د افغانستان په اړه د ایران د څواړخیزې ډیپلوماسۍ تحلیل: د طالبانو، مخالفو جریانونو او فاطمیون لښکر د هممهالې بلنې په رڼا کې
سیف قاضيزاده
د افغانستان په اړه د ایران د څواړخیزې ډیپلوماسۍ تحلیل : د طالبانو، مخالفو جریانونو او فاطمیون لښکر د هممهالې بلنې په رڼا کې
سریزه
افغانستان د خپل جیوپولیتیکي موقعیت ، تاریخي او فرهنګي اړیکو ، اوږدې ګډې پولې او د دغه هېواد د تحولاتو د سیمې پر امنیت او ثبات د مستقیم اغېز له امله ، تل د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنۍ پالیسۍ له مهمو محورونو څخه شمېرل شوی دی . په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو بېرته راګرځېدل ، د افغانستان په سیاسي جوړښت کې د بدلون ترڅنګ ، د سیمې امنیتي او ستراتیژیک معادلې هم بدلې کړې او ګاونډي هېوادونه، په ځانګړي ډول ایران، یې دې ته اړ کړل چې د افغانستان په اړه خپلې ستراتیژۍ له سره تعریف کړي . په داسې شرایطو کې ، د ایران د اسلامي جمهوریت هر ډول ډیپلوماتیک اقدام د افغانستان د بېلابېلو لوبغاړو په اړه ، د طالبانو له حکومت ، د مخالفو جریانونو له مشرانو او د فاطمیون لښکر له ځینو اړوندو شخصیتونو سره په یو وخت تعامل ، یوازې یو “خیریه ” او تشریفاتي چلند نه بلکې یو داسې اقدام ارزول کېدای شي چې ځانګړي سیاسي ، امنیتي او جیوپولیتیکي پیغامونه او موخې له ځان سره ولري .
د نړیوالو اړیکو په ادبیاتو کې ، په نړیوال انارشیک نظام کې د دولتونو چلند تر ډېره د ملي ګټو د تأمین ، د امنیت د ساتنې ، د نفوذ د زیاتوالي او د ګواښونو د مدیریت پر منطق ولاړ تشریح کېږي . له همدې امله ، د افغانستان په اړه د ایران د سیاست تحلیل هم د نظري چوکاټونو ، په ځانګړي ډول د واقعګرایۍ (Realism) او د «هجینګ» (Hedging) یا «د ګڼو انتخابونو د ساتلو» له مفهوم څخه د ګټې اخیستنې غوښتنه کوي . پر همدې بنسټ ،
د دې څېړنې اساسي پوښتنه دا ده چې د طالبانو ، د هغوی د مخالفینو او د فاطمیون لښکر له اړوندو څېرو څخه هممهاله بلنه ، د ایران د اسلامي جمهوریت په بهرنۍ پالیسۍ کې کومې موخې او پیغامونه تعقیبوي ، او دغه اقدام تر کومه بریده د واقعګرایۍ له اصولو او د ایران د سیمهییزې پالیسۍ له اړتیاوو سره سمون لري ؟
اوسنۍ مقاله هڅه کوي چې د نظري تحلیل او د دې پېښې د سیاسي او ډیپلوماتیکو ابعادو د ارزونې پر بنسټ ، د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي او سیمهییزو ستراتیژیکو ګټو په چوکاټ کې د دغه اقدام موخې ، پایلې او احتمالي پیغامونه روښانه کړي .
د ایران له لوري د طالبانو، د هغوی د مخالفینو او د فاطمیون لښکر د قوماندانانو د هممهالې بلنې د موخو او پیغامونو شننه
د طالبانو د چارواکو ، احمد مسعود ، محمد محقق او د فاطمیون لښکر د یو شمېر قوماندانانو یا اړوندو څېرو ته د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا په یوه رسمي مراسم کې هممهاله بلنه ، د بهرنۍ پالیسۍ د اصولو او د واقعګرایۍ (Realism) د تیورۍ په چوکاټ کې تحلیل کېدای شي . دغه اقدام ، تر دې چې د ایران له نظره د دغو لوبغاړو د مساوي ځایګی څرګندونه وکړي ، د د ګڼو انتخابونو د ساتلو او له افغانستان سره د ټولو اغېزناکو لوبغاړو سره د اړیکو د هممهاله مدیریت د پالیسۍ څرګندونه کوي .
