غازي امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ ستوری

ليکوال : حبيب الله غمخور

55

چې داڅو ورځې د غازي امان اله خان پرخلاف په کور دننه اوبهر کي د دښمنانه تبليغاتوته گورم ددې ليکنې دوباره نشراړين بولم،آميدواريم په لوستلو یې ستړې نسئ .

درنو دوستانو!

سږکال چې دخپلواکی د بيرته اخيستلو۱۰۷کليزه لمانځل کېده په فيسبوک پاڼه کې مې عجيبي اوغريبي ليکنې اونظرونه ولوستل.او د دې ترڅنگ متوجه سوم چې د افغان ولس دافتخاراتو بهرنی دښمن څومره ماهر اوپه څومره اپراتيفي ماهرانه لوبه ددې ولس دغښتلی اوپېژندل سوی ملي شخصيت امان اله خان دملی اوسياسي مبارزې دلاسته راوړنو پرخلاف په پښتو اودري ليکنې کوی،خوداټول بې شرمه يوهم پخپله څهره ندی راڅرگند سوی.تاريخي تجريبو ثابته کړې چې بهرني استخبارات پدې خپلو اوبڼه خپلو موخوته ځان رسوی چې گويا دا افغانان دي ،خو ټول یې افغانان نه بولم .

په هر حال جالبه پوښتنه داهم ده چي د ۱۰۷ کالو په تېرېدو سره دزموږ يوشمېر گوياقلموالو سره عجيب او غريب سوالونه دي چي پخوا یې نه مطرح کول او دادی اوس یي دخپلواکي دجنشن په ورځ دافغان ولس دملی افتخاراتو ددښمن په هدايت مطرح کوي، جنابانو تاسی پخوا چيري واست ؟

لاتر اوسه يې ماغزه پر کرارندي            چاچې زماسره وهلی سرپه سنگ دی

لا په خوب کي په لړزه پريوزي له کټه       چې دچاتر غوږ و زما دتوري  شرنگ دی

((خوشحال بابا))

درنوهيوادوالواودقدروړلوستونکو!

سره لدې چي دا ۳۱ کاله کيږي زموږ دهيواد دخپلواکۍ لمريزه څيره دپرديو دسياسي اوپوځي تاثيراتو ترسيوري لاندي راغلې ده او همدا اوس هم  زموږ هيواد ددبهرني تړاوپه مختلفومرحلو کي قرارلري بيا هم دهغه ملې غروراوخپلواکۍ سره دزياتي علاقې له مخي چې افغان ولس  يې لري دادۍ  يوځل بيا پدغه ستونزمنو حساسو اوسوال بر انگيزه شرايطو کښي  په هيواد کې دننه اوله هيواد نه بهر افغانان   په زياتو خوښيو سره سږ کال يو ځل بيا دخپلواکۍ دتر لاسه کو لو نه هېرېدونکې خاطره  د((اوه اتيايم )) ځل لپاره په خپلو يا دونو کي دخوښيو دمحفلونو په جوړولو را تازه کوي. له وخت نه په گټه اخيستلو سره ځان دافغان ولس سره پدغه خوښۍ کې شريک بولم اوپدې وسيله دنړۍ په هرگوټ کې چي افغان اوسی دمبارکۍ او نيکو هيلو په وړاندي کولوسره هيواد اوبشريت  ته دچوپړ پلار کې دلازياتوبرياو هيله کوم .

گرانوهيوادوالو هغه تاريخی گټلې خپلواکی مومبارک اوياد يې نيکمرغه !

تاريخ ددې شاهد دۍ چي دا مغرور ملت هيڅ وخت دنړۍ يوه زبرځواک ته هم دغلامۍ سر ندی ټيټ کړی .

که څه هم افغانستان پداسي يو ه سياسي څولور لاري کي پروت دۍ ،کله چي دنړۍ هرغاصب  غوښتی په دغه سيمه  کې پر ولسونو تيرۍ وکړی نوهرومروئې  زموږ پاکي خاوري ته يو ځل خپل کرغيړن مخ را څرگند کړی  دی . دا چې بيا يې دغه پر آزادۍ مين ملت پزه په مځکه څومره ورمښلې ده،زموږ دهيواد وياړلی  تاريخ د افغان ولس دداسي قهرمانيو زياتي افسانې  له ځانه سره پخپل ياداښت کي لري .

انگريزي  استعمارگرو دخپل سياسي حاکميت دټنگولو،په سيمه کې سياسي اواقتصادي موخوته رسېدو لپاره زموږ پر مقدسه خاوره درې ځلي  بريد کړی دی ،خو يو ځل هم پر دې ندي بريالي شوی چې زمور پر خاوره دزياتي مودي لپاره  خپل بشپړ سياسي  واک قايم او دايم کړي (   ۱۸۳۹ ۱۸۷۹ – ۱۹۱۹) .    

