که چېرته د افغانستان معاصر تاریخ پاڼې ولټوو هره پاڼه کې لیدل کېږي چې دا خپله افغانان ول خپل خلک یې وژلي او وطن یۍ په کرتو،کرتو په کنډواله بدل کړی دی.
هر ځل افغانانو ته فرصت پر لاس ورغلی خو مشرتابه د وخت یواځې او یواځې د خپل واک ساتلو لپاره قرباني ورته له ولس څخه اخیستې.
د افغانستان جیوپولوتیک ارزښت او موقعیت د افغانانو لپاره ستره سرمایه ده خو له بده مرغه تر ننه پورې پر مونږ کې داسې څوک پیدا نشو چې د خپل هېواد ارزښت ته په کتو سره ګام اوچت کړي.
نړېوالو قدرتونو تل د خپلو ګټو لپاره غوښتي تر څو افغانان خپل کړي.
د سترو قدرتونو تر ټولو ستره تېروتنه دا وه چې دوی تل تکیه پر پوچو او نااهلو وکړه او همدا یې لامل شو تر څو افغانان د دوی د ګټو لپاره قرباني شي.
افغانستان کې شرق او غرب ، ینیاد ګرو او سیکولر ټولو خپله هڅه وکړله تر څو دا وطن تر خپل کنترول لاندې ولري خو دوی تل باور په خپلو نیابتي ډلو کاوه.
افغانان هم غواړي د خپلو سیالانو پر کتار ورګډ شي .
د افغانستان معاصر تاریخ کې د دوی پر وړاندې یې وطن په کرتو،کرتو وران او ویجاړ شو.
د دوی مخ ته خپلو خلکو ورته بچي ووژل،میندې کونډې او ماشومان یې ورته یتیمان کړل.
دوی لیدل چې څنګه یۍ د خپلو وطندارانو په لاسونو وطن ویجاړېږي او شتمني یې لوټوي.
په انساني او افغاني ژوند کې که چېرته مشرتابه د یوه هېواد یې تېروتنه وکړي او توان د دې پکې نه وي تر څو واک مخ ته یوسي ،په پیل کې ترېنه شاته کېږي.
خو که چېرته شاته نشي او ماتې سره مخ شي یا هېڅ کله د واک خوب نه ویني او یا هم له خپل ولس څخه بښنه غواړي.
مجاهدین راغلل جوړ حکومت ور وسپارل شو خو په لنډ وخت کې یې د خپلو بادارانو د خوښیو لپاره ولاړ نظام دړې وړې کړ، هغه ځکه چې له یوې خوا ظرفیت پکې شتون نه درلود او بل پلو وطن او خپلو خلکو ته ژمن نه ول.
شورویان زمونږ تر شا ودرېدل خو مونږ د دوی په وسلو خپل خلک وژل او د وطن ولس مو تېښتو ته اړ کړل.
امریکایان له خپلو ملکرو سره ډک جېب راغلل خو مونږ بیاځلې د دوی په توپکو خپل خلک په نښه کړل او د دوی په پیسو مو یواځې ځان جوړونه دود کړله.
نن یو ځل بیا هغه سپک،پوچ سري او قاتلین په ډېره بې شرمې سره له هر سوري څخه سر راپورته کوي او د کرکو په دودولو سره ولس کې وېره جوړوي.
تاسو خو شل کاله واک کې وې او امریکایان مو تر شا ولاړ ول او د وخت هر ډول امکانات یې درته چمتو او په لاس در کړي ول.
تاسو خپله ازموېنه کې پاتې راغلي یاست .
تاسو په کومو سترګو او څه ډول غیرت بیا غواړې پر ولس واکمن شی.
شل کاله مو د افغان ښځو او مېرمنو په نوم واک باندې تکیه کړې وه خو هېڅکله مو د هغو محرومو کلیوالو لیدنه ونکړله.
هېڅکله مو یو ولایتي سفر تر سره نه کړ او له نږدې مو خپلې همنوعه و نه لیدلې او د هغوی ستونزو ته مو غوږ ونه نیو.
هېڅکله مو هغه مېرمنې او ښځې جې د سواد له نعمت څخه بې برخې وې خپلې سیالانې ونه ګڼلې.
