د کارگرانو نړیوالی ورځي تاريخ ته لنډه کتنه

ليکوال : حبيب الله غمخور

51

د کارگرانو نړیوالی ورځي تاريخ ته لنډه کتنه

نخست از همه جشن روزهمبستگی بين المللي کارگران و همه زحمتکشان را به شما کارگران باشهامت وغيور جهان وکشور عزيزاز صميم قلب تبريک ميگويم .

د هيواد پياوړو، قهرمانو او غېرتي کارگرانو !

ترهره څه وړاندي د گران افغانستان او نړۍ ټولو کاراگرانو او زحمتکښانو ته د کارگرانو دنړيوال پيوستون د تاريخی او نه هیرېدونکي ورځي په مناسبت د زړه له کومي مبارکی او نيکي هیلي وړاندې کوم.

د فرانسې د باغيرته او پتمنو کارگرانو د سرښندنې له امله په ۱۸۷۰ ميلادي کال دفرانسي په پلازمینه پاريس کي کارگرانو ديولاريون له امله ځانته دا حق ورکړ چې دټولنيز عدالت دپلي کیدو په موخه پدي هيواد کي دولتي واک ترلاسه کړي .

هغوي د خپلو سياسي هڅوپه پايله کي دزبرځواکو اوځبېښوونکونه د خپل ولس دنجات په خاطر د پاريس دکمون دبنسټ کښیښود  .

د فرانسې دکارگرانوددې ملي هڅی په مقابلی کښي دفرانسي پانگوالوخپل مينځی اختلافات شاته پرېښودل او دکارگرانو ددي ملی پاڅو پر خلاف یې چټک غبرگون پيل کړ. هغوي په بې رحمانه ډول دکارگرانو پرسنگرونو باندي بريد وکړاودپاريس د کمون پلويانو مشران یې په توپ کي والوزول. يوشمیر ئي زندانيان اوزيات شمیر یې دپاريس پر سړکونو کي تيرباران کړل، ترڅوددې لاري دا سرمايداران وکولاي سي خپل شرمونکی ژوند ته دوام ورکړي.

ولې د پاريس کمون پلويانو د سرمايدارانو د دي وحشيانه برېدونو په مقابل کښي جانانه دفاع وکړه، قربانی يې ورکړې خو تسليم نسول. د پاريس کمون پلويانو د سرمايدارانو پر وړاندي پدې قهرمانانه دفاع کي ډير شاه زلمی له لاسه ورکړه، خو متاسفانه چي دپاريس کمون د حاکميت عمر ډير اوږد نه وو .

د پاريس کمون دړنګیدونه راورسته دفرانسي،امريکا ،انگلستان اويوشمیر نوروهيوادونو کارگری ټولنواوسياسي سازمانو، سياسي هڅو، سرښندنې او فداکاری د دې لامل سول چي بلاخره په ۱۸۸۹ کال په پاريس کي د ټولو اروپايي هيوادود سوسياليست گوندونو په  نړيواله کنگره کي په يوه اواز دمی دمياشتی لمړۍ ورځ دکارگرانو دنړيوال پیوستون د ورځې په نوم ونومول او له هغې ورځې نه دغه تاريخ دنړيوالو په مغزونو کي ثبت سوو، پدې ورځ دنړی په ټولوهيوادونوکي ددې تاريخي  ورځي دکارگري نړيوال پيوستون په نوم يادونه اودرناوی کيږي.

دا ورځ  په سويډن او يو شمیر اروپايي هيوادو کي عمومی رخصتی ده. په سويډن کې د سويډن ټول سياسي گوندونه، مدنی  ټولنې او فرهنگی سازمانونه دا ورځ د لاريونونو په بڼه لمانځي. همدا ډول دا ورځ د نړی په نورو هيوادونو کي تراوسه د کاراگرانو د حق ترلاسه کولو په موخه په مختلفو بڼولمانځل کيږي  .

متاسفانه د نړۍ په يو شمیر هيوادونوکي دهغوهيوادونو کارگران اويا د کارگرانو د انسانی او روا حقوقو ملاتړ سازمانونه او گوندونه نسي کولاي پدې ورځ  دکارگرانودنړيوالی ورځي دياد اوخپلوهيوادونو د کارگرانو د حقوقونه د دفاع په خاطر کوم حرکت اوشعار ورکړي .

پدغوهيوادوکي دا ورځ دشپې ليک (شب نامې) په بڼه  لمانځل کيږي اودخپلو هيوادونو د چارواکونه دکاراگرانو دکاری او انسانی حقو قوغوښتنه کوي .

په يوشمير هيوادوکې دهمدې ورځي دتجليل په مراسمو کښي دغونډو په جوړولو ددې ورځی ياد اوخاطره تازه ساتل کيږي اوپه ځينو هيوادوکښي لا تراوسه هم چي يويشتمه پېړۍ ده د دې ورځي د ياد او درناوی په مناسبت دغونډي جوړولوباندي په عجيبو اوغريبو نومونو کدغن شوی اوهغه غونډي چي پدې مناسبت جوړېږي دپوليسو او وسله والوځواکونوتروحشيانه بريدلاندي راځي .

