د ننګرهار په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ تنه مړه او اته نور ټپیان شول
د ننګرهار ولایت له ځايي سرچینو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د پچیراګام ولسوالۍ د مرغۍ په سیمه کې د یو ډاټسن ډوله موټر د چپه کېدو له امله شپږ تنه خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.
سرچینو د شنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۰مه، رسنیو ته ویلي چې په وژل شویو کې څلور ښځې او دوه نارینه شامل دي.
د سرچینو په وینا، ټپیان د درملنې لپاره د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پېښې د لامل په اړه تر اوسه جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو د ننګرهار د طالبانو ځايي چارواکو هم د دې ترافیکي پېښې پخلی کړی دی.
په افغانستان کې هره ورځ ترافیکي پېښې د ګڼو کسانو ژوند اخلي او یو شمېر نور پکې ټپیانېږي.
تر دې وړاندې هم د هلمند ولایت د واشېر ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي بس او بار وړونکي موټر د ټکر له امله پنځه تنه مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي وو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.