 له يوې خواداستعماري زبرځواکو په مقابل کې د افغان ولس مقاومت اوله بلي  خوا په نړيواله کچه دلومړۍ جهاني جگړي((۱۹۱۴-۱۹۱۸) په پايلو کې دمځکي پر مخ دسرمايدارو هيوادو ترمنځ داروپايي هيوادو په اړيکو او د دوي په سياست کې  داستعمار ددوام په خاطر کوټلې تغيرات رامنځته شول ،په پخوانۍ تزاري روسيه کې په ۱۹۱۷ ل کال دکمونست گوند سياسي واک ترلاسه کړ ،دغه گوند دخپلو سياسي موخواوکړنلاري په اساس په ټوله نړۍ کې تر استعمار لاندي هيوادو دخپلواکۍ دحق دترلاسه کولو په خاطر خپل حمايت تر استعمارلاندي ولسونو دآزادۍ دحق ترلاسه کولوپه خاطر  اعلان کړ . په حقيقت کې له همدغه ورځې دنړ ۍ پر مخ دساړه جنگ خښته کښېښودل شوه يعني نوي شوروي جوړشوي هيواد چې مشری ېي دکمونست گوند پلاس کې وه دمځکې پر مخ دټولو هغو هيوادوخلک دخپلواکۍ دترلاسه کولو په نامه جگړې ته راوبلل کوم چې دانگلستان او نورو اروپايي هيوادو تر سياسي او پوځې ولکې لاندي يې ژوند کاوه .

د افغانستان لپاره دنړۍ په کچه دغو تغيراتو زيات ارزښت درلود ځکه په افغانستان کې دخپلواکۍ دجنبش مشرانو امکان تر لاسه کړ چې دانگليسي استعمار گر قوت په مقابل کې دشوري اتحاد لخوا ملاتړ لاسه کړ ې ، اوپدغه مرحله کې افغانان نور له شمالي گاونډي څخه دتيری اوحملي ډار نه درلود .

د ۱۹۱۹ کال دآزادۍ دتر لاسه کولو جگړې دابد لپاره پر افغانستان باندي دبهرني استعماري زبرځواک سلطې ته دافغان دميړني ولس  دستر او غښتلي بچي اعلحضرت امان الله خان په مشرۍ   دپاي ټکۍ کښيښودل شو.

که څه هم افغان ولس داميرحبيب الله خان د سلطنت په دوران کي داپرېکړه کړې وه چي انگريزان به له خپله هيواده شړي ، خو داپروسه هغه وخت غښتلې شوه کله چي دغازي امان الله خان  د پلارحبيب الله خان تر وژل کېدو وروسته  دهيواد دمشرتابه واگې ځوان روڼ اندي امان الله خان ته چې دهيواد په روشنفکري سياسي حلقواوقومي مشرانوکښې يې پوره محبوبيت درلود وسپارل شوې . هغه وخت هم افغان ولس انگريزي استعمار ته دنفرت په سترگه کتل خوامير حبيب الله  خان خپل پاچاهي کول ، دآزادی ارزښت ته  ځکه نه ومتوجه چي له يوې خواانگريزانو کوښښ کاوه هغه پدغه خپله دپردو ترسياسي سيوري لاندي پاچاهۍ کې خوشحاله وساتی اوله بلې خوا هغه  خپله هم  زيات عمر په خوښيو،عيش اوعشرت کې تيراوه،په دربارکښي يې اروپايي او شرقي  پادشاهانوکړو وړو درباري بيلگې له ورايه ليدل کېدې خوددغو ټولو لگښتونو مصرف بيادافغان ولس پرغاړه يودرند پېټۍ و،دغه حالت  دپاچا اوخلکو تر منځ واټن زيات کړی وخلک له پاچانه خوښ نه وه .

دامير حبيب الله دغه ځان پېژندنه اوخلکو سره ناوړه سلوک ،دبهرنيانوپه ځانگړې توگه له انگريزانو سره دده ډير نږدې اړېکې ددې لامل وگرځيدلې چې د۱۹۱۹دفبوري په ۲۱دلغمان دکله گوش په سيمه کې  چي دهغه  دژمنۍ ښکارځاي و دنامعلوموکسانو لخوا په مرموزه توگه ووژل شواوخلکو هم دهغه  دمرگ په هکله کوم کلک غبرگون  ونښود .

دامير حبيب الله خان تر مرگ وروسته د۱۲۹۶ هجري شمسي کال دحوت په نهمه نيټه   دکابل دښار د عيدگاه په جامع جومات  کي دجوړې شوې لويي غونډي  په طرځ کښې دځانگړو مراسمو له مخې  دامان الله خان پر سر ده پادشاهۍ تاج کښيښودل شو اوله همدغي نيټه نه هغه  دافغانستان پاچا اعلان شو .

آمان الله خان پخپله لمړنۍ ويناکي وويل :

اول : زه دافغانستان  ټولو خلکو ته دا اعلان کوم چې ما دا تاج دافغانستان دکورنۍ او بهرنۍ آزادۍ په خاطر پر خپل سر کښېښود ،زماغوښتنه ستاسو شريفو او پر آزادۍ مينو خلکو څخه داده چې تاسوبه پدي لار کې زما ملاوتړۍ او مرسته به راسره  کوۍ  .

دوهم  : زه به هرومرو دخپل پلار قاتلا ن پيداکوم .

دريم :  دافغانستان په اوسنی شاته پاته ټولنيز او اقتصادي  نظام کښې به نوی بنسټيز  او مثبت تغيرات راځي .

امان الله خان  د انگريزانو پر خلاف د کابل ښار اوسيدونکو او نورو افغانانو ته په جرگواو مرکو کښې  دانگريزانو  دشومواو استعماري  موخو په هکله چي غواړي زموږ پاکه خاور تر خپلي استعماري سلطې لاندي را ولي په وار وار تاريخي ويناوي کړيدي او افغان ولس يې دخپلواکۍ دتر لاسه کولو په خاطر دانگريزانو پرخلاف مبارزې  اوسرښندني ته  رابللۍ دۍ .