رښتيا خو داده چې ددې ورځي ياد پداسي شرايطو کې کيږي چې په زيات شمير هيوادوکي تراوسه لا په لويه کچه کارگران د اقتصادي، سياسي، فرهنگی اواجتماعي ستونزو سره لاس او گرېوان دي، په اسيا .افريقا، لاتينه امريکا او د اروپا په ځېنوسيموکښي اوس هم چي دادی يويشتمه پيړۍ پيل سوېده کارگر ته  لا د حيوان په سترگه کتل کيږي .

متاسفانه تراوسه لا زموږ په هيواد کي  کارکر ته د غلام په سترگه  کتل کيږي، ددې ناورين څخه د افغان ولس اوپه ځانگړې توگه زورېدلو کارگرانو د خلاصېدو په موخه پربې غرضه ديني عالمانو، پوهانو، سياسي گوندونو ويدو مشرانو او فعالينو، فرهنگي اومدني ټولنوغږکوم چې په جوماتونو،غونډو، جرگو او همدا ډول پرډله ايزو رسنيو ږغ کوو چې ددې ملي ناورين او انسانی ظلم په وړاندي جدي ودرېږي اوزموږ دهيواد دغريب او کارگر ولس څخه د دفاع په خاطر جدي مبارزه او تبليغاتي کمپاين پيل کړي .

حقيقت دادۍ چې نه يوازي افغان کارگران  بلکي په ټوله نړۍ کي  په ځانگړې توگه له دموکراسۍ نه ليري اوبيگانه هيوادونوکښي دکارگرانوپه وړاندي لکه تر يونيم سل کاله پخوا پشان اوس هم درنې او زورونکی ستونزي پرتې دي .

په افغانستان اونړی کښې دکارگرانودنړيوال پيوستون ورځ پداسي شرايطوکي لمانځل کېدې او اوس ترې يادونه کيږې چي په ټوله نړی کي د بشرد حقوقو نړيوال سازمانونه اوخيراندېښه ټولنو د کارگرانو سره د زور زياتي اوپه ځانگړې توگه د ماشومانونه د کار د وسيلې په توگه استفادې له امله ژوري اندېښنې څرگندوي .

همدا نن زموږ دهيواد کارگرانوته ددوي روا او انسانی حقوق ندي ورکړه سوی، داسي به دنړۍ په زيات شمير هيوادونوکي کارگرانو دخپل خوږ ژوند له نعمتونه محروم  ساتل سوی وي .

زما له نظره کوم عادي اوسربېرن تغيرات چي دیوشمېر دهيواد دونو د  لويو ښارو په مرکزونوکښي دکارگرانو اوعادي ولس په ژوند کښي راغلي، کېداي سي يوازي په دولتي تبليغاتوکښي له هغو نه  چاکم دچارواکي د ناروا حاکميت دسپيناوی په گټه استفاده کوي،

په افغانستان کي هم دا نارواوکړنه له ډېرپخوا روانه ده ،د افغان ولس او د هغه جملې کسبکارانو دژوند کوم درد نه يوازي دا چي دوا سوی ندۍ بلکه نورهم دا زورونکی ټولنيزي ناخوالي زموږ داغريب اوبېنوا ولس په خپلو وحشيانه منگلوکي راکښېکاږي .

زه  پدې باوريم چي په ټوله نړی کښي دکارگرانوپه وړاندي له انصاف نه ليري چال چلند کيږي، دهغوي پر انساني او اقتصادی حقوقو تيري يوه معمولي خبره ده، په افغانستان کې دافغان کارگرانو اوکسبکارو دژوند زورونکی حالت  خپلو ورستيو مرحلوته رسېږي.

که دغه حالت ته ژوره او جدي پاملرنه ونسي پايلې به ئې ډيري زورونکی اونه جبرانېدونکي وي. زيات شمېرهيوادونو د دولتی چارواکو دا ډول بې غوری ددې لامل گرځېدلې چې د ولس زيات شمير ځوانان دکار پيداکولوپه موخه له يوعالم ستونزو سره مخامخ دي اوزموږ په زورېدلی هيواد کي خو داڅولسيزي مجبورسوی چې دکار پيداکولو لپاره د نړۍ دزياتو هيواونوته فرار وکړی اوهلته خپل استعداد او کاری قوه د ژوند د دوام په موخه پر پرديو وپلوري.

زه يوځل بيا دافغان  کارگرانوته دنړيوال پيوستون د تاريخي ورځي په مناسبت د خپلو نېکو هيلو او مبارکی په څرگندولوسره په افغانستان، سيمه او نړی کي د کارگرانود روا اوانساني حقوقوڅخه په کلکه خپل  ملاتړاعلانوم، پر هغو ټولوچي انسانيت اوانساني ژوند ته ځان ژمن بولي ږغ کوم چې په نړيواله کچه دکارگرانو په وړاندي د اقتصادي ظلم اوستم  دنا خوالودله منځه وړلولپاره لاس په کارشي .

په نړيواله کچه دبشری عدالت ،سولی اوبشري بسياينې په هيله .

په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې مشر غمخور

د يوري گاگارين لنډ ژوند ليک

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.