ولې پښتانه واک نیولی شي خو مخ ته یې نشي وړلی؟
د نړۍ هر قوم ځان ته ځانګړتیاوې لري.
په دغو ځانګړتیاوو کې د دوی دود، رواجونه، دین، مذهب او سیمه یز ارزښت ته په کتو سره نړېوال او سیمه یز سیاسي لوبغاړي ورسره لوبه کې ځای پیدا کوي.
د پښتنو قومي کودونو ته په کتو سره شرقیانو،غربیانو،عربو او ایرانیانو په کرتو،کرتو د دوی له مېړانې،قول ،مذهب او دیني ارزښت ته په کتو سره ترېنه ګټه پورته کړې ده.
دلته که سکندر راغلی او یا نادر افشار او که د وخت حرکتونو او لوبو ته په کتو سره عربان راغلي او یا هم انګرېزان نو هر یوه یې غوښتي تر څو پښتون تر شا ولري او بیا په سیمه خپله واکمني وغزوي.
د پښتون یاد ارزښت ته یواځې سیاسي لوبغاړي په درنده سترګه ګوري او همدا سیاسیون دي چې پښتون سره پکې ځان ته ځای جوړوي.
له کله نه چې سترو قدرتونو جفرافیایي ویش پیل کړ او د هېوادونو په نوم یې جغرافې جوړې کړلې نو ورسره سم قومي، دیني، مذهبي او سیمیز جوړښتونه یې هم رامنځ ته کړل.
په یادو جوړښتونو کې ډیری وخت لوبغاړو ناندرې،ناخوالې او جګړې په خپلو کې سره کړي.
هوښیارو او ویښو ولسونو کوښښ دا کړی چې خپل ولس له ناخوالو او جګړو څخه وژغوري او د یوه سوله یز چاپېریال لپاره یې لاره غوره کړې.
خو له بده مرغه ویده او ناپوه سیاسبونو له فرصتونو څخه د ځان او خپل ولس د بقاء لپاره وخت له لاسه ورکړی او نه دي توانېدلي خپل خلک وژغوري.
دا یو تریخ حقیقت دی چې د سیاسي بازار چلونکي د ولسونو د وینو په بیه یې سیاست کړی.
دا چې د ځینو جغرافېو ولسونه لا تر اوسه پورې د جګړو په لمبو کې سوزي یواځینی لامل یې د دوی قومي کود، مذهب، دین او سیمه یز ارزښت دی چې قرباني ترېنه اخیستل کېږي.
پورته ټکو ته په اشارې سره غواړم وواېم چې پښتانه د خپل قومي کود او سیمه یز ارزښت لپاره د جګړو قرباني دي.
دا چې نن پښتون په دوو برخو ویشل شوی او یواځې د دوی سیمه د جګړو ډګر ګرځېدلۍ او ترېنه د سر په بیه قرباني اخیستل کېږي پړه یې خپله د دوی پر غاړه ده.
د پښتون سیاسي بازار مشران تل د کاذب غرور ښکار ګرزېدلي، دوی تل خپل دښمن بښلی او نه دي توانېدلي وخت سره لوبه کې ځان پیدا کړي.
د جغرافیو وېش، د پاسپورت او ویزو رامنځ ته کېدلو سره ډیري هېولدونه په لټه د ملګرتیا کې شول.
هر یوه کوښښ دا کاوه تر څو د ځان د بقاء لپاره ملګري ولري .
د ویښو مشرانو هڅه دا وه خپل خلک او جغرافیه د سیالانو د کاروان برخه وګرزوي.
په یاد سباسي بازار کې تېرو دښمنېو او تربګنېو نوی رنګ خپل کړی وو .
په دې وخت کې له بده مرغه مسلمانانو خپل ارزښت له لاسه ورکړی وو او د دوی غلطو لوبو ځان ته ډېر دښمنان زېږولي ول او همدا لامل وو چې مسلمانان د دوی تر شا ځانونه پټ کړل.
دا هغه وخت وو چې عباسیانو، فاطمینیو، او عثمانیانوخپله ازموینه تېره کړې وه او پایلې یې مسلمانانو او نړېوالو لیدلې وې.
په یاد وخت کې تر هر چا مسلمانان خپلو کې د غلطو جوړ شویو روایتونو ښکار ګرزېدلي ول .
هرې ډلې د مسلمانانو خپل تعریف شوي روایت تر نورو اوچت او د ارزښت وړ باله.
دا چې پورته ټکو ته اشاره وشوه نو له یادو تشو او تربګنیو څخه هر چا د ځان لپاره ګټه پورته کوله او هڅه دا کېدله تر څو د نورو له دښمنیو څخه ګټه د ځان د بقاء لپاره ترلاسه کړي.
په همدې وخت کې عربانو څو ټکو ته پام وو او وتوانېدل د هرې سیمې له تشو او ارزښتونو څخه ګټه پورته کړي.
عربانو له ترکانو،مصریانو،اروپایانو او ایرانیانو سره کرکېچ درلود او د ټولو دښمني ور په غاړه وه.
