د ميوند ملاله !
د ميوند د ملالی ياد دي تل پا تی او ژوندی وئ !
د ميوند ملالي ! که دحاکمانو هېره یې خو دافغان ولس په زړه کې تل پاتی ځاي لرې اوددې ولس وياړلې او تاريخي ملی څهره یې .
نن د جولای ۲۷ مه د هېواد په تاریخ کې د میوند اتلولۍ او ویاړمنې ورځې سره سمون خوري. دا ورځ په ۱۸۸۰ میلادي کال (۱۲۵۷ لمریز کال) کې د افغان او انګلیس د دویمې جګړې پر مهال د افغانانو د سرښندنې، مېړانې او د ملالۍ د تاریخي حماسې یادګار دی.
کله چې د افغان ځواکونو مورال کمزوری شو، ملالۍ د خپل ټکری (پوړنی) په پورته کولو سره ملي ناره پورته کړه او افغان ځوانان یې د ازادۍ او دفاع لپاره قربانۍ ته وهڅول. د هغې دې عمل د افغان ځواکونو روحیه دومره لوړه کړه چې د انګریزانو لیکې یې ماتې کړې او تاریخي بریا یې خپله کړه .
له نن څخه ۱۴۶کاله وړاندي په همدې ورځ مو دانگريزانوسره په ملی جگړه کي ۱۹ کلنه افغانه پېغله ملالۍ دميوند په تاريخي جگړه کښي دانگرېزانو لخوا په شهادت ورسېدل اودتل لپاره مو دا پر ولس ،وطن او خپلواکۍ مينه له لاسه ورکړه ،خو نوم اووياړلي تاريخ یې تل پاتی او ابدی سوو .
د ميوند په غزا کي د ملالۍ کار نامه د پښتنو ښځودغيرت اوفداکاری څلی دئ .
نن د جولای په ۲۷ مه نېټه له انګرېزانو سره د افغانانو ددوهمې جګړې، په جريان کي دمیوند دتاريخي جګړې ۱۴۶ کاله کېږي چې افغانی پېغلي ملالۍ دخپل عمر په ۱۹ کلنۍ کښي د انگريزانو پر وړاندي ملي مبارزه او تاريخي جگړه کي خپل خوږ ژوند د لاسه ورکړاوپه شهادت ورسېدل،دا هغه ورځ وه چې افغانانو د انګرېز ځواکو نه په ميوند کې پرشا وتمبول سول ،ددې مېړنۍ ياد دې ژوندی اوتل پاتي وي.
که څه هم ايوب خان د دې جګړې اتل و ، خو دې جګړې يوه بله اتله هم درلوده،د هغې اتلې نوم ملالۍ وه .
ملالۍ د کندهار په میوند ولسوالۍکې د کشکي نخود دخيګ په نوم دیوه کلي او سېدونکې وه ،دا کلی د ميوند د جګړې ميدان ته نږدې پروت وو .
ملالـــــۍ او د هغي پلار او د دې دراتلونکی ژوند ژوند ملگری او دوست چي لایې واده نه وو ورسره کړی هم دغازي ايوب خان له لښکرو سره د (١٨٨٠) کال دجولاي دمياشتي په (٢٧) نيټه يوځاي شول ملالـــــۍ د نورو کلو د ښځو په څير د خپلو غازيانو وروڼو ملا ور وتړله. د ملالـــــۍ کورني اوس هم د ميوند په خوگيانيو کاريز کي سته، ملالـــــۍ هم پدغه کاريز کي اوسېده، هغه د شهادت په وخت کي پيغله وه ، په ونه دنگه او لوړه ډيره ښکلي اوقهرمانه ټېغله وه .

دهغي قبر (مقبره) اوس هم په ميوندکي سته ،خلگ ئي زيارت ته ورځي ،اودا قبر دمانده پرشمالي غاړه واقع دي . ځني معلومات ښيي چې په همدې ورځ دملالۍ واده هم و، خودې دنورو افغانو ښځو غوندې دجګړې دټپيانو مرسته کوله، هغوی ته يې اوبه او افغان سرتېرو ته يې اضافي وسلې ور وړلې .
دميوند په جگړه کي ملالـــــۍ دنورو نجونوپه شان غازيانو ته اوبه رسولي دا هغه جگړه وه چي دپرنگی (انگرېزی) ښکيلاک جرړي ئي په لندن کي ولړزولې. دجګړې پرمهال د افغان سرتېرو شمېرزیات و،خو بیا هم دوی پرشاتګ پیل کړ.
ويل کېږي چې ملالۍ خپل پوړنی په هوا کې لوړ کړ او نارې يې کړې :
که په ميوند کې شهید نهشوې
خدايږو لالیه بېننګۍ ته دې ساتينه
له دې سره سرتېرو جګړه چټکه کړه، خو هغه کس چې د افغانانو بيرغ يې په لاس کې و، د بریتانوي ځواکونو په مرمۍ وويشتل شو ويل کېږي ملالۍ دغه بيرغ لوېدو ته پرېنه ښود په ځينو معلوماتو کې ویل شوي چې ملالۍ له خپل پوړني څخه بيرغ جوړ او پورته کړ .
