خاموشه محروميت

روښان ضیا

39

نادر په خپلو پټيو ګرځېده، باد يې پېکی پرله واړاوو، چې په سرور يې سترګې ولګېدې، سرور خېشاوه کوله، په خوښۍ يې ور غږ کړ:
– زه بيا راغلم!
سرور په خوښۍ د تندي خولې پاکې کړې او ور غبرګه يې کړه:
-هر کله راشې، د پلار نيکه مېنه دې ده خود به راځې.
دواړه د پټي په پوله کېناستل، سرور له پوښ کړې لندې بوشکې څخه د اوبو ګيلاس ور ته ډک کړ:
-ښه نادر خانه د ښار د ژوند کيسې کوه، ښه په عيش او عشرت کې خو ژوند کوئ!
نادر خپل موبايل روښانه کړ، مخ ته يې ونيو، بيا يې بند کړ او جېب ته واچاو، ويې ويل:
-هو ښه ده، هلته مکتبونه نږدې دي او د مريض پوښتنه دې کيږي.
سرور د خېشاوې لرۍ په خپل څنګ کې کېښودله، په حسرت يې وويل:
-نو بلا تشبيې په جنت کې اوسېږئ، هلته څوک له چا سره تربګېنت نه لري. په زړه کې يې وويل:

دوي به هم کوم غم لري، کاشکې زه هم په ښار کې اوسېدلی، خو نه بيا به بې کسه وای!!؟
– نه داسې هم نه ده، کله کله هلته هم د سړي ساه په تنګ شي، خپل حال وايه!
په دې کې يې د سرور ټناکو او خيرنو لاسونو ته ور پام شو، په زړه کې يې وويل:

– خدايه! موږ د ښار له بدبويۍ شکايت کوو، دلته خلک د ډوډۍ په بوي پسې سپږمې کشوي.
سرور يوه لوټه را پورته کړه او په ګوتو کې يې ميده کړه:

– يو ورور مې ښار کې شپه تېروي او بل په خارج کې له حال احوال سره نادرکه دی.
چې نادر ور وکتل د سرور له ګوتو خاورې پوړېدلې، دې سره يې وخندل، خو سترګې يې موسکې نه شوې، پسې اوږده يې کړه:

– کتاب پاتې شو او ګوتې مې له خاورو سره اشنا شوې.
-ښوونځي او کلينيکونه مو څنګه دي؟
سرور د پټي ها بل سر ته د ونې سيوري ته را ټولو ماشومانو ته ګوته ونيوله.
-هاغه زموږ مکتب دی، د هاغه غره شا ته يو کلينک شته، چې ډاکټر يې په هفته کې درې ورځې راځي، چې د هر مرض له پاره هماغه سپينې ګولۍ در کوي.
د سيوري په څنډه ناست ماشوم کتاب ته په لاس سيوری جوړ کړی و او بل لاس يې د لمر له تاوه لړزېدۀ.
نادر ماشوم ته وکتل، له سترګو يې عينکې ايسته کړې او په لاس کې يې ونيولې، د ماشوم لاس لا په کتاب سيوری غوړولی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.