«کله چې انسانوالی د یوه جنس امتیاز وګرځي»
آغلو او ښاغلو، درنو حاضرینو!
له تاسو څخه مننه کوم چې نن یې زه دې غونډې ته بللی یم
غواړم خپله وینا له یوه تعریف څخه پیل کړم. موږ معمولاً تاوتریخوالی د کینې، ښکنځلو او د دوو انسانانو ترمنځ د شخړې او لاس اچونې په معنا ګڼو. دا تعریف سم دی، خو بشپړ نه دی
زما په هېواد، افغانستان کې، تاوتریخوالی بله بڼه هم لري؛ داسې تاوتریخوالی چې نور د دوو کسانو ترمنځ نه محدودېږي، بلکې په قانون، فرمان او حکومتي نظام کې ځای نیسي
هلته د ښځې او سړي ترمنځ یو پوله راکښل شوې ده. د دې پولې یوې خوا ته هلکان او نارینه دي، چې د انسانانو په توګه پېژندل کېږي او د زدهکړې، کار، تګ راتګ او خبرو کولو حق لري. د پولې بلې خوا ته نجونې او ښځې دي، چې داسې چلند ورسره کېږي، لکه بشپړ انسانان چې نه وي؛ داسې موجودات چې باید پټ پاتې شي، چوپتیا غوره کړي او یوازې اطاعت وکړي
کله چې یو څوک د زدهکړې، کار او خپل غږ له حق څخه محروموي، پیغام یې روښانه دی:
ته د انسانانو په ډله کې نه شمېرل کېږې
دا د تاوتریخوالي تر ټولو ستره بڼه ده، ځکه تر دې وړاندې چې د انسان بدن ته زیان ورسوي، د هغه انساني کرامت تر پښو لاندې کوي
پنځه کاله له ښوونځي پرته
اجازه راکړئ له ښوونځي څخه پیل وکړم
د نجونو د ښوونځیو دروازې له پنځو کلونو راهیسې تړلې دي. له شپږم ټولګي پورته نجونې د زدهکړې حق نه لري
یونیسف اعلان کړی چې په دغو پنځو کلونو کې له ۲.۶ میلیونو څخه زیاتې نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې شوې دي. نجونې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راهیسې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع شوې دي او ښځې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راهیسې پوهنتونونو ته د تګ حق نه لري
یونسکو خبرداری ورکوي چې که دغه بندیز دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به د دغو نجونو شمېر نږدې څلورو میلیونو ته ورسېږي
د هرې شمېرې تر شا یو نوم او یوه کورنۍ شته
یوه داسې نجلۍ شته چې په شپږم ټولګي کې یې خپل کتاب وتاړه او لا هم باور نه کوي چې سبا به بېرته ښوونځي ته نه ستنېږي
زه هېڅکله د ملیحې هغه اوښکې نه شم هېرولای؛ هغه د مجید خان د لور وه، د دهبالا اوسېدونکې. کله چې له ښوونځي څخه محرومه شوه، دومره یې وژړل چې دوه میاشتې وروسته یې د سترګو لید له لاسه ورکړ
ایا دا د انساني عدالت نوم دی؟
هغه به نن ښايي اوولس کلنه وي. د خپل ژوند پنځه داسې کلونه یې د محرومیت تر دېوالونو شا ته تېر کړل چې هېڅوک یې بېرته نه شي ورګرځولای
خو د هغې د سترګو لید به څوک بېرته ور وګرځوي؟
شمېرې ښيي چې دا یوازې یوه فردي غمیزه نه ده. یونیسف اټکل کوي چې که دغه محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې تر ۲۰ زرو پورې ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي
یعنې سبا به په یوه لرې پرته ولسوالۍ کې هغه ښځه چې د زېږون پر مهال مرستې ته اړتیا لري، قابله ونه مومي؛ او هغه نجلۍ چې باید زدهکړه وکړي، ښوونکې به ونه لري
د ښځو له زدهکړې محرومول، په پای کې د ټولې ټولنې محرومول دي، چې نارینه هم ترې مستثنا نه دي
هغه ښځه چې د کار اجازه نه لري
زدهکړه یوه دروازه ده او کار بله.