ایران په تېرو څلورو لسیزو کې تل هڅه کړې چې د افغانستان له بېلابېلو سیاسي او پوځي جریانونو ، اعم له واکمنو حکومتونو، مخالفو ډلو او نورو اغېزناکو لوبغاړو سره خپلې اړیکې وساتي . د دې تګلارې اساسي دلیل د افغانستان د سیاسي جوړښت بېثباتي او په دغه هېواد کې د واک د راتلونکې نامعلوموالی دی ؛ له همدې امله ، تهران نه غواړي خپله ټوله سیاسي او امنیتي پانګه یوازې پر یوه لوبغاړي متمرکزه کړي .
له همدې کبله ، د افغانستان په اړه د ایران پالیسي تر ډېره پروژهمحوره او تاکتیکي بڼه لري ، چې د څو نظري چوکاټونو له مخې ارزول کېدای شي .
ـ نظري چوکاټ ؛ واقعګرایي (Realism):
د واقعګرایۍ له لیدلوري ، دولتونه د خپلو ملي ګټو پر بنسټ ، د امنیت ، ځواک او بقا په چوکاټ کې، د نړیوال نظام په انارشیک جوړښت کې پرېکړې کوي .
د همدې لیدلوري په رڼا کی ، ایران په افغانستان کې د لاندې موخو د ترلاسه کولو په لټه کې دی :
– د سرحدي امنیت پر وړاندې د ګواښونو مخنیوی (مخدره مواد او وسلهوالې ډلې) .
– د کډوالو د مسئلې ( مهاجرتونو) مدیریت .
– د سیمهییزو سیالانو د نفوذ کمول (متحده ایالات ، ځینې عربي هېوادونه او پاکستان) .
– د افغانستان په لوېدیځه برخه کې د ستراتیژیک عمق او امنیتی کمربند رامنځته کول .
«ایران د افغانستان په لوېدیځه برخه کې ستراتیژیک عمق (Strategic Depth ) او امنیتي کمربند (Security Buffer Zone)
رامنځته کول» ، ایران هڅه کوي د افغانستان لوېدیځې سیمې د خپلې ملي امنیتي ستراتیژۍ یوه برخه وګرځوي ، څو د احتمالي ګواښونو مخه له خپلو سرحدونو څخه بهر ونیسي .
– ستراتیژیک عمق
د ایران لپاره د افغانستان لوېدیځ، په ځانګړي ډول هرات او شاوخوا سیمې، د داسې ستراتیژیک عمق په توګه ارزول کېږي چې د احتمالي امنیتي ګواښونو، افراطي ډلو ، قاچاق او بهرنیو پوځي نفوذونو د مخنیوي لپاره مهم رول لري .
– امنیتي کمربند (Security Buffer Zone) :
امنیتي کمربند هغه جغرافیایي سیمه ده چې د یوه هېواد او احتمالي ګواښ ترمنځ د حایل یا محافظتي سیمې په توګه عمل کوي . د دې هدف دا دی چې هر ډول امنیتي خطر د اصلي سرحدونو تر رسېدو مخکې مهار شي .
د ایران له نظره ، که د افغانستان لوېدیځې سیمې نسبي ثبات ولري او تهران پکې سیاسي او اقتصادي نفوذ ولري ، نو دا به د ایران لپاره د یو امنیتي کمربند په توګه عمل وکړي او د ناامنۍ د خپرېدو مخه به ونیسي .
د دې جملې مفهوم دا نه دی چې ایران غواړي د افغانستان خاوره خپله کړي؛ بلکې په جیوپولیتیک او د نړیوالو اړیکو د نظریو له مخې دا معنا لري چې ایران هڅه کوي د افغانستان په لوېدیځ کې داسې سیاسي ، اقتصادي ، کلتوري او امنیتي نفوذ رامنځته کړي چې د خپل ملي امنیت، سیمهییز نفوذ او ستراتیژیکو ګټو د خوندي کولو وسیله وګرځي .
دغه مفهوم په ځانګړي ډول د دفاعي واقعیتپالنې (Defensive Realism)، جیوپولیتیک او ملي امنیت د نظریو له مخې تحلیل کېږي .
ځینې څېړونکي باور لري چې ایران د افغانستان په لوېدیځ کې د نفوذ د ساحې (Sphere of Influence) او امنیتي کمربند (Security Buffer) د رامنځته کولو هڅه کوي
، څو امنیتي ګواښونه د خپلو پولو څخه لرې مدیریت کړي .