هېڅکله مو هغو محرومو خویندو ته چې نړېوالو ورته خیرات رالېږه تر دوی ونه رساوو.
تاسو هېڅکله و نه غوښتل د افغان مېرمنو غږ شې.
د جمهوریت شل کلن دور کې تاسو د افغان مېرمنو په استازولې واک خپل کړی وو خو د یوې په دفتر،کور او نورو برخو کې ښځې نه لیدل کېدلې چې تاسو سره د دوی د ظرفیت درلودلو سره په دنده کې لیدل شوې وی.
د جمهوریت په هره برخه کې د قانون په رڼا کې ښځینه وو ته د کار کولو امکانات ول خو دا حقوق یواځې څو تنو د ګوتو په شمار ښځو ګونډه کړي ول.
جمهوریت داسې قانون وضعه کړی وو چې ښځینه وې په هره برخه کې اوږه په اوږه له نارینه وو سره دنده تر سره کړي.
دا څو تنو خیالي تش په نوم ښځینه مباریزینو د دوی پر نوم سودا کوله.
د دوی سکرتریت،یاوریت،ساتونکي،موټرچلونکي،اشپزاان او سمبالونکي ټول نارینه ول حال دا چې دغو مکارو د ښځو له ادرسه واک ته ځانونه رسولي ول.
دا چې دوی ونه توانېدلې د افغان ښځو غږ شي برعکس د دوی په حیثیت او سرنوشت یې سودا هم کوله.
اوس چې واک د دوی د ناکامو او غلطو کړنو له لاسه طالب ته ور وسپارل شو نن یو ځل بیا په ډېره بې شرمې او سپین سترګیو سره د حق او عدالت په نوم ډکر ته راوځي او د خپلو همنوعو په سرنوشت لوبې کوي.
دوی دې دا جرآت خپل او غیرت د وکړي یو ځل د له هغو افغان مېرمنو چې د دوی د دروغجنو او مکاره سیاست قرباني شوې بښنه وغواړي.
که چېرته په افغانستان کې دننه ښځې دوی ته بښنه او اجازه ورکوي بیا حق د دې لري چې راووځي او د دوی په استازولې سره غږ پورته کړي.
یاددښت:
د افغان نارینه او ښځینه مباررینو مبارزه هغه وخت ثمر ته رسي او ګل کوي چې تر هر څه دمخه خپل وطن او خلک یې په بشپړ ډول وپېژني.
افغان مبارزین باید تر هر څه دمخه پر دې ځان پوه کړي چې ولې هېڅ نسخه د حکومتولۍ د دوی په خاوره کې پخېدا ته نه رسېږي او نړېږي.
دغه تش په نوم ښځینه مبارزینې خپله ازموینه کې پاتې راغلي.
دوی افغانستان هغه وخت خپلولی شي چې ځان د اکثریتو په څېر کړي.
د اکثریتو په څېر کېدل افغاني دود او رواج ته درناوی ده چې تاسو یۍ نشې خپلولی.
دا ښځې په دې جامو کې ،په دې تٌن د غږ سره او د جګړو په ژبه نشي کولی د افغان ښځو استازولي وکړي.
مبارزه که په کور دننه وي او یا هم دباندې باید افغاني دود پکې نغښتی وي.
تر ننه پورې چې د هېڅ ډول حکومتي نسخې ستنې نه درېږي او هر واکمن د تېښتې لاره غوره کوي یو لامل یې همدا نه کتل افغاني دود او رواج ته دي.
مونږ هر څه ژر غواړو او د رسېدلو لپاره یې ولس ورته اړ کوو تر څو مو ملاتړی شي چې دا په خپله ستره تېروتنه د وخت د واکمنو وه.
مونږ تر څو د خپل وطن ارزښتونو ته پام ونکړو نو هېڅکله به د انساني کاروان برخه نشو.
مونږ اړ یو تر څو د وطن د سلامت او د خپلو خلکو د ژغورلو لپاره د ولس پر خوښه ګام اوچت کړو.
مونږ کولی شو د سترو قدرتونو مرسنه او ګټې افغاني ارزښتونو سره تر لاسه کړو.