ملالۍ دا لنډۍ هم ويله :
خال به د يـــــــار د وينو کېږدم
چي شينکي باغ کې ګل ګلاب وشرموينه
وروسته ملالۍ هم وويشتل شوه، خو دې د افغان سرتېرو په مورال لوړولو کې لوی رول ولوباوه.
له دې سره بریتانوي ځواکونه د کندهار پرلور پرشا وتمبېدل او دا د افغان–انګرېز په دوهمه جګړه کې د بریتانيې لومړۍ لويه ماته بلل کېږي .
د پاچا بېرته راتګ او د افغانستان لپاره جګړه له ۱۸–۳۹ څخه تر ۴۲ میلادي کلونو پورې ليکوال او تاریخپوه ويليم ډارليمپل په نیويارک ټایمز ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې ليکلي : چې د میوند دملالۍ په اړه په افغا نستان کې د انګرېزانودجګړې په اړه دبریتانيې په تاریخ کې هېڅ هم نهدي لیکل شوی.
خودده په وينا دميونددملالۍ فعالیت دبریتانيې امپراطوري دميوند په جگړه کې د ۱۹مې پيړۍ له ترټولو بدې ماتې سره مخامخ کړه .
ډارلمپل لیکي چې ملالۍ هغه مهال د افغان ځواکونو لوېدلی بيرغ راپورته کړ او په ځينو مواردو کې ويل شوي چې دې له خپل پوړني څخه بيرغ جوړ کړچې ددې کوژدن د بریتانيې له توپچي سره مخامخ شو او بیا دې ورته لنډۍ وويله:
اشنا مې سر پر وطن کېښود
په تار دزلفو به کفن ورته ګنډمه
که څه هم ملالۍ دميوندپه جګړه کې خپل ژوندله لاسه ورکړ، خودا د افغا نستان مشهوره اتله شوه .
ددښمن په ځواکونو کي يې ماته گوډه او ډيره زياته مرگه ژوبله پكي وسول. دافغانسنان درمسير تاريخ) ليكوال دهغه وخت ديو نوميالي مورخ ميرزا يعقوب علي خوافي دكتاب په حواله ليكي چي په دغه جگړه كي له دوولس زره انگريزي پوځ عسكرو او صاحب منصبانو څخه يوازي (۲۵) تنه ژوندي دجگړي دډگر څخه په تيښته بريالي سول . د(زموږغازيان ليكوال محمدولي حلمي د نفتو لا خالفين د كتاب (شيبور هايي پيروزي ميوند) ۴۵۳ مخه په حواله ليكي: كله چي دزياتي كلكي ژوبلي په نتيجه كي ميوند فتح او افغاني غازيان دخپلو شهيدانود ښخولو په تكل كي وو ,غازي سردارمحمد ايوب خان پوښتنه وكړه چي دغه نجلۍ څوك وه چي په داسي نازك حالت كي يې پخپلو ملي لنډ يو افغانى لښكرپه ننگ اوغورځنگ راوست؟ځواب وركول سو چي دا ملا له د يو چو پان لور او دميوند (كشك نخود) اوسيدو نكې ده بل ورته وويل چي دا ډيره زړه وره وه دغازيانو ترڅنگ یې بايد ښخه كړو . ايوب خان وويل ښه واياست ملايانو اوملي مجاهدينو دبخښني دعاورته وكړه او هم هلته يې خاوروته وسپارله. همدارنگه ميرغلام محمد غبار په (افغانستان درمسيرتاريخ) او لويس دوپري په خپل اثر(افغانستان )كي دملالۍ سر ښندنه او ننگياليتوب ستايې او تاييدوي .
دبښتني ميرمني كتاب ليكوال عبدالروف بينوا ليكلى چي ددوشنبي په ورځ دبرات دمياشتي پر اولسمه 1297 هجري قمري كال چي افغاني زلميانو ميرنو او ښځو دخپل وطن دساتني په نيت سرونه پر ميدان ايښي اودميوند ډگر ته دقرباني له پاره حاضرسوی وه, ټكنده غرمه وه غازيان تږي او ستړي ستومانه وو دميوند پر دښت هيڅ اوبه هم نه وي نژديوه چي افغاني لښكر له تندي څخه ماتي وكړي. په داسي حال كي چي دلښكرو بيرغچي هم سخت زخمي سو او بيرغ يي له لاسه ولويد يوه پيغله راغله بيرغ يې په سرومنگولو واخيست ناره يي وكړه:
خال به ديار له وينو كښيږدم چي شينكي باغ كي گل گلاب وشرموينه
كه په ميوند كي شهيد نسوي خدايږو لاليه بي ننگۍ ته دي ساتينه
د دي پيغلي دا ږغ يو آسماني ږغ وو چي دافغاني زلميانو ويني يې په جوش راوستلي اود (الله اكبر) په ناره يې پرغليم يرغل وكړ او دښمنان يې تار په تار او خپله پاكه خاوره يې دهغوى دناپاكه قدمو څخه وژغورله . دا پيغله ملاله نوميدله په ځينو روايتونو كي همدغه پورتني مفهوم دالفاظو په لږاو ډير بدلون سره داسي راغلي دي. يوه خواته دميوند پر دښته پراته دپرنكي پوځونه په هرډول وسلواو وسيلوسمبال وه بلي خوا افغانان په تش لاس خو دايمان اوعقيدي په وسله سمبال د هغوى مقابلي ته راوتلې وو او په دې نيت او تكل و ه چي دغه كفري لښكري له خپلي خاروي څخه وباسي او هيواد ددوي له ناولو منگولو څخه آزاد كړي. د افغاني غازيانو سره په دغه جكړه كښي افغاني ميرمني هم شاملي وي چي ځينو يې غازيانو ته خواړه اوبه او باروت وررسول او ځيني له خپلو پلرونو ورونو او ميړونو سره اوږه په اوږه ددښمن مقابلي ته ولاړي وې، يوه له دغو نومياليوڅخه ملاله نورزی وه.