يا په بل عبارت د جیوپولیتیک او واقعیتپالنې د نظریو له مخې ، داسې شواهد او تحلیلونه شته چې ایران هڅه کوي د افغانستان په لوېدیځ کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي نفوذ له لارې د خپل ملي امنیت لپاره یو امنیتي کمربند رامنځته یا پیاوړی کړي .
له همدې امله ، په یوه ځانګړي او ځیرک نظر باید وویل شي چې د افغانستان په اړه د ایران پالیسي « په بشپړه توګه د درک وړ » ده . د افغانستان په اړه د ایران پالیسي ثابته ، بنسټیزه او نهادینه شوې پالیسي ده ؛ خو :
د ایران د دولت عمومي موخې ثابتې دي، خو وسایل او ابزار یې په دوامداره توګه بدلېږي .
– له طالبانو ، وسلهوالو مخالفینو او د پخوانیو حکومتونو له غړو سره هممهاله تعامل ، د ایران تاکتیکي او مقطعي پرېکړهنیونه څرګندوي .
– د افغانستان د ورځنیو تحولاتو پر وړاندې غبرګون .
– له لنډمهالو فرصتونو څخه ګټه اخیستنه .
د ایران د پالیسۍ څوپوړیز او غیرخطي ماهیت، یعنې په یوه وخت کې ډیپلوماتیک تعامل، امنیتي فشار، فرهنګي او اقتصادي نرم نفوذ، د دې لامل ګرځي چې د پرلهپسې او اوږدمهالې ستراتیژۍ نښې لږ تر سترګو شي .
د همدې چوکاټ له مخې ، له طالبانو او د هغوی له مخالفینو څخه هممهاله بلنه لاندې ستراتیژیکې موخې تعقیبوي :
لومړی : له افغانستان سره د ټولو اغېزناکو اړخونو د اړیکو د کانالونو ساتل ، څو که د ځواک په توازن کې بدلون راشي، ایران بیا هم له ټولو لوبغاړو سره د تعامل وړتیا ولري .
دویم : د طالبانو پر وړاندې د چنې وهلو د ځواک زیاته ول ؛ په دې معنا چې که د هلمند (هیرمند) د اوبو حق ، د سرحدونو امنیت ، کډوال، سوداګري او یا نورو دوهاړخیزو موضوعاتو په اړه اختلاف رامنځته شي ، تهران وکولای شي له نورو سیاسي جریانونو سره خپلې اړیکې د ډیپلوماتیک فشار د یوې وسیلې په توګه وکاروي .
درېیم : د سیمې په کچه د ایران د هغه هېواد په توګه د دریځ ټینګول ، چې له افغانستان د ټولو سیاسي جریانونو سره د اړیکو او خبرو اترو وړتیا لري او د اړتیا په صورت کې د منځګړي یا د خبرو اترو د اسانتیا برابروونکي رول ترسره کولای شي .
همدارنګه ، د فاطمیون لښکر له اړوندو څېرو څخه بلنه دا څرګندوي چې ایران لا هم دغه شبکه د خپلې یوې ستراتېژیکې ظرفیت په توګه ساتلې ده ؛ که څه هم دا لازماً په دې معنا نه ده چې ایران غواړي له دې ظرفیت څخه په افغانستان کې په عملي یا پوځي توګه استفاده وکړي .
د نړیوالو حقوقو او ډیپلوماتیک عرف له نظره ، دا ډول اقدام چندان غیرمعمول نه ګڼل کېږي . په ډېرو رسمي مراسمو کې ، لکه د مشرانو د جنازې په مراسمو ، د لوړې (تحلیف) په مراسمو او یا نړیوالو غونډو کې ، هېوادونه له هغو شخصیتونو او ډلو څخه هم بلنه کوي چې کېدای شي له یو بل سره جدي اختلافات ، آن سیاسي دښمني ولري . د دغه اقدام موخه عموماً له ټولو اړخونو سره د اړیکو ساتل ، د خبرو اترو لپاره د چمتووالي څرګندول ، د منځګړیتوب د رول پیاوړتیا او د ملي ګټو تأمین وي .
له همدې امله ، په یوه رسمی مراسم کې د سیالو لوبغاړو ګډ حضور ، په هېڅ صورت د هغوی ترمنځ د یو شان موقف ملاتړ یا سیاسي اتحاد معنا نه لري .
