د کابل بانک سقوط: هغه کال چې د افغانستان پيسې وتښتول شوې

ژباړه: صلاح الدين حمید 

51
په ۲۰۱۰ میلادي کال کې هغه وخت چې د افغانستان خلکو لا هم بانکونه د خپلو پیسو د خونديتوب په مانا ګڼل، د هېواد د اقتصاد په یوه اساسي ستنه کې یو ستر درز راڅرګند شو. کابل بانک چې هغه مهال تر ټولو لوی خصوصي بانک و ناڅاپه د «سپما کوونکو پناه ځای» څخه د «بې‌رحمه لوټمارۍ» په مرکز بدل شو.
دا پېښه یوازې یوه «بانکي تېروتنه» نه وه. له ۹۰۰ میلیونو ډالرو څخه ډېرې پيسې یعنې د افغانستان د ټول ناخالص ملي تولید شاوخوا ۵ سلنه برخه په سیستماتیک، هدفمند او تنظیم‌شوي ډول بهر ته وایستل شوې او د واکمنو او بانکي مدیرانو د یوې کوچنۍ کړۍ جېبونو ته لاړي.
کیسه له کومه ځایه پیل شوه؟
کابل بانک په ۲۰۰۴ کال کې تاسیس شو او په چټکۍ سره یې وده وکړه، تر دې چې د ۲۰۰۰مې لسیزې تر نیمایي پورې یې له یو میلیون څخه ډېر مشتریان درلودل او د خلکو د پیسو او نړیوالو مرستو لویه برخه یې اداره کوله. خو لکه څنګه چې وروسته راپورونو وښوده، دغه بانک نه یوازې د څارنې او حسابرسۍ له بنسټیزو اصولو بې‌برخې و بلکې عملاً یې پروا هم نه لرله.
وروستیو څېړنو څرګنده کړه چې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۰ پورې دغه بانک د بانکي واک د ظالمانه او ناوړه استفادې په یوه ډګر بدل شوی و. مدیرانو او ونډه‌والو د واقعي پانګونې پر ځای، ځانونو او خپلو نږدې کسانو ته د سترو پورونو ورکول پیل کړل، هغه هم بې له تضمینه او بې له سود څخه. دغه پورونه تر دې کچې وو چې نه یې د بېرته ورکولو نیت موجود و او نه یې چا توان درلوده.
هغه نومونه چې دا تریخه تراژیدي یې رامنځته کړه:
۱ـ شېرخان فرنود، د بانک بنسټګر او د مدیره هېئت رئیس.
۲ـ خلیل‌الله فیروزي، عمومي اجرائیوي رئیس.
۳ـ محمود کرزی، سهم‌لرونکی او د لویو پورونو اخیستونکو له ډلې.
۴ـ حصین فهم، سهم‌لرونکی او د لویو پورونو اخیستونکو له ډلې.
*۵ـ عبدالغفار داوي*، د لویو پورونو اخیستونکی پرته له تضمین څخه.
لومړي دوه کسان په ۲۰۱۳ کال کې د یوې ځانګړې محکمې له خوا په ۵ کلونو بند محکوم شول او محکمې له هغوی وغوښتل چې میلیونونه ډالره بېرته ورکړي. خو وروستی حکم د «د باور ماتولو» په تور اعلان شو، نه په درنو تورونو لکه د پیسو مینځل (پول شویی) یا اختلاس، چې له امله یې سزا نسبتاً سپکه وه. نور تورن کسان هېڅکله محکمې ته حاضر نشول، ځکه چې له لوړپوړو چارواکو او زورواکو (حامد کرزي او مارشال فهم) سره یې کورنۍ او سوداګریزې اړیکې لرلې.
هغه طرحه چې عملي شوه، تر ریښتینې بانکدارۍ ډېر د «پونزي سکیم» ته ورته وه.
د سپماکوونکو پیسې او بهرني مرستې د دې پر ځای چې په واقعي پروژو کې پانګونه شي، هغو شرکتونو او اشخاصو ته ورکړل شوې چې هېڅ بنسټ یې نه درلود. ځینې شرکتونه یوازې په کاغذ کې موجود وو. د دې پیسو لویه برخه د هېواد دننه پاتې نه شوه بلکې د نړۍ له ۲۸ څخه زیاتو هېوادونو بانکي حسابونو ته ولېږدول شوه، له اماراتو نیولې تر امریکا او اروپا پورې.
هغه شمېرې چې هر څوک لړزوي:
له ۸۶۱ میلیونو ډالرو څخه ډېر یوازې په داسې طریقو بهر ته انتقال شول لکه «په الوتکو کې د خوړو د بار وړونکي وسیلې دننه د پټو پیسو انتقال» هغه پېښه چې کله راپور شوه، حتی نړیوال کارپوهان یې هم حیران کړل.
څنګه دا دومره په اسانۍ سره ونړېد؟
د مرکزي بانک کمزورې څارنه، سیاسي لاسوهنې او د ځواکمنو اړیکو شبکي د دې لامل شوې چې د پیسو د جریان پر وړاندې هېڅ واقعي کنټرولي ټکی موجود نه وي. کلونه کلونه کارپوهانو او تفتیش کوونکو د خطر زنګونه ولیدل او خبرداری یې ورکړ، خو یا له پامه وغورځول شول او یا یې هڅې ودرول شوې.
کله چې دا رسوايي د ۲۰۱۰ کال د اګست په میاشت کې علني شوه، خلک وېرېدلي ول او د بانک د څانګو مخې ته اوږده قطارونه جوړ شول، ځکه ټول پوه شول چې نه یوازې دولت، بلکې د دوی خپلې سپماوې هم په خطر کې دي.
دولت اړ شو چې بانک ملي اعلان کړي او د ۸۰۰ میلیونه ډالرو څخه په زیاتې پانګوني سره یې وژغوري او د نوي کابل بانک په نوم خپل فعالیت ته دوام ورکړي. خو د خلکو عامه باور او د هېواد اقتصاد باندې یې زیان لا هم پاتې دی.
او دا د کیسې پای نه دی: لا هم د هغو پیسو یوه لویه برخه نه ده موندل شوې او ډېر هغه کسان چې ښکېل وو، یا اوس هم په واک کې دي، یا د سیاسي اړیکو له امله له جدي څارنې څخه تښتېدلي دي. حتی د هغو کسانو نومونه چې له پورونو او اسانتیاوو څخه یې ګټه اخیستې وه، په بشپړه توګه نه دي روښانه شوي.
ولې هغه کسان چې میلیارډونه ډالر یې یوړل، یوازې ۵ کاله بندي شول؟
ولې قضایي سیستم ونه توانېد چې د پیسو مینځلو او اختلاس تورونه په جدي توګه تعقیب کړي؟
هغه پیسې چې لا هم ورکې دي، چېرې دي؟
دا هغه پوښتنې دي چې د یوې نیمې لسیزې په تیریدو سره سره لا هم بی ځوابه پاتې دي.
د افغان اقتصاد پوهانو د څیړنې او ژباړې مرکز
https://