هغه دکابل دښاريانو هغې لويي غونډي  ته  په خپله يوه وينا کې وويل  : زه ځان او خپل هيواد په کور دننه اوبهرنۍ کي آزاد اوخپلواک  اعلا نوم  . پسله دېنه موږ  دنړۍ دنورو هيوادونو پشان يو آزاد او مستقل هيواد يو ؛ هيچاته به په هيڅ ډول  دا حق اواجازه ورنکړو چي زموږ په کورنيو او بهرنيو چاروکي لاس ووهي او يا مداخلې ته زړه ښه کړي ؛او که بياڅوک ځان ته دا جرات ورکړي سر به يې پدغه توره  چې له تېکي يې راويستل ورپرې کړم  او مخ يې د انگليسانوسفير ته چي پدغه غونډه کي ناست و ور واړاوه اوځني ويې پوښتل  :

ايا پوه شوې چې ما څه وويل ؟

 هغه په زياته وارخطايي اوپه آدب دسرپه ټيټه ولوسره وويل  :

بلي صاحب  پوه شوم

 داوه هغه وينا چې دافغان ولس دغيرت وينه يې نوره هم پر جوش راوستل دهيواد لوي او واړه ، ښځي او نارينه، په ميړانه او صداقت سره   پر وطن اوخپلواکۍ مين  پاچا شاه آمان الله  شاته ودريدل .

امان الله  خان د۱۹۱۹م کال داپريل په ديارلسمه نيټه  دخلکو لويي  غونډې ته په تاريخي ويناکښي يو ځل بيادخپلواکی اعلان تازه کولوسره خپله کړنلاره چې په هغه کښي دفردي  آزادیو اوبرابری تامين ، دظلم ،استبداد اورشوت پر خلاف مبارزې  زيری شامل وخلکو ته اعلان کړ ه،داپه حقيقت کې دخلکوهغه  غوښتني وې  چې پدغه برخه لیک ټاکونکی وخت کښی دآمان الله خان لخوا اعلان شوې . پروفيسر لودويک آدمک پدې مورد کې ليکې : کله چې آمان الله خان دسلطنت پر چوکۍ کښيناست په کابل کې سياسي فضا کاملأ اوښتې وه ،ددموکراسی او ملت غوښتني احساسات په روڼ اندو اومذهبي پوهانو کي  راپارېدلي وه ،نورو مثبتو اندېښنو اود سوسياليسم تفکر دافغانستان خاوري ته لار پيداکړې وه همدا ډول  سراج الاخبار دملت غوښتني نوي اندېښنود رواجولوپه لارکي ښه رول ولوباوه .
امان الله خان لخوا دهند  وايسرا دروسي ،جاپان ،امريکامتحده ايالاتو،فرانسې اوترکې مشرانوته په ځانگړو لېږل شوو ليکونو کښې افغانستان ديوه مستقل اوخپلواک هيواد په توگه معرفي کولو سره دهغوي څخه ددوه اړخيزودوستانه  دولتي مناسباتو اواړيکو دټينگولوپه منظور دنوو معاهدواوتړونودلاسليک کېدوغوښتنه شوې وه  .

دآمان الله خان  ځانگړي استازی محمد ولي خان ددولتي هئت په سر کې شوروي روسې اوځيني اروپايي هيوادو ته سفروکړ،ددغه سفر په پايله کې شوروي لومړۍ هيواد وو چې د۱۹۱۹م کال دمارچ دمياشتي په ۲۷ نيټه يې دافغانستان اعلان شوې خپلواکی په رسميت وپېژندل . البته داپداسي حال کې وه چې انگليسانولادافغانستان  خپلواکي نشوه منلاي اوپدي هکله يې کومه پرېکړه نه وه اعلان کړې  .دشوروی لخوا افغانستان ديوه خپلواک هيواد په توگه په رسميت پېژندل په نړيواله کچه دافغانستان دخپلواکۍ دترلاسه کولو له پروسې سره لويه مرسته وکړه .