خو ، په عین وخت کې ، باید د بلل شویو مېلمنو ترمنځ د ماهوي توپیر له پامه ونه غورځول شي . د طالبانو چارواکي د افغانستان د برحال حکومت استازي ګڼل کېږي او له هغوی سره تعامل د واکمن حکومت سره د رسمي سیاسي اړیکو په چوکاټ کې د توجیه وړ دی .
په مقابل کې ، احمد مسعود او محمد محقق د سیاسي ـ پوځي مخالفو جریانونو مشران دي ، چې له هغوی سره د اړیکو ساتل د ایران د اړیکو د کانالونو د ساتلو د پالیسۍ یوه برخه ګڼل کېږي .
فاطمیون لښکر هم یوه غیردولتي وسلهواله پوځي ډله ده ، چې له ایران سره یې د اړیکو ماهیت ، د تهران له دولتونو یا سیاسي شخصیتونو سره له اړیکو څخه بنسټیز توپیر لري .
له همدې امله ، له دغو لوبغاړو څخه هممهاله بلنه په هېڅ صورت د دې معنا نه لري چې د ایران له نظره د هغوی ځایګی ، د باور کچه او یا دندې یو شان دي ؛ بلکې هر یو یې د ایران د اسلامي جمهوریت د ګټو او ستراتېژیکو محاسبو پر بنسټ بېلابېل رولونه ترسره کوي .
د ایران دغه اقدام د طالبانو لوري ته هم ځانګړي سیاسي پیغامونه لرلای شي .
ایران د دې بلنې له لارې وښودل چې خپله پالیسي یې یوازې پر طالبانو نه ده ولاړه کړې ، بلکې لا هم له افغانستان د نورو سیاسي جریانونو سره خپلې اړیکې ساتلې دي . دا ډول چلند د طالبانو لپاره د یوه سیاسي خبرداري په توګه تعبیرېدای شي ؛ یعنې د ایران ملاتړ باید قطعي او دایمي ونه ګڼل شي (بلکې مقطعي او تاکتیکي بڼه لري) ، او که د هلمند (هیرمند) د اوبو د حق ، د سرحدونو امنیت ، کډوالو او یا نورو ستراتیژیکو موضوعاتو په اړه اختلاف رامنځته شي ، تهران نور سیاسي او ارتباطي اهرمونه هم په واک کې لري .
البته ، یوازې دا موضوع د دې دلیل نه شي کېدای چې ایران په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د رامنځته کولو یا پراخولو نیت لري ؛ که څه هم له بېلابېلو لوبغاړو سره د اړیکو ساتل ، د راتلونکو تحولاتو په وړاندې د ایران د سیاسي مانور ظرفیت زیاتوي .
له علمي پلوه باید دا تفکیک ترسره شي :
د موخو په کچه :
د افغانستان په اړه د ایران پالیسي واقعګرایانه (Realist) ده .
د اجرا په کچه :
د ایران چلند تر ډېره تاکتیکي ، غبرګونیز (واکنشي) او پروژهمحوره دی ، او تر یوه بریده د امنیتي پروژو د مدیریت پر بنسټ ولاړ دی .
پایله دا چې ، د افغانستان په اړه د ایران پالیسي د موخو له پلوه د واقعګرایۍ له منطق څخه سرچینه اخلي، خو د اجرا په کچه یې تر ډېره تاکتیکي، فرصتمحوره او د ډګر ( میدانی ) تحولاتو سره تطبیقي ماهیت خپل کړی ، نه دا چې یوه بشپړه یو موټې او اوږدمهاله ستراتېژي وي .
که د افغانستان په اړه د ایران پالیسي له پاکستان سره پرتله کړو ، ویلای شو چې دواړه هېوادونه د افغانستان په وړاندې له څوپوړیزې او تر یوه بریده له ورته پالیسۍ څخه کار اخلي .
دواړه هیوادونه هڅه کوي له بېلابېلو افغان لوبغاړو سره اړیکې ولري ، تر څو په راتلونکو تحولاتو کې خپل نفوذ وساتي او د یوه لوبغاړي پر وړاندې د بشپړې اتکا د مخنیوي لپاره د موازنې (Balance) له پالیسۍ څخه ګټه واخلي .
