لوړپوړو استازو خپلې ویناوې وکړې او د نړیوالې سولې، امنیت، جګړو، فلسطین، غزې، نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو په اړه یې خپل دریځونه څرګند کړل.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پر ۲۲مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې خپله ۱۶مه تاریخي وینا وکړه.
په دې توده او نیوکيزه وینا کې هغه پر اسراییلو، د ملګرو ملتونو پر جوړښت او د نړۍ پر اوسني نظام کلک بریدونه وکړل.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې په خپله وینا کې د دغه سازمان پر اوسني وضعیت سختې نیوکې وکړې. هغه وویل، هغه نړیوال نظام چې د پنځو هېوادونو د غوښتنې تابع وي، عادلانه نه دی.
اردوغان وویل، ملګري ملتونه چې ۸۱ کاله وړاندې د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې په موخه رامنځته شوي وو، اوس نور د خپل ماموریت د ترسره کولو توان نه لري او «بېوسه کړل شوی دی».
هغه زیاته کړه چې په فلسطین، لبنان، سوډان او نورو بحراني سیمو کې هغه خلک چې خپل برخلیک یې له ملګرو ملتونو سره تړلی دی، له دغه سازمان څخه په ژوره توګه ناهیلي شوي دي.
د هغه په وینا، په تېرو ۱۲ میاشتو کې له ۶۰ څخه ډېرې جګړې او شخړې رامنځته شوې دي او له غزې څخه تر اوکراین او روسیې، له میانمار څخه تر دارفور او له ایران څخه تر لبنان پورې شاوخوا ۲۵۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ترکیې ولسمشر وویل:
«کېدای شي نن موږ ځان خوندي احساس کړو، په ارامۍ او سوله کې ژوند وکړو او له جګړهځپلو سیمو څخه لرې واوسو؛ خو هېڅوک نه پوهېږي چې سبا به څه پېښ شي.»
اردوغان د ملګرو ملتونو پر جوړښت او اصلاح باندې هم نیوکه وکړه هغه وویل: «نړۍ تر پنځو لویه ده» نوموړي زياته کړه: «دا عادلانه نه ده چې د ۱۹۰ څخه د ډېرو هېوادونو اراده د ۵ هېوادونو (د امنیت شورا د دایمي غړو) د غوښتنو تابع وي».
ښاغلي اردوغان داهم وویل: «هغه نړیوال نظام چې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو اراده د پنځو هېوادونو غوښتنې ته تابع کوي، عادلانه نه دی.»
هغه ملګري ملتونه د خپل اصلي ماموریت (سولې او امنیت ساتلو) په برخه کې بېوسه وبلل.
اردوغان د غزې تړانګه « زموږ د وخت تر ټولو بې رحمانه او د شرم وړ د تمرکز کمپ» وبلله. هغه د اسراییلو حکومت په «دولتي ترهګرۍ» او «نسل وژونکي ذهنیت» تورن کړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر اسراییلو فشار زیات کړي ترڅو دا وینه تویېدنه بنده او د غزې بیارغونه پیل شي.
اردوغان ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو د اعتبار د بېرته راګرځولو لپاره باید د غزې له ماشومانو څخه ساتنه وشي. هغه وویل، فلسطیني ماشومان باید د جګړهییزو الوتکو او بېپیلوټه الوتکو پر ځای په اسمان کې پتنګان وویني.
هغه همدارنګه وویل چې نړیوال قوانین د پیاوړو او کمزورو هېوادونو لپاره په یو ډول نه تطبیقېږي. د هغه په وینا، هغه نړیوال نظام چې سرغړونکي له مجازاتو څخه خوندي پاتې کېږي او له مجازاتو څخه معافیت په یوه دود بدل شوی وي، له زوال سره مخامخ دی.
اردوغان ټینګار وکړ چې د فلسطین د هېواد د خپلواکۍ د مخنیوي هڅې به ناکامې شي او ترکیه د ۱۹۶۷ کال د پولو پر بنسټ د داسې مستقل فلسطین ملاتړ کوي چې ختیځ بیت المقدس یې پلازمېنه وي.
د ترکیې ولسمشر له هېوادونو وغوښتل چې همکاري او ډیپلوماسي د خپلو اړیکو په محور کې وګرځوي او د نړیوالو بحرانونو د حل لپاره سیمهییزې هڅې هم پراخې کړي.
د اردوغان د وینا پر مهال د اسراییلو ډیپلوماتیک پلاوي د اعتراض په توګه تالار پرېښود.
پایله:
د اردوغان د وینا اساسي محور د ملګرو ملتونو د اوسني نړیوال نظام، د امنیت شورا د جوړښت، د نړیوالو قوانینو د عادلانه پلي کېدو او د روانو نړیوالو بحرانونو په اړه نیوکې وې. هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اصلاح غوښتنه وکړه، د غزې د وینې تویېدنې د بندېدو او د فلسطین د خپلواک دولت ملاتړ یې څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې نړیوالې ستونزې باید د همکارۍ، ډیپلوماسۍ او سیمهییزو هڅو له لارې حل شي او د نړیوال نظام په جوړښت کې باید د ډېرو هېوادونو غږ ته لا زیات اهمیت ورکړل شي.