د ۱۳۵۸ لمریزکال د مرغومي شپږمه هغه نه هېرېدونکې تاریخي ورځ ده، چې پر افغانستان د وخت د شوروي اتحاد سرو پوځونو د ځمکې او هوا له لارې یرغل وکړ. دغه ورځ د افغانستان په معاصر تاریخ کې د غمیزو، بدبختیو، پراخو ورانیو، بې شمېره افغانانو ته د تلفاتو اوښتو او د سترو ناورینونو د پیل ورځ ګڼل کېږي.
د مرغومي په شپږمه، شوروي یرغلګرو، چې پر درندو پوځي تجهیزاتو او پرمختللو وسلو سمبال وو، پر افغانستان یرغل وکړ او نږدې لس کاله له افغان مجاهد ولس سره په جګړو کې ښکېل شول. په دې موده کې هېواد له سختو ورانیو سره مخ شو، میلیونونه افغانان شهیدان او ټپیان شول او ګڼ شمېر هېوادوال اړ شول، چې د جګړې له امله بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي.
سره له دې، چې شوروي اتحاد غوښتل، خپلې سیاسي او ستراتېژیکې موخې په افغانستان کې عملي کړي؛ خو پایله یې برعکس شوه. د افغان ولس بېساري جهاد او سرښندنو شوروي ځواکونه له سختې او شرموونکې ماتې سره مخ کړل.
د افغانانو د جهاد پایله دا شوه، چې د قربانیو او سرښندنو سپېڅلی بیرغ د هېواد په ګوټ ګوټ کې ورپول شو او د ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۶مه شوروي پوځونه له افغانستان څخه په تېښته وتښتېدل او تاریخي ماتې يې وخوړه. همدا ماتې د پخواني شوروي اتحاد د ړنګېدو یو مهم لامل وګرځېد او هغه هېوادونه، چې د شوروي تر ولکې لاندې وو، یو په بل پسې خپلواکۍ ته ورسېدل.
زموږ ولس د تاریخ په اوږدو کې د متجاوزینو پر وړاندې خپل ملي او تاریخي مسئولیت ادا کړی دی؛ لکه څنګه، چې نیکونه مو د انګرېز ستر استعماري ځواک پر وړاندې ودرېدل او ماته یې ورکړه، همدارنګه پلرونو مو د شوروي اتحاد پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه او د هېواد زړورو ځوانانو وروستی یرغلګر ځواک امریکا هم له ناکامۍ او ماتې سره مخ کړ.
زموږ تاریخ څرګندوي، چې افغانان له نړۍ او په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو، متقابلو او د درناوي پر بنسټ اړیکو غوښتونکي دي؛ خو هېڅ بهرنی هېواد باید دا ګومان او فکر ونه کړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې سیاسي، پوځي یا استخباراتي مداخله وکړي.
افغان مېړني ولس د خپلې خاورې، ملي شتمنیو، خپلواکۍ او ناموس د ساتنې لپاره قرباني ورکړې او هېڅکله یې د کوم هېواد غلامي نه ده منلې او نه یې مني.
نن ورځ د هېواد ځوانانو د جګړو پر ځای د آبادۍ، پرمختګ او بیارغونې لپاره لاسونه سره ورکړي دي، تر څو خپل ځورېدلي ولس ته خدمت وکړي او اجازه ورنه کړي، چې افغانستان یو ځل بیا د بهرنیو سیاسي او استخباراتي لوبو ډګر وګرځي.
په پای کې، د افغان ولس د تلپاتې بریا، ملي یووالي او د افغانستان د سوکالۍ او سمسورتیا هیله کوو او باور لرو، چې د پرمختګ او بیا رغونې هیلې به د همدې زړورو او ننګیالیو افغان بچیانو پر مټ پوره شي. ان شاء الله
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.