خو د دواړو هېوادونو موخې او ستراتیژی یو شان نه دي . پاکستان ، افغانستان د خپل مستقیم امنیتي چاپېریال برخه ګڼي، او اساسي لومړیتوب یې د هند د نفوذ پراخېدو مخنیوی ، د پښتون او بلوڅ ملتپالنې مدیریت ، او همدارنګه د ډیورنډ کرښې اړوند مسایلو اداره کول دي ؛ له همدې امله ، د پاکستان پالیسي تر ډېره امنیتمحوره ده .
په مقابل کې ، ایران د سرحدونو د امنیت تر څنګ ، د هلمند د اوبو حق ، کډوالو ، سوداګرۍ ، فرهنګي نفوذ ، د شیعه وګړو امنیت، د شیعه کمربند رامنځته کول، او د سیالو قدرتونو د حضور مخنیوي ته هم ځانګړې پاملرنه کوي . له همدې امله ، د تهران پالیسي پراخ او متنوع ابعاد لري .
د نړیوالو اړیکو په ادبیاتو کې ، دا ډول چلند ته «هجینګ» (Hedging) یا د «ګڼو انتخابونو د ساتلو تګلاره» ویل کېږي ؛ یعنې یو دولت پرته له دې چې په بشپړ ډول پر یوه لوبغاړي متکي شي ، په عین وخت کې له څو لوبغاړو سره اړیکې ساتي، که چیری د ځواک توازن بدل شي ، وکولای شي خپل نفوذ او ملي ګټې خوندی وساتي .
له همدې بنسټ ، د طالبانو ، وسلهوالو مخالفینو او د فاطمیون لښکر له اړوندو څېرو څخه هممهاله بلنه باید تر هر څه وړاندې د همدې واقعګرایانه منطق او د ایران د نفوذ د اهرمونو د ساتلو د پالیسۍ په چوکاټ کې تحلیل شي ، نه دا چې د ټولو دغو لوبغاړو ترمنځ د مساوي ځایګی یا د یوه ځانګړي جریان د انحصاري ملاتړ نښه وبلل شي .
پایله
د دې موضوع څېړنه ښيي چې د طالبانو د چارواکو ، د ځینو مخالفو جریانونو د مشرانو او د فاطمیون لښکر له اړوندو څېرو څخه هممهاله بلنه یوازې یو تشریفاتي اقدام یا د ټولو دغو لوبغاړو د برابر ملاتړ نښه نه شي ګڼل کېدای .
د واقعګرایۍ د تیورۍ له نظره ، دا اقدام تر هر څه زیات د ایران د اسلامي جمهوریت د دې ستراتیژۍ انعکاس دی چې غواړي خپلې ملي ګټې وساتي ، د شاوخوا امنیتي چاپېریال مدیریت کړي ، او د افغانستان د راتلونکو تحولاتو په وړاندې د مانور ظرفیت لوړ کړي . په دې چوکاټ کې، تهران هڅه کوي له ټولو اغېزناکو لوبغاړو سره اړیکې وساتي، له یوه ځانګړي جریان سره له بشپړې اتکا څخه ځان وساتي، او تل څو سیاسي او ډیپلوماتیک انتخابونه په لاس کې ولري، څو د احتمالي تحولاتو پر مهال له هغو څخه ګټه پورته وکړي .
همدارنګه، دا تګلاره د هجینګ (Hedging) یا د څو انتخابونو د ساتلو په چوکاټ کې هم تفسیر کېدای شي ؛ هغه پالیسي چې هدف یې د سیمهییز بېثباته چاپېریال له خطرونو څخه د ځان ساتل، د چنې وهلو د ځواک زیاتول، او د افغانستان په راتلونکو معادلو کې د نفوذ ساتل دي .
له همدې لیدلوري ، د ایران دغه اقدام کولای شي طالبانو ته دا پیغام هم ولري چې د تهران اړیکې له افغانستان سره یوازې پر یوه لوبغاړي محدودې نه دي ، او ایران په سیمهییزو تعاملاتو کې تل د موازنې ، انعطاف او ملي ګټو د تأمین منطق ته لومړیتوب ورکوي .
په پایله کې، د دې پېښې تحلیل ښيي چې د افغانستان په اړه د ایران پالیسي، لکه د سیمې د نورو هېوادونو په څېر ، د دقیقو مقطعي محاسبو ، جیوپولیتیکي ملاحظاتو او د نفوذ د اهرمونو د ساتنې پر بنسټ ولاړه ده، او باید د نړیوال نظام د انارشیک جوړښت او د قدرت د سیاست په منطق کې و ارزول شي .
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.