د ملالې نورزی د لنډۍ هر توری لکه غشی د غازیانو په زړونو ولگید،وینې یې په ځوښ راغلې،مات زړونه یې راژوندي شول او د (الله اکبر) په کفر ځپونکي غږ پر دښمن ورغلل، سره ورځ یې پر جوړه کړه.څه شیبه وروسته ملاله یو ځل بیا پر لوړ ځای ودریده او دا له جذبې ډکه ناره یې وکړه :
خــــال بــــه دیـــار لـــــه ویــــنو کـــیږدم
چــــې شـــــینکي باغ کې گل گـــــلاب وشـرموینه
د دښمن پرپوځونو ماته گډه او ډیر زیاته مرگ ژوبله پکې وشوه .د (افغانستان درمسیرتاریخ)لیکوالد دهغه وخت دیو نومیالي مؤرخ میرزا یعقوب علي خوافي دکتاب په حواله لیکي چې په دغه جگړه کې له دولس زره انگریزي پوځ،عسکرو او صاحب منصبانو څخه یوازې 25تنه ژوندي دجگړې له ډگر څخه په تیښته بریالي شول .
میوند فتح شو . چافتح کړ؟ ننگیالۍ اوتوریالۍ ملالې!
همدارنگه میرغلام محمدغبار په (افغانستان درمسیرتاريخ)او لویس دوپري په خپل اثر(افغانستان)کې دملالې سرښندنه او ننگیالیتوب ستایي اوتائیدوي .
له دغه پورته څرگندونو څخه داښکاري چې (ملاله نورزی)دهمدغه میوند په تاریخي جگړه کې دشهادت مقام ته رسیدلې او تلپاتې نوم یې په برخه شوی دی . دغه ستره کارنامه یې زموږ دهیواد په تاریخ کې په زرینو کرښو لیک او تر هغه چې افغان او افغانستان وي،له چا به نه هیریږي او په ډیر درناوي به نمانځل کیږي .
له دي پورته څرگندونو داښكاري چي ملاله دهمدغه ميوند په تاريخي جگړه كي دشهادت مقام ته رسيدلي او تلپاتي نوم يې په برخه سوى دى ددغه ستره وياړلي كارنامه زموږدهيوادپه تاريخ كي په زرينو كرښو ليكل سوی .
مرحوم استادرشاد صاحب چي له ميوند مجلي سره مرکه کړي وه، ويلې وه چې دميوندي ملالۍ کورني تراوسه دميوند په خوګاڼيو (کار يز) کي ژوند کوي. خپله ملالۍ دخوګاڼيودقوم څخه وه، ددغي اتلي قبر تراوسه په ميوند کي موجود دي . ديادوني وړده چي دملالۍ دنيک نامه په اساس ډيری افغاني کورنی دخپلو لوڼو نومونه ملالی ايږدي .
لنډه داچي د ملالۍ نوم د افغانې اتلې په کتار کې د هیواد په تاریخ کې تل پاتی ولېکل شو. راتلونکو نسلونه هم بايد د ملالۍ نوم په ویاړ وساتي اوديواد په مختليفو سيمو کې ښوونځی، روغتونونه د میوندي ملالۍ په ویاړلي نوم و نومول شی.
چې متاسفانه دولتی اړوند ادارو ددې غښتلی دکارنامو ياد ژوندي ساتلو په موخه کوم داسي کار ندی کړي کوم چې پرې ورنه مننه وشي .تاسو یې دقبر انځور وگوری اوپرې قضاوت وکړي ؟ ايادادهغې ددرناوی بېلگه بللاي شو؟
د دې نومیالۍاو ننگیالۍپیغلې قبر دمیوند دشهیدانو په هدیره کې معلوم او ډېرخلک زیارت له ورځي،
روح دې ښاد او یاد یې تل پاتی وي .
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.