د ژمي ساړه موسم کې د بېوزلو د لاسنیوي او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي اړتیا
شېرمحمد امیني ستانکزی
د ژمي ساړه موسم کې د بېوزلو د لاسنیوي او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي اړتیا!
ژمی د کال یو له سړو موسمونو څخه دی، چې د هېواد ګڼ شمېر وګړي په ځانګړي ډول بېوزلې او اړمنې کورنۍ له بېلابېلو اقتصادي، روغتیايي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کوي.
په افغانستان کې د ډېرو کورنیو کمزوری اقتصادي وضعیت د دې لامل کېږي، چې د ژمي سړې شپې او ورځې په سختۍ تېرې کړي. له همدې امله اړینه ده چې دولت، سوداګر، مرستندوی بنسټونه او شتمن وګړي د ژمي له رارسېدو مخکې د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره ګډ اقدامات په پام کې ونیسي.
د دې لپاره، چې اړمنې کورنۍ له ژمنیو ستونزو سره یوازې پاتې نه شي، دولتي اړوندې ادارې دې د بېوزلو کورنیو سروې ترسره کړي، د دوی اړتیاوې دې مشخصې او له ملي او نړیوالو مرستندویو بنسټونو سره په همغږۍ دې خوراکي توکي، ژمنۍ جامې، کمپلې، د سون توکي او نور اړین وسایل ورته برابر کړي. د مرستو په وېش کې باید عدالت او روڼتیا په پام کې ونیول شي، څو مرستې په منظمه توګه اړمنو کسانو ته ورسېږي.
همدارنګه سوداګر او وارداتي شرکتونه باید د انساني خواخوږۍ او ټولنیز مسئولیت له مخې د ژمي په موسم کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو په بیو کې له بېدلیله لوړوالي ډډه وکړي. دولت هم باید د بازار وضعیت وڅاري، د توکو د عرضې او تقاضا د شرایطو په پام کې نیولو سره دې د بیو د بې مورده لوړوالي مخه ونیسي او له سرغړوونکو کسانو سره دې قانوني چلند وکړي.
له بلې خوا د ژمي په ساړه موسم کې د درنو واورو او واورې ښويېدنې، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله د ولسوالیو، کلیو او مرکزونو ترمنځ لارې تړل کېږي. اړوندې دولتي ادارې باید له وړاندې د واورو پاکولو ماشینونه، ژغورونکې ډلې، بیړني وسایل او د اړتیا وړ تجهیزات چمتو کړي، څو د خلکو د تګ راتګ ستونزې حل او د احتمالي پېښو له امله د ځاني او مالي زیانونو مخنیوی وشي. همدارنګه په زیانمنو سیمو کې باید د بېړنیو مرستو او ژغورنې ټیمونه هم فعال وي.
روغتیايي ستونزې هم د ژمي په موسم کې زیاتېدای شي، له همدې امله روغتیايي مرکزونه باید بر اړینو درملو، طبي وسایلو او مسلکي کارکوونکو سمبال شي. د عامې روغتیا وزارت دې په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو ته د سیارو روغتیايي ټیمونو د لېږلو او د بېړنیو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره جدي پاملرنه وکړي.
د بېوزلو لاسنیوی یوازې د دولت مسئولیت نه دی؛ بلکې شتمن وګړي، ملي او نړیوال سوداګر، خیریه بنسټونه او عام خلک هم باید د خپل توان په اندازه له یادو کسانو سره مرسته وکړي. په کلیو او بانډو کې ګاونډیان کولی شي د زکات، صدقې او نورو مرستو له لارې د اړمنو کورنیو لاسنیوی وکړي. همدارنګه د ژمنیو خطرونو په اړه عامه پوهاوی او د خلکو ترمنځ همکاري د احتمالي زیانونو په کمولو کې مهم رول لري.
هیله من یو چې دولت، سوداګر، شتمن وګړي او ټول هېوادوال د بشري خواخوږۍ او ټولنیز مسئولیت له مخې د اړمنو کورنیو لاسنیوي ته ملا وتړي؛ ځکه د یوه انسان د ژوند ژغورل او د یوه اړمن لاسنیوی ستر انساني او معنوي ارزښت لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320