د لنډیو اصلي منابع خلک دي
۴۱مهبرخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۸۲مه برخه
اردو ژبې ته د لنډیو ژباړه:
نورو ژبو ته د پښتو لنډیو د ژباړو په لړ کې، په ټولنیزه میډیا کې داسې ویدیوگانې په مخه راغلې چې اردو ژبې ته هم د پښتو لنډیو د ژباړو بېلگې په کې راغلې دي. ما پخوا تر دې انگلیسي او دري ژبو ته د لنډیو د ژباړو بېلگې لیدلې وې چې ترټولو غوره بېلگې یې د استاد بېنوا او عبدالله شادان له خوا ترسره شوې دي، خو دا دی اوس اردو ژبې ته د لنډیو د ژباړو بېلگې هم په مخه راغلې.
په ټولنیزه میډیا کې د «ایسکو پښتو زدهکونکي ــ aissko Pushto Learner یا د پښتوژبې زدهکونکي» په نومونو یوگروپ پیدا شوی دی چې پښتو شعرونه او لنډۍ په جالبه بڼه له پښتو نه اردو ژبې ته ورژباړي. دا کار هرڅوک چې هر چېرې ترسره کوي، زه یې یو نیک او ښه کار گڼم. دا کار د پښتو ژبې او پښتني فلکلور په عامېدو او غني کېدو کې یو مثبت کار گڼم.
دلته به اردو ژبې ته د پښتو لنډیو د ژباړې څو بېلگې وړاندې کړم:
لومړۍبېلگه:
د لنډیو د راټولولو د هڅو په لړ کې داسې ویدیو هم په مخه راغله چې په یوهویدیو کې سندرغاړی لنډۍ زمزمه کوي او پر سکرین باندې لومړی د لنډۍ پښتو متن لیکل کېـږي او تر پښتو متن لاندې یې اردو ژباړه هم لیکل کېـږي او د اردو ژباړې نه لاندې یې د ژباړل شوي متن تلفظ په انگلیسي تورو لیکلی دی. په یاده ویدیو کې دغه دوې لنډۍ په اردو ژبه ژباړل شوې دي:
لالی په ما کې گناه گوري
خپلهگناه، په گناه نه حسابوینه
لالی د بدو سړی نه دی
د بل په خوله چارې کوي، زور راکوینه
دا لنډۍ ما پخوا هم راخوندي کړې وې، اوس مې د دې لهپاره راواخیستې چې دا د لنډيو په ژباړو کې په ارودو ژبه باندې د لنډیو لومړنۍ بېلگه ده چې زما له نظره تېرېـږي. ویدیو دوهویشتثانیې ده، دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1773425179989323
دویمهبېلگه:
زه په نوروحورو څه کوم ناصحه (مین نې باقی حورو کا کیا کرناهی ناصح)
د اویا حورو سرداره راسره ده (سترحورون کا سردار میری پاسهی)
دا د پښتو لنډیو د ژباړې یوه لنډه ویدیو ده چې یوازې یوه لنډۍ په کې اېښودل شوې ده.
ویدیو پنځهلس ثانیې ده او دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/2013688076227152
دریمهبېلگه:
په پیشمني کې مې رایادشوې (سحری مې مجهې تم یاد ایٔي)
حیران په دې یم، ورځ به څنگه تېرومه (حیران اس وجه سې هم که دن کیسې گوزارو گا)
روژه خو راغله، ته رانغلې (رمضان تو ایا مگر تم نهی ایٔې)
د پیشمني اور ته یوازې ویرکومه (سحری کې اگ کې ساتهـ بیټا کر اکیلې رورهاهو)
دا ویدیو چې یوازې نهویشت ثانیې ده، دوې لنډۍ راغلي دي داسې چې پر سکرین باندې لومړی د لنډۍ پښتو متن او ورلاندې یې اردو ژباړه لیکل شوې، خو یو تن د رباب او شپېلۍ له نغمې سره د لنډۍ پښتو متن زمزمه کوي، دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1685154972646818
څلورمهبېلگه:
ازاروه مې مه جانانه (مجهې مت تړپاو محبوب)
بل به دې خوښ شي، بیا به تا ازاروینه (تمې کویې اور پسند اجايېگا، پهروه تمهې تړپایېگا)
جدايي اور دی، سور انگار دی (جدايي آگهې، سرخ انگارهې)
خدای دې هیڅڅوک له یاره نه جدا کوینه (خدا کیس کو محبوب سې جدا نهکرې)
په دې ویدیو کې پر سکرین باندې لومړی د لنډۍ پښتومتن او بیا اردو ژباړه لیکل کېـږي او یو ښځینه غږ یې د یوې خوږې نغمې په ملتیا زمرمه کوي. ویدیو څلیرویشتثانیې ده او دا یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1590153972204708
پنځمهبېلگه:
بېلتون، د زغم خبره نه ده (جدایي برداشت هونېوالې نهیيهی)
نور به په چیغو، چیغو کلي خبرومه (باقي چیخ، چیخ کر گاوو کا خبردار کروگي)
د باچا تخت مې پهکار نهدی (بادشاه والا تخت مجهی نهي چاهیې)
زما پهکار دي ستا څنگل باندې خوبونه (مجهی آپکی بازدپه نیندچاهیې)
په دې ویدیو کې دا پاسنۍ لنډۍ له اردو ژباړې سره پر سکرین باندې راښکارېـږي او یو ښکلی او پوست ښځینه غږ کې، د پاسته موزیک په ملتیا داسې زمزمه کېـږي چې د لنډیو خوند څوچنده اضافه کوي. ویدیو څلویښتثانیې ده، دا یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/897799085964819
شپـږمهبېلگه:
زه خو سادهباده سړیوم (مېتو سیدهساده آدمیتها)
تا راته وخندل، میٔن درباندېشومه (تمنې هنسکر دیکها تو می تم پر فدا هوگیا)
دا ستا وړې، وړې خبرې (تمهار یه چوټي، چوټي باتي)
لکه سندرې ما ته ډېرخوند راکوینه (موزیک کې طرح مجهې بهت مزه دیتیهی)
په دې ویدیو کې هم پرسکرین باندې له اردو ژباړې سره لنډۍ راښکارېـږي او ورسره جوخت د موزیک په ملتیا یوه ښځه د لنډیو پښتو متن زمزمه کوي، ویدیو درویشتثانیې ده، دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1398752074973175
اومهبېلگه:
په زړه مې یوالله خبر دی (میری دلسی ایکالله باخبرهې)
په خوله خندا، په زړه دردونه تېرومه (منیپه هنسې اور دلپه درد سههرهاهو)
په دې ویدیو کې هم پرسکرین باندې پاسنۍ لنډۍ له اردو ژباړې سره راښکاریـږي او پرته له موزیک څخه یې یو نارینه په ترنم سره پښتو متن وايي.
ویدیو اتهویشتثانیې ده او دا لاندې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1215025933723339
اتمهبېلگه:
دونیا به ستا له سره جار کم (دونیا کو آپ کې سرپر قربان کردونگا)
ستا یو دیدن په ټول جهان نهورکومه (تمارې ایک جهلک پورې جهان کې بدلې کسکو نهي دونگا)
دا لنډۍ مې هم له داسې ویدیو نه راخپله کړې ده چې پر سکرین باندې د لنډۍ له پښتو متن سره اردو ژباړه لیکل شوې، یو نارینه د لنډۍ پښتو متن د یوه نرم موزیک په ملتیا زمزمه کوي. ویدیو دولسثانیې ده، دا یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/2118621955579929
نوربیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.