عربان وتوانېدل له یاد فرصت څخه داسې ګټه پورته کړي چې هم ځان د ابراهیمي ادیانو د شراکت برخه وګرزوي او هم ور په غاړه دښمنې د نورو له لارې مخ ته یوسي.
دا نو هغه اساس وخت دی چې هره جوړه شوې سیاسي جغرافیه په لټه د دې کې ده تر څو هویت خپل ثابت کړي.
افغانانو تل د پردیو ګټو لپاره جګړه مخ ته وړې او هر یوه د لنډ وخت لپاره اتلان یاد کړي.
کله چې ګټه ترېنه پورته شوې نو بېرته یې مخ پرې راتاو او له شا یې پرې ګوزار کړی دی.
دا تجربه په سلهاوو وار تکرار شوې خو افغانان اوس هم ترېنه ځان نشي ساتلی.
عربانو له ایرانیانو سره خپله دښمني د افغان پر مټ مخ ته وړله او وړي یې.
د انګرېزانو شا په شا ماتو او د روسانو بري پښتنو ته د خطر زنګ وو خو له بده مرغه د بل پښتون په ذریعه یې هم جغرافیه دړې وړې شوه او هم یې روس ورته په کونډو کړ.
انکرېز وتوانېد له تشو څخه ګټه پورته کړي او پښتون خپلو کې سره وویشي.
د انګرېزانو لوړ فکر او ځان ته ځای پیدا کول په هره سیمه او برخه لامل د ستر قدرت وګرزېد.
انګرېزانو د خپل دښمن د څپلو لپاره د هرې سبمې له جوړښتونو، ارزښتونو او تشو څخه ګټه واخیستله.
انګرېزانو د نړېوالو قدرتونو پر مټ پښتانه سره ووېشل او یوه نوې داسې جغرافیه یې رامنځ ته کړله چې پښتون پکې د تل لپاره د اور په لمبو کې د دوی د ګټو لپاره وسوزي.
که چېرته د تاریخ څنډو ته په دقیق ډول وکتل شي ننی پاکستان او بنګله دېش د انګرېزانو د هلو ځلو کار وو تر څو د نویو جغرافیو په رامنځ ته کولو سره د نړۍ واک د تل لپاره لاس کې ولري.
دلته نه محمد علي جناح مبارزه کړې او نه هم بنګله دېشیانو، دا د دوی د پالیسیو برخه ده چې عملي شوه.
دا دوی دي چې مسلمانانو کې مذاهېب جوړ او رامنځ ته کړل.
نن پښتون د خپل کاذب غرور ښکار دی چې د پردیو ګټو لپاره تل خپلو کې سره په جګړه اخته دي او ګټې یې دوی پورته کوي.
ننی جوړ شوی پاکستان د پښتون ټبر د له منځه وړلو لپاره د انګرېزانو، عربانو او روسانو ستراتیژیانې مخ ته وړي.
که نن هم پښتون ځان پوه نه کړي او وېښ نشي نو هېره د نه وي چې دا ژوندی نوم یې له ورکې سره مخ شي.
یاددښت:
د بېلګې په ډول به ووایو که چېرته افغانستان د اوسني جوړ شوي پاکستان برخه هم وګرزي نو پښتون به بیا هم غلام وي او د هوسا ژوند کولو مخه به یې ډب وي.
په همدې ډول که چېرته د اوسنیو افغاني سیاسي حرکتونو مبارزینو غوښتنې هم پښتانه ومني اول خو دوی جوګه د دې نه دي چې جغرافیه رهبري کړي او ټول خلک د ځان وبولي.
دوهم دا چې پرته له پښتون څخه د نورو قومونو مشران هېڅ کله نه دي توانېدلي ثابته کړي چې ټول افغانستان د ځان وبولي.
هېڅ کله دوی نه دی ښودلې چې له کمپنې، جهاراسیاب او څرخي پله څخه دباندې سبمې د خپلو سیاسي مبارزو برخه وشمېري.
اوس دا په پښتون پورې اړه لري تر څو د وخت حقایقو ته غاړه کېږدي او دا ومني چې غلطه لاره یې ټاکلې ده.
پښتانه دا باید ومني چې نړېوال قدرتونه له دوی سره اوږه وړي.
نور قومونه دا مني چې پرته له پښتنو څخه دوی هېڅ دي او اوبه یې وړي.
دا چې دوی دروغجنې چغې وهي او مکاره سیاست مخ ته وړي یواځې او یواځې برخه غواړي.
نو یادو ټکو ته په کتو سره وېلی شو چې دا خپله پښتانه دي خپل ارزښت تر پښو لاندې کوي او نشي کولی وخت سره لوبه کې ځان ومومي.
((وای چې د مصر نیولو تکل لرې نو نیل پېژندنه یې شرط دی.
اوس هم که افغانستان سره ملکرتیا څوک پالي پښتون پېژنده پکې شرط ده خو چې پښتون ځان وپېژني.
په سیاسي بازار کې دود
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
Comments are closed.