د زړه ناروغانو لپاره د قربانۍ د غوښې خوړلو مهمې لارښوونې

37

د قربانۍ په ورځو کې د غوښې زیات استعمال د ځینو خلکو لپاره ستونزې رامنځته کولای شي، په ځانګړي ډول د زړه ناروغانو لپاره. د پسه او غوا غوښه د پروټین ښه سرچینه ده، خو که په زیاته اندازه وخوړل شي یا ډېر غوړ ولري، د زړه او رګونو پر روغتیا منفي اغېز کولای شي.

۱- د غوښې مناسب مقدار
•د زړه ناروغان باید د غوښې په خوړلو کې اعتدال وساتي.
•د غوښې ډېر استعمال د وینې د غوړو (کولیسټرول او ټرای ګلیسریډ) د زیاتوالي سبب کېدای شي.
• غوره ده چې د غوښې اندازه محدوده او د اړتیا مطابق وي.

۲- توره غوښه غوره ده
•د غوښې هغه برخې چې غوړ یې کم وي (توره غوښه) د زړه ناروغانو لپاره غوره دي.
•ښکاره غوړ باید د پخولو څخه مخکې لرې شي.

۳- د پخولو طریقه مهمه ده
•غوښه باید په لږ غوړ او لږې مالګې سره پخه شي.
•د سرخ کولو پر ځای یې ایشول، ګرل کول یا په بخار پخول غوره دي.
•د مصنوعي مصالحو او ډېرو مالګینو موادو کارول باید محدود شي.

۴- مالګه کمه استعمال کړئ
•د مالګې زیات استعمال د وینې فشار لوړوي.
•د زړه ناروغانو ته سپارښتنه کېږي چې د مالګې اندازه کمه وساتي.

۵- له سبزیجاتو سره یې وخورئ
•د غوښې ترڅنګ د تازه سبزیجاتو، سلاد او مېوو استعمال د هضم او روغتیا لپاره ګټور دی.
•فایبر لرونکي خواړه د وینې د غوړو په کنټرول کې مرسته کوي.

۶- فزیکي فعالیت مه هېروئ
•د مناسب فزیکي فعالیت ترسره کول د زړه د روغتیا لپاره مهم دي.
•له خوړو وروسته لنډ مزل د هضم او د وینې د غوړو د کنټرول لپاره ګټور دی.

۷- د چرګ او ماهي غوښه
•چرګ او ماهي عموماً د سرو غوښو په پرتله لږ اشباع شوي غوړ لري.
•که په مناسبه طریقه پخه شي، د زړه ناروغانو لپاره ښه انتخاب ګڼل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.