ای ویان ۶۰۰؛ د پوستکي او ویښتو ملګری

34

ای ویان ۶۰۰ د ویټامین E (Vitamin E / Tocopheryl Acetate 600 mg) کپسول دی. ویټامین E یو مهم غوړ-محلول ویټامین او پیاوړی انټي‌اکسیدنټ دی چې د بدن حجرې له زیان څخه ساتي او د بدن د ګڼو غړو په سالم فعالیت کې مهم رول لري.

ویټامین E د بدن لپاره څه کوي؟
. د بدن حجرې د آزادو راډیکالونو له زیان څخه ساتي.
. د معافیت سیستم پیاوړی کوي.
. د پوستکي او ویښتو روغتیا ملاتړ کوي.
. د اعصابو او عضلاتو په سالم فعالیت کې مرسته کوي.
. د سترګو او زړه د روغتیا په ساتنه کې رول لري.

د ای ویان ۶۰۰ مهمې ګټې!
ـ د ویټامین E کمښت درملنه او مخنیوی.
ـ د پوستکي وچوالی کموي او د پوستکي نرموالي کې مرسته کوي.
ـ د لمر او چاپېریالي زیانونو پر وړاندې د پوستکي ساتنه کوي.
ـ د ویښتانو روغتیا ملاتړ کوي او د ویښتو ماتېدنه کمولو کې مرسته کولی شي.
ـ د معافیت سیستم پیاوړی کوي.
ـ د عضلاتو او اعصابو په ښه فعالیت کې مرسته کوي.
ـ د بدن د حجرو د زړېدو بهیر ورو کولو کې مرسته کوي.

د چا لپاره کارول کېږي؟
. د ویټامین E کمښت لرونکي کسان.
. هغه کسان چې د غوړو د جذب ستونزه لري.
. ځینې ناروغان چې د ډاکټر په سپارښتنه ویټامین E ته اړتیا لري.

د استعمال طریقه:
. لویان: عموماً ۱ کپسول په ورځ کې یو ځل د خوړو وروسته.
. د ډاکټر له مشورې پرته یې د اوږدې مودې لپاره مه کاروئ.

جانبي عوارض:
که په لوړه اندازه یا اوږده موده وکارول شي:
. زړه بدوالی
. د معدې درد
. نس ناستی
. سر درد
. ستړیا
. د وینې بهېدو خطر زیاتېدل

څوک باید احتیاط وکړي؟
. هغه کسان چې د وینې رقیقوونکي درمل (لکه Warfarin، Aspirin، Clopidogrel) کاروي.
.د جراحۍ څخه مخکې ناروغان.
. د وینې بهېدو ناروغي لرونکي کسان.
. امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې باید یوازې د ډاکټر په مشوره یې وکاروي.

د نورو درملو سره تداخل:
ای ویان ۶۰۰ ممکن له دې درملو سره تداخل ولري:

Warfarin
Aspirin
Clopidogrel
ځینې د کولیسټرول ضد درمل:
ایا هر څوک یې د پوستکي او ویښتو لپاره استعمالولی شي؟

که د ویټامین E کمښت نه وي، د ۶۰۰ mg لوړ دوز هره ورځ کارول سپارښتنه نه کېږي. د پوستکي او ویښتو ستونزې تل د ویټامین E د کمښت له امله نه وي، نو غوره ده د اړتیا په صورت کې د ډاکټر له مشورې وروسته وکارول شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.