ولې له اختر یا نورو مهمو ورځو نه مخکې پر مخ دانه وځي؟
ډېری خلک دا تجربه لري چې کله اختر، واده، مېله، امتحان یا کوم مهمه ورځ رانږدې شي، ناڅاپه په مخ باندې دانه راووځي؛ په ځانګړي ډول پر تندي، پزه یا زنې. دا یوازې تصادف نه دی، بلکې څو مهم علتونه لري:
۱ ــ ذهني فشار او تشویش (Stress):
کله چې انسان د کوم مهم وخت لپاره اندېښمن وي، بدن د “کورټیزول” په نوم هورمون زیات تولیدوي. دا هورمون د پوستکي غوړ زیاتوي او دانو ته زمینه برابروي.
۲ ــ کم خوب او ستړیا:
د اختر یا مهمو مراسمو په تیاریو کې خلک ناوخته ویده کېږي. د خوب کمښت د پوستکي توازن خرابوي او د مخ التهاب زیاتوي.
۳ ــ غوړ او خوږ خوراکونه:
چپس، غوړ خواړه، زیاتې خوږې، کولډرنک او فاسټ فوډ د پوستکي غوړ زیاتوي او دانو ته لاره هواروي.
۴ ــ د مخ زیات لمس کول:
کله چې انسان تشویش ولري، ډېر لاس مخ ته وړي. د لاسونو میکروبونه د پوستکي سوری بندوي او دانه پیدا کېږي.
۵ ــ هورموني بدلونونه:
په ځوانانو او ځینو ښځو کې د هورمونونو بدلون د مهمو ورځو پر مهال دانو ته سبب کېږي.
څنګه یې مخه ونیسو؟
هره ورځ مخ په نرم فیس واش ووینځئ.
کافي اوبه وڅښئ.
خوب منظم کړئ.
غوړ او ډېر خوږ خوراک کم کړئ.
لاسونه پر مخ مه وهئ.
که پوستکی غوړ وي، د تیلو نه پاک کریمونه وکاروئ.
د سختو او نامناسبو کریمونو له استعماله ځان وساتئ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.