افغانې ښځې د کار له بازار څخه په پراخه کچه ایستل شوې دي. د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر راهیسې ښځې، د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو په ګډون، ان د ملګرو ملتونو دفترونو ته له ننوتلو هم منع شوې دي.همدارنګه، د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې ښځینه دولتي کارکوونکې له هغه کم شوي معاش څخه هم بېبرخې شوې چې کلونه یې د کورناستې په بدل کې ترلاسه کاوهد دغو ښځو ډېری یې کونډې او د خپلو کورنیو سرپرستانې دي
هغه ښځه چې څلور یا پنځه کسان یې د کورنۍ د نفقې لپاره سترګې ورته نیولې وي، اوس نه د کار حق لري او نه د خلاصون کومه لاره
دا اقتصادي تاوتریخوالی دی؛ ښځه په اقتصادي وابستګۍ او د نورو په لاس کې د ژوند کولو ته اړ ایستل کېږي، او همدا وابستګي تل د ناوړه ګټې اخیستنې دروازه پرانیزي
د دېوال پر ځای قانون
هغه څه چې افغانستان د نړۍ له ډېرو نورو هېوادونو څخه بېلوي، دا دي چې دغه محرومیتونه نه خپلسري دي او نه هم تصادفي؛ بلکې منظم او په رسمي ډول د فرمانونو له لارې پلي کېږي
د جورجټاون پوهنتون د ښځو، سولې او امنیت انسټیټیوټ څېړونکو د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې شمېرلې چې د طالبانو ۲۶۴ فرمانونه د بشري حقونو په اړه دي او له دې ډلې ۱۶۶ فرمانونه په مستقیم ډول ښځې او نجونې په نښه کوي
افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې له منځنیو زدهکړو او پوهنتونونو څخه محروموي. همدا محدودیتونه دي چې ملګري ملتونه یې دې ته اړ کړي چې د «جنسیتي اپارتاید» اصطلاح وکاروي
دا فشار یوازې په قانون کې نه دی محدود؛ بلکې د ښارونو او کوڅو تر کچې رسېږي
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال په جون کې راپور ورکړ چې لږ تر لږه ۳۰ ښځې په هرات کې د جامو اغوستلو د مقرراتو د سرغړونې په تور نیول شوې وې، او له دې وروسته په رامنځته شویو اعتراضونو کې د مرګژوبلې راپورونه هم ورکړل شول
وګورئ، هلته یوازې د یوې جامې اغوستل هم انسان زندان ته رسولای شي
هغه مقاومت چې لا هم نه دی چوپ شوی
خو که زه یوازې د غم او مصیبت خبرې وکړم، نو د حقیقت نیمایي برخه به مې بیان کړې وي. د حقیقت بله نیمایي مقاومت دی
افغان ښځو تسلیمۍ ته غاړه نه ده ایښې
هغوی په پټو کورونو کې درس ورکوي او زدهکړه کوي، پټ ښوونځي چلوي، انلاین زدهکړې پر مخ وړي او ان د خطرونو له شتون سره سره لارو او کوڅو ته راوځي
د ۲۰۲۶ کال په فبروري کې هم نجونو د کابل په کوڅو کې یو ځل بیا د زدهکړې د حق لپاره شعارونه ورکړل
هغوی په تر ټولو یوازینو او ستونزمنو شرایطو کې ثابته کړې ده چې انساني عزت او پوهه د یوه فرمان په وسیله نه شي چوپ کېدای
موږ باید څه وکړو؟
له تاسو څخه، چې په دې آزاد هېواد کې د قانون او امنیت تر سیوري لاندې ژوند کوئ، څه غواړم؟
درې غوښتنې لرم
لومړی: هېرې یې نه کړئ
په نړۍ کې ډېر بحرانونه شته او د خلکو پام کله ناکله ستړی کېږي. خو افغان ښځې باید د نورو خبرونو په سیوري کې هېرې نه شي
دویم: حقوقي او دیپلوماتیک فشار ژوندی وساتئ
د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې هالنډ، له استرالیا، کاناډا او جرمني سره یوځای، افغانستان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون (CEDAW) د ژمنو د عملي کولو په اړه مسؤل وباله
دا یو ارزښتناک ګام دی او باید دوام ومومي. همدارنګه، هر کله چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو خبره کېږي، د ښځو حقونه باید د یوه جدي او نهتېرېدونکي شرط په توګه مطرح وي
درېیم: د مرستې له عملي لارو کار واخلئ
د پټو او انلاین زدهکړو ملاتړ وکړئ، د افغان ښځو له هغو سازمانونو سره همکاري وکړئ چې په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي، او له هغو ښځینه کډوالو سره مرسته وکړئ چې ستاسو په همدې ښارونو کې د یوه نوي ژوند د جوړولو هڅې کوي.
وروستۍ خبرې
آغلو او ښاغلو!
تاوتریخوالی په سوک نه پیلېږي؛ بلکې په یوه جمله پیلېږي
«هغه زموږ په څېر نه ده.»
او په یوه فرمان دوام مومي
«هغې دا حق نه لري.»
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره باید همدا جمله او همدا فرمان له بنسټه له منځه یوسو
موږ باید پر دې باور ولرو چې انسانوالی د یوه جنس امتیاز نه دی، بلکې د ټولو انسانانو حق دی
د افغانستان نجونې خیرات او ترحم ته اړتیا نه لري؛ هغوی پیوستون، ملاتړ او برابري غواړي
هیله ده هغه ورځ نږدې وي چې د ښوونځیو دروازې یو ځل بیا پرانیستل شي او هغه نجونې چې نن د دېوالونو تر شا بندې دي، سبا د خپل هېواد ښوونکې، ډاکترانې او مشرانې شي
له تاسو څخه د زړه له کومې مننه
بصیر شفق
افغان لیکوال او د هالنډ د قلم ټولنې غړی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320