انگليسانو په يوه اوبله بهانه  د افغانستان د خپلواکۍ دپه رسميت پيژندلو پروسه ځنډول، او سياسي مانورونه يي اجرا کول.  لودويک آدمک پدې هکله څرگندوي: ” دبرتانوي هند حکومت دا چې افغانستان استقلال  ديوه څرگند حقيقت په توگه ومني يا رد کړي حيران پاته وتر ډيره وخته يي پردغه ټکي په تکرار سره پا فشاري کول چې د افغان او انگليس تر منځ لاسليک شوې  معاهده له هغه تعهداتو څخه عبارت دي کوم چې دشخص امير حبيب اله سره لاسليک شوی دي ځکه يې تلاښ کاوه چي د امان الله خان ددغه غوښتني څخه چې نوې معاهده امضأ شي جلوگيري وکړې
شاه امان الله د پادشاهی، په اعلان سره د خپلواکی مسله د خپلو خلکو داراد ې اوغوښتنې له مخي مطرح کړ ه ،يوځاي دخپل ولس ددولتمدارانو  په هيواد کښي دپوهو اوروڼ اندواومشروطه خواهانو په مرسته په مېړانه اوشهامت سره د نوو کارونو پلي کول پيل کړه . د اميرآمان الله خان له خوا ددغوخپلواکو حرکتونوداجرأ کولوپر اسا س په څرگنده توگه ويلاي شو چي په رښتيا سره  له هغې ورځې نه کوم  چې د ۱۹۱۹ کال دفبروري په ۲۳ نيټه آمان الله خان دافغانستان دپاچاپه توگه اعلان شو،دهيواد خپلواکی مرحله پيل شوه . ځکه دده په هغه لومړۍ ويناکښي افغانستان ديوخپلواک اومستقل هيوادپه توگه  اعلان شو،امانالله خان په خپلو ټولوخبره کې افغانستان دمستقل هيواد په نوم ياداوه اوله بلې خوا ئې دهر بهرنی هيواد سره په اړېکو،دليکونو او استازوپه لېږلواوتبادله کښې  يې دغه ټکي ته ځانگړې پاملرنه کوله . امان الله خان  دانگيزانو پر ضد خپل سياست ورځ په ورځ دافغان ولس د مشروطه غوښتونکو د لومړۍ ډلې  په ملگرتيا نور هم پياوړۍ کاوه .  او د۱۹۱۹ م کال دمۍ دمياشتي په دريمه نيټه يې دهيواد دمختلفو قومونو څخه  ۶۰ زره نفرو  هغه وسله چي په لمړۍ  او دوهمه جگړه  کي د انگريزانو څخه د تيښتي په وخت کي پاته شوې وه را واخيستل دڅلورزره توپچي قواو په گډون  يې دخپلواکۍ دگټلو لپاره دهيواد جنوبي او جنوب غربي محاز په لور  دانگريزانو سره ددريم اووروستي ځل لپاره دجگړې ډگر ته روان شول ؛ دې ميړني ولس دانگريزانو هغه ۷۵۰ زره کسيز تربيه شوي اوترغاښو په وسلو سمبال او مجهز قوت ته  چي دهوا له لاري هم دنظامي الوتکو لخوا حمايه کيده داسي ماته ورکړه چي دماتي افساني يې دنورو بهرنيانو لپاره تر اوسه دعبرت درس دۍ . دافغان قهرمان او غښتلي ولس جانانه سرښندنه وه چي دنړۍ هغه  ير غلگراوځبېښاک گر ځواک يي پر گونډو او اوربند ته حاضر سول ،کوم چي دسلطنت په قلمرو کښي يې لمرنه ډوبېده . دا مغروره ځواک دهمدغه کال دجون دمياشتي پردريمه نيټه دسولي اوخبرو کولو هغه  کنفرانس ته  حاضر شوکوم چي  په تاريخ کي  يې دراولپنډۍ دسولي دکنفرانس په نامه شهرت وموند. تر هغه وروسته دسولې دخبرو دوهمې  مرحله په پايله کې چې داخبري هم  په لاهور پنډۍ کې پرمخ بيول کېدې د۱۹۱۹ م کال  داگست په ۱۸ نيټه  دراولپنډۍ دسولي معاهده چې په حقيقت کې دافغانستان دخپلواکۍ دپه رسميت پېژندل وه لاسليک شوه ،دافغان دباتوره بچي غازي امان الله خان تر قيادت لاندي د۱۲۸۹هجري شمسي کال داسد په ۲۸ نيټه چې د۱۹۱۹ زکال چي داگست له ۱۹ نيټې سره سمون خوري انگليسانو دافغانستان کامله آزادي او خپلواکي  په رسميت وپيژندل . افغان ولس اولين خلک وه چي په اسيااو سيمه کښې دنړۍ هغه زبرځواک چي د امپر طوری په قلمرو کښي يې لمر نه ډوبېده گونډه کړ اوخپله خپلواکی يي په ومنل .

پد ې ډول افغانستان په آسيا کښي لومړنۍ هيواد وو چي د انگريزي استعمارکړۍ ئي دتل لپاره ماته کړه .

اوپدې ډول ئي ددزمان په تېرېدوسره د انگلسی استعمارکمبله په ټوله آسياکي ټوله او د استعمار ماڼۍ ئې دتل لپاره ړنگه کړل .

وياړ پداسي هيوادوالو !

وياړ پدې پرخپلواکی اوملي حاکميت مين ولس !

وياړ په افغان غيرتی بچی غازي امان الله خان !

وياړپه هغوټولوچي دامان الله خان وشاته ودرېدل اودسر په قربانی ئې دافغانستان خپلواکي وگټل .

پرموږ ده چې دافغانستان دغيرتی اوپرخپلواکی مين بچی غازي امان الله خان ددې شهامت درناوی اونوم ژوندی ساتلوپه موخه چې خپل ولس یې دانگرايزانو پروړاندي دخپلواکی ترلاسه کولو لپاره راپورته اوهغوي په يوه خوله غاصب استعمارگر ته دخپلواکۍ دترلاسه کولوپه خاطر،عبرت داسي تاريخي درس ورکړ چې تراوسه لمسوته هم وايي ((فکردي وی،چې دا افغان دی .))

موږ دخپلو دغوملی مبارزينواوخپلواکی دترلاسه کونکو ددې ملي مبارزې اوتاريخی شهامت يادبايد ابدي اوتل پاتی وساتو .

 بايد داټکی له نظره ونه غورځول شي چې د انگليسانو اوافغانستان دخپلواک هيواد تر منځ دپخواپيل شوخبرو په دريمه دور ه کې چې داځل دخپلواک افغانستان په پلازمېنه کابل ښارکې رواني وې  د۱۹۲۱ م کال دنومبر په ۲۲ نيټه ددواړو هيوادو يعني افغانستان اوبرتانوي هندترمنځ هغه تاريخي معاهده لاسليک شوه چې په حقيقت کښي يې دافغانستان دخپلواکۍ دپه رسميت پېژندولو باندي ددوهم ځل لپاره دتصديق مهر لگولو معنادرلوده . ددغې معاهدې پر اساس دافغانستان اوانگليستان تر منځ هر اړخيز اوله هغه جملې سوداگريزمناسبات برقرار شول .دهغو باغيرتو ، پر وطن او خپلواکۍ مينو افغانانو روح دي ښاد وي کوم چي دژوند تر وروستۍ لهظې پوري يې دآزادۍ دتر لاسه کولوپه خاطر سر ورکړ خو سنگر يې دښمن ته پرې نه ښود.

 وياړ پداسي پلرونو او نيکونو!

   دجهان تاريخ شاهد دۍ چې افغانانودخپلي خاوري دخپلواکی ددښمن سره دجگړې  په ميدان کي خپله قهرماني  ټولي نړۍ ته وښودل ، ټوله نړۍ  دافغانانو دغه ميړاني ته  گوته په غاښ ونيول .

متاسفانه افغانوتل په جگړه کښي گټلې خودسياست په ډگرکښي ئي بايللي ده ،دبېلگې په توگه : دغازي امان الله خان په مشری دې ولس انگريزانوته تاريخي ماته ورکړه اودخپل هيواد خپلواکي ئې ترلاسه کړه .مگر ډيره موده لانه وتېره سوې چي دافغانستان دخپلواکی اوپرمختگ تاريخي دښمنانودخپلوجاسوسانو اونوکرانوپوسيله دافغان ولس دستر بچي پر خلاف نارواتبليغات پيل اوهغه ئي په کفرمتهم اوله هيوادنه بهرفرار ته مجبورکړ . ددغو دروغجنواونارواتبليغاتوپايله داسو چي امان الله خان دځينې عيني اوذهنی دلايلو له مخې وطن پرېښودلو ته مجبورشواودژوندتر وروستۍ سلگۍ ئي خپل ټاټوبی ونه ليد.

دډير افسوس ځاي خو دادی دي چې په جلاوطنۍ کې وفات اويوازي مړی ئې پسله ډيروجنجالو ننگرهارته انتقال اوهلته خاوروته وسپارل سو .

په ۱۳۸۳لمريزکال دزمری دمياشتي په ۳۱ نيټه دافغانستان دسياسي خپلواکی دبيرته گټلواوغازي امان اله خان دواکمنۍ د۸۵ يمي کليزي په مناسبت  د جرمني دکلن په ښارکښي ((غازي امان الله خان  – دافغانستان دخپلواکی ستوری ))په نامه جوړشوي کنفرانس کې چې زه هم وربلل سوی وم دغازي امان اله خان لور اغلې هنديه دافغانستان  اودامان اله خان زوي ښاغلي شهزاده احسان اله په خپلو ويناو کې دخپل پلار امان اله  خان دهغي ميني اوعلاقي په هکله دکنفرانس گډون کونکو ته معلومات ورکړ چي هلته دلوي او واژه ،ځوان او سپينږيري تر سترگو اوښکې دباران دڅاڅکوپه دود توئيدې .

متاسفانه داغميزه او تير وتنه يوازنۍ دبايللو بيلگه نده ؛ تاريخ دافغان ولس ډيري زياتي  داسي ناوړه ناکامۍ  تيروتني اوغميزي په خپلو پاڼو کي له ځانه سره ثبت کړي دي .

دايوڅرگند حقيقت دی چې امان الله خان دهيواد دپرمختگ او ترقی سره علاقه درلوده هغه غوښتل چې افغانستان دنړ ۍ دنور وپرمختللو هيوادوجوگه شی ، دولس  ژونديې له اقتصادي اوټولنيز پلوه ښيرازاوبسيا وي .

هغه دعلم ،عرفان ، تعليم اوتحصيل سخت پلوی و اوغوښتل يې چې دافغان ځوان نسل دهغه وخت اوزمان دټولو تحصيلې او تعليمي امکاناتو څخه بهرمند شي . هغه دبنسټپالی اوشاته تگ دمنځنيو پېړيو ناوړه دودغوښتنو سر ه جوړ نه وو . امان الله خان دټولو مالي امکاناتو اوخلکو دمرستو څخه په  پراخه استفاده کولو سره زيار ايست  تر څو په هيوادکي زيات شمير ښوونځۍ جوړي شې . هغه  دهر ډول ستم او توپير غوښتني سره مخالف و ،هغه ته  دمختلفو قومونواو مختلفو مذهبونو پيروان  گران  وه اودهر پوه اوعالم درناوی يې کاوه ، دبيلگي په توگه کله چې ډاکتر غني خان دامير حبيب اله خان تر وژل کېدو وروسته پسله يولس کاله دارگ له  زندان څخه راووت ،(۱۲۹۸ش) په ډيره درناوي سره يي هرکلی وشواودامان افغان جريدې دده دازادی خبر په ډيره خوښی سره خپور کړ اودافغانستان په پوهنه کې يې دده دخدمتونودادامې غوښتنه وکړه . هغه په ټولو مذهبې مراسمو کې فعال گډون درلود اوخلک يې ملي يووالی اودهيواد جوړوني ته هڅول . هغه پدغه ټکي ډير ښه پوهېده چې بيله فردي آزادي ،دمطبوعاتوآزادی ، دموکراسی اونوروټولنيزو آزاديو څخه اصلأ ژوند کوم مفهوم نلري  .
دهغه دسلطنت په دوران کې زموږ په ټولنه کې کيفي تغيرات پيل شوه ، دهيوادپه تاريخ کې دلومړی ځل لپاره دسياسي ازادي ، ددولت اوخلکو ترمنځ په اړيکوکې دشخصي مسونيت امکانات برابر شول ،دمسلکي لوړو زده کړولپاره افغان زلمي بهرته ولېږل شوه .
دهيواد لومړی اساسي قانون د ” نظامنامهً اساسي دولت افغانستان ” ( دافغانستان ددولت اساسي نظام نامې )  په نوم په ۱۹۲۳ م کال داپريل په ۱۹ نېټه په تاريخي لويه جرگه کښي تصويب شو .

امان الله خان په زياته علاقمندی سره غوښتل دپخواني زاړه قبايلي اوملک التوايفي  نظام دجرړ وپه ايستلوسره دنوي معاصردولتي سيسټم  بنسټونه ټينگ کړې،دمشروطه خواهانواوعامو خلکو په ملاتړ ئې وکولاي شول ډير ژر افغانستان په نړی کې ديوه مطرح هيواد په توگه وپېژندل شي .

په زيات افسوس او خواشنی سره  بايد څرگنده کړم چې  دافغانستان دخپلواکۍ، آزادی اوپرمختگ بهرنيو  دښمنانو دخپلو هغو عقدوپه ترسره کولو سره  چي دافغانستان دخپلواکی دترلاسه کولو په خاطر يې له امان الله خان  او افغان ولس سره پيداشوی وې زموږ په هيواد کې دننه  دخپلو نوکرانو اوخرڅ  شوو کسانو په وسيله  د ماهرانه او خاينانه هڅوپه پايله کښې  آماني دولت اونهضت  ته په سقوط ورکولو سره  دهغه پلاس  روښانه شوې شمع دتل لپاره خاموشه کړه .

ددې پر ځاي چې هيواد په نړيواله ټولنه کې مناسب ځاي ترلاسه کړی داقتصادي اوټولنيز پرمختگ په لور گړندي او کوټلي گامونه اوچت کړي  پر ټول هيواد دوحشت اوظلمت داسي  تور پېڅول وغوړېد چي دا آزاد هيواد يوځل بياپه تور او زورونکی زندان بدل شو.دانگريزانو دهغو دگوډا گيوديوبندي ملايانو په وسيله دافغان ولس داسلامي پاکي او سپېڅلي عقيدي څخه په ناوړه اوخائينانه استفادې سره يې له شمالي  نه تښتېدلۍ مشهور غل اوپه پېښورکې سماوارچي  په سپينه ورځ د افغان ولس دتاريخي اشتباه اوبې غورۍ له امله دکابل پر تخت کښېناوه اودغه غله ته يي بېله استحقاق او وړتيانه  دټولو اسلامي نورمونوخلاف  انگليس صفته ملايانولخوا دخادم دين رسول الله لقب پداسي حال کې ورکړه شو چي په يقين سره هغه نالوستی په خپله هم  داسلام له ديني احکامو څخه  خبرتيا نه لرله .

له وطنه د غازي امان الله خان تر تگ وروسته نږ دې اوليري پرتو بهرنيو دښمنانو يوه لهظه هم دا ولس تر نن پوري پر ارامه ندۍ پرې ايښۍ . تل يې زموږ په کورنيو چاروکي مداخلې کړي ،موږ ته يې رژيمونه او درژيمو چارواکي ټاکلي دي ،متاسفانه دبهرنيانو په وسيله دتقرر او تعزل د ا لړ ۍ همدا اوس هم پخپل ټول قوت سره روانه ده .

که رښتيا ووايو دافغانستان ملي غميزه اوتاريخي تراژ يدي  دامان الله خان دسلطنت دسقوط له ورځې نه را پدې خوا پيل شوېده  چي ريښې ئې دادي ترنن پوري رارسېږې ،اوس هم کله داولس د مذهبي سياسي  بنسټپالو تاجرو،کله دطالبانو اوکله بيادالقاعدي ،داعيش دبنسټپال اوتروريستي سازمانو ،پاکستاني موليانو،عربي اوعجمي شيخانو او ايراني اخوندانو په منگلوکې دغم داسي  شپې او ورځې سباکوي چي پر چېغو يي په آسمانوکي ملايکې هم دهمدردی او خواخوږی اوښکي تويوي .

 زموږ دهيواد غه قسم خوړلۍ دښمن دابې گناه ولس په هيڅ ډول ارام ژوندته نه پرېږدي ،اوس يي هم پرملا او سر لاس ورتيره وې اوورته وايي :  ته قهرمان دزمانې يي، ته داسلام يوازنی مدافع اوساتونکی يې ، مه پرېږ ده چي وس دي

رسېږ ې ښوونځۍ سوځوه ، خلک وژنه ، ښارونه ورانوه، په کليو اوښاروکې په خپلو غلچکيو بريدونو اوځان وژنو  بهرنې پوځونه وهڅوه چي ړانده عمليات وکړي افغانان ووژل شي، ترڅو بهرنيا مجبور شي له افغانستان څخه پښې خپلي کړي اويوځل بيا دزورېدلی او کړېدلی ولس دپاکستاني،ايراني اونوروافغان دښمنو دقدرتوسوبه شي . له بده مرغه دوي ځانونه زموږ په هيواد کې بيگانه نه بولي،خوموږ بيا ددوي په هيوادوکې نه يوازي داچې بيگانه يو بلکي ددښمن په سترگه راته گوري .

که رښتياومنو تل يي په ټول قوت تلاښ کړی دی چي زموږ دولس ملې غر ور مات کړی ،يوازي يې خپل نوکران او هغه چي ددوي غلامی ته تياروي دخپلوسياسي ،پوځی او اقتصادي موخو دترلاسه کولو لپاره نازولي او دهغوي پوسيله  زموږ دغيرتي  ولس سپکاوی ته دخپلو مخو دترلاسه کولو تر وروستی بريده کړی دی .

له وخت نه په استفادي سره غواړم افغان ولس ته وړانديز وکړم چي : دا وطن پدغه خاوره کي دپرتوټولو اوسيدونکو قومونو، مذهبونو او ژبو ويونکوافغانانو گډکور دۍ .په همدې خاطر پرپدې خاوره کي ټولو اوسېدونکوفرض ده چي دا ټاټوبۍ پخپله او پخپلو امکاناتو سره له دغه زړه بوگنوونکي حالت نه په امان کي واستي .

دا روښانه اوڅرگند حقيقت بايد هيرنشي چي پردی پردی دۍ، وطن زموږ او ستاسو گډکوردۍ ؛ دلته موږ او تاسو گډاو يوشان کړيږواو زورېږو، تر څو چي موږ دخپل هيواد اوخپل مينځي راپېښوستونزو دحل ليوال نشواودراپېشو ستونزونه دنجات معقوله لارپه خپله ونه لټوو بهرنيان پر ټولو مرستواوپوځونو سربيره نشي کولاي زموږ سره دستونځو دحل په لاره کښي لازمي همکارۍ اومرستې وکړي .

اخير ترکومه بايد افغان ولس په خپل ټاټوبی اوکورکې  داسلام دپاکي اومقدسې عقيدې څخه دناوړې استفادي کوونکو پرديولاس پوڅو پوسيله د بل شوی  اور په لمبو کښي وريت شي ؟   افغان ولس بايد دا هوښياري او توانايي  ولري چي خپله  روښانه راتلونکې پخپله وټاکي .

دا دپرديو په لمسون اوسنۍ دښمنۍ اوټولنيز تاوتريخوالۍ ،ځان وژني ،سوځوني ،خرابی او ويرانی بايد ترکومه دوام ولري ؟

دنړ ۍ ټول مسلمانا ن خپل هيوادونه جوړوي له اروپا يي اسيايي او امريکايي پرمخ تللو هيوادو سره دعلم، تخنيک اواقتصادي پرمختگ په برخوکي سياليو ته ځانه جوړوي، مگر موږ دخپل دخټو کورهم نه پرېږ د و چې وران يې نکړو . زماپه نظر دا اسلام اوافغان دوستي نه بلکه لويه تيروتنه اوپه حقيقت کي دهغه دښمن دحوسونو رښتياني پلې کوونکی او قربانيان يو کوم چې يوه لهظه دافغان ولس له ارامۍ او سوکالۍ سره علاقه نلري  او په هيڅ صورت نه پرېږدی چې په افغانستان کې داسي يوغښتلۍ قوي او پرخپلو پښو ولاړ دولت جوړشي کوم چې بيا وکولاي شي خپل حقه او ر وا حقوق له همسايگانو اونړيوالو څخه وغواړي .

راشئ پردغه ټکي اتفاق اوغيرت وکړو چي ځانونه اوهيواد، دپاکستاني ،ايراني اونوروعربي اوعجمي هيوادو له غلامۍ نه خلاص کړو. دادشرم خبر نده ؟چي موږ ونشوه کولاي په خپلوکې سره جوړ اوخپلي  کورنۍ  په پاکستان او ايران کې حتادلته پدغه طلايي قفس اروپاکي له بدمرغيواو زليل ژوند څخه وژغورو ؟ که مو دغه کار ته ملاوتړه له په رښتيا سره به مودخپلو نيکونو، پلرونو اوخپلواکۍ دلاري دشهيدانو روح په قبر کي له عزاب څخه ساتلې وي

پدې ټکې بايد پوره پوه اوسوچي زموږ په هيوادکښي دا اوسنۍ سياسي اوټولنيز تاوتريخوالۍ چي دسياسي ،ژبني ،قومي ،او مذهبي گټو اودولتي واک دتر لاسه کولو پر بنياد يې زموږ په هيواد کي ئې دمخالفت ديگدان دومره گرم ساتلۍ چي يوازي افغانان پکښي سوځي . دا روانه تونده اوگرمه پروسه چي په چټکی روانه ده بېله دي چي موږ يې په پايلو پوه سو زموږ دغمځپلي ولس هيڅ يو درد هم نشي دواکولاي .

هغه ډلي، ټپلي اواشخاص چې دسياسي،مذهبي،ژبني،قومي اوسيمه ايزوناروا گټو اودولتي واک د تر لاسه کولو پر بنيادغواړي زموږ په هيواد کي دولسونو ترمنځ  داختلاف او دښمنۍ ديگدان  دومره گرم  وساتۍ چي يوازي افغان پکښي سوځي  زموږ دغمځپلي ولس  هيڅ يو درد هم  نشي دواکولاي اودوي زمو دولس خواخوږي نه بلکي قسم خوړلی دښمنان دي .

دپښتنو ستر مشر ارواښادپاچا خان  څومره ښکلي  ويلي دي  :   راځۍ چي يو کېږو،گنه ورکېږو .

په رښتياسره زموږ ولس هغه وخت پر دښمن غلبه پيداکړې اودهغه سريي ورپري کړی  چي په يولاس ،يو اواز ،يوه اراده يي دخپل هوښيار ملي زعامت تر لارښودنه لاندي حرکت کړی دی .  پدي هيله چي زموږ ولس هم دخپل وطن سره رښتيانی مينی پر اساس د هيوادجوړوني اودخلکولپاره دهوسا اوبسيا ژوند دشرايطواوامکاناتوبرابر ولولاري چاري ولټوي،که نور نه کيږي له پاکستاني،ايراني او عربي شيخانو څخه ئې زده کړی  . ددي خبرې اوشعار په ناوړه پايلو پوره بايد پوه شو چي ورانی او وژنه په هيڅ ډول د ا ولس نشي خوشبخته کولاي اونه به هيڅ کله موږ دنړيوالوجوگه شو .  

افغان هيڅکله غلام نه و؟ ا وس به شرم  نه وي  په  هر پاک ا وناپاک نوم چې وی  پرخپله غاړه دپردو دغلا می تناو پرېږ دو؟   فکر کوم تر دغه لوي شرم اودراتلونکی نسل دپيغور لامل به بل هيڅ شۍ نه وي .

پوهېږم چي د (( ۱۵۰)) زره بهرنیوپوځيان شتون دداسي ناکامه اوله ملت نه ليري دولت په شتون کښي چي موخه ئې يوازي او يوازي دخپلو گټوساتل وي دخپلواکی خبره دچاپر خوله نه راځی . دبلې خواداهم له نظره نسو غورځولاي چي دالس کاله اوکه ئي اوږده کړونوداڅولسيزي دغه ملت چي دغم پر کملبه ناست وی اوهره ورځ يوازي خپل خپلوان اوبېگناه انسانا ن خاوروته سپاري اوله کورونويوازي جناي اودکړېدلې مور کرږې اوساندي راوزې ،دکړېدلې مور، پلار، ور ور،خور اوبچی ترستونې چيغې آسمانونه لړزوي ،هلته دهيڅ خوښی اوخپلواکی خبره دچاپرخوله نه راځی .

پد ې هم پوهېږم چي داسوا ل ترډيره بريده لاجوابه پاتېږي چي وايي کومه خپلواکي اوکوم ملي دولت ياحکومت ؟

ددې ټولو ناخوالو اوراپېښو غمېزوسره تاسو هيوادوالوته دخپلواکۍ دترلاسه کولو وياړلی ورځي مبارکي وايم .

دافغانستان دخپلواکۍ خاطره دې تل ژوندی اودخپلواکی دلاري دشهيدانو اوقهرمانانوياددې تل پاتی اوابدي وي .

دآزادی اوخپلوکۍ دلاری دشهيدانو اوقهرمانانو پاکي روح ته ددوعاپه ليږلوسره دلوي څښتن له درباره افغان زورېدلي ولس ته دهوسا اوبسيا ژوندغوښتنه کوم .

دافغان مشهور شاعر وهاب ستير پدې شعر خپله ليکنه رانغاړم :

که په کابل که په پروان تويږ ي

که په هرات که په لغمان توييږي

نه کوم انگريز نه کوم چنگيزدی هلته

يواځې وينه دافغان توييږي

……………………………………………………..

ددې مقالې دليکلو لپاره دلاندي علمي اوتاريخي اثارو اوياداښتونو څخه گټه اخيستل شوېده :

۱/ مير غالم محمد غبار   –    افغانستان درمسير تاريخ .
۲/  علامه مرحوم عبدالحۍ حبيبي  –   تاريخ مختصر افغانستان .
۳/ علامه مرحوم عبدالحۍ حبيبي  – جنبش مشروطيت در افغانستان .
۴ / پوهاند عبدالحۍ حبيبي   –   په افغانستان کې دمشرطيت غورځنگ  ،پښتو ته دعبدالقيوم حکيمزی ژباړه .
۵/ کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستا نی    علامه محمود طرزي  شاه امان اله وروحانيت متنفذ.
۶/ غوث  خيبري  پښتانه دکلتوري ښکيلاک  په زنځېرونوکي .
۷ / محمد ولي ځلمی  دافغانستان اوروسيې دسياسي  روابطولنډه تاريخچه  .
۸دشوروي عالمانو گډ معلوماتي او تاريخي اثر (( دنړۍ هيوادونه )) په روسي ژبه  ۱۹۸۸م کال .
۹/ پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ   –   دپاچا آمان الله واکمنۍ ته يوه نوې  کتنه.
۱۱ / سيد رسول    –    نگاهي به عهد سلطنت اماني 
۱۲ /     يوري کوزنتس   –      جنگ وجاسوسي  درکابل : چپاولگران ازبازي خارج مي شوند .
۱۳دښکلا مجلې کال گنه
۱۴/ همدا ډول له افغان رسالي ، دعوت ويب پاڼه ،زرنگار ، کيوان ، مردم افغانستان ، گوربت له مجلو اونورو ياداښتونوڅخه استفاده شوېده.

!د ميوند ملاله

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.