څلور مدیریتي څانګې چې هر فرد ته د مدیریت وړتیا ورکوي

لیکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت

19
سریزه:
مدیریت په یو سازمان یا اداره کې خورا له اهیمت څخه برخمن‌ مسولیت دی، همدا مدیريت دې چې د یوې نسبتا لويې ډلې کړنې له عملي کاروان سره همغږی کوي، ترڅو څه ته چې رسیدل غواړي هغه ترلاسه کړي.
ډیری کسان په دې فکر کې دي چې څنګه کولای شو چې مدیريت په اسانه توګه زده کړو، ترڅو د عمل برخه کې ترې استفاده وکړو، زما دا لیکنه ددې کسانو په همدې غوښتنه تم کیږي او د مدیریت په برخه کې هغه لومړني معلومات ورزده کوي چې په مرسته یې د مدیریت برخه کې ځان احساس او له وړتیاوو څخه لیرې ونه ګڼي.
هغه کسان چې د مدیریت برخه کې یې مسلکي زده کړې نه وي کړې خو نن ورځ ورته د یو سازمان، ادارې او یا څو کسانو سرپرستي یا مشري ورپه غاړه شوې ده د مدیریت لاندې ډولونه دې لومړی تشخیص کړي، بیا دې موخو ته په رسېدو سره د همغه مدیریت د تقاضا اړوند دندې ترسره کړي، ترڅو په ډیر اغېزمن ډول خپل اهداف وپالي.
ویلای شو چې بریالي سازمانونه یوازې د امکاناتو له اړخه نه، بلکې د اغېزمن مدیریت پربنسټ پرمختګ کوي.
مدیريت په لنډ ډول په څلورو برخو وېشو:
۱- ستراتیژیک مدیریت:
د یوه سازمان یا ادارې د اوږدمهاله موخو او دې موخو ته په کتو د وخت په تناسب د پلانونو جوړولو پروسې ته ستراتیژیک مدیریت ویل کیږي.
په دې مدیريت کې د فکر پر مټ مخکې له دې چې عملي چارې پیل شي دا سنجول کیږي چې څه باید تر لاسه کړو او د همدغه یو څه د ترلاسه کولو لپاره کومه طرحه او یا پلان باید تطبیق شي چې ټاکلی هدف پرې ترلاسه شي.
۲- عملياتي مدیریت:
دا مدیریت د ورځې په جریان کې د ټولو هغه فعالیتونو ټولګه ده چې د پلان او هدایت له اړخه په عملي کړنو سره پای ته رسیږي ترڅو د ټاکلي هدف د لاسته راوړلو په لور حرکت ترسره شي.
که په لنډ ډول ووايو په دې کې فرد په فزیکي ډول له یو ځای څخه بل ځای ته خوځښت کوي، ستړیا تیروي، قدم اوچتوي او بالاخره د خپلو خولو په تویولو سره بدلونونه رامنځته کوي.
۳- د بشري سرچېنو مدیریت:
د مدیریت دا برخه د سازماني اهدافو د ترلاسه کولو لپاره وړ، متخصص او په کارپوه خلک په دنده ګماري، روزنه ورکوي او هڅوي يې ترڅو په کم لګښت، کم وخت او لوړ کیفیت سره په ښه او غوره بڼه د پلان او تقاضا له مخې موثر چلند ترسره کړي.
که لنډ ووایو دا مدیریت د کارکوونکي د ګمارنې، روزنې او هڅوونې په برخه کې خپل فعاليت ترسره کوي.
۴- مالي مدیرېت:
مالي مدیریت د مالي سرچینو، بودیجې او لګښتونو له مؤثر او مثمر کنټرول څخه عبارت دی.
دا مدیریت د پورته ټولو ذکر شويو مدیریتي څانګو لپاره حیاتي حیثیت لري، په دې معنا که چیرته مالي امکانات شتون ونه لري نو بشري مدیریت فلج دی او کله چې بشري مدیريت شتون ونه لري نو نه به ستراتیژیک مدیریت شتون ولري او نه به هم عملياتي مدیریت.
ځکه عملياتي مدیریت د ستراتیژیک مدیریت په کړنلاره او طرحه د بشري سرچېنو مدیریت په لارښوونه او هدایت سره د مالي امکاناتو پر مټ عمل ترسره کوي.
پایله:
په اخر کې ویلای شو چې پورته ذکر شوي مدیریتونه په یو سازمان یا اداره کې یو له بل سره نه شليدونکې اړیکې لري او هیڅ کله یو د بل په نه شتون کې فعاليت نه شي ترسره کولای.
نو غوره دا ده چې کله چاته د مدیریت مسوليت سپارل کیږي باید د پورته څلورو مدیریتي څانګو په لرلو او ترمنځ توصلي اړخ باندې فکر وشي ترڅو سازماني موخې په کم لګښت، کم وخت او لوړ کیفیت سره تر ټولو غوره طریقه ترلاسه شي.
کله چې د مدیریت دا څلور څانګې یو مدیر په ښه توګه تنظیم کړي نو وايو چې دا یو بریالی مدیر دی.
  بریالی مدیر هغه دی چې د پلان، انسان، عمل او امکاناتو ترمنځ توازن رامنځته کړي.
https://af.dawatmedia24.com/?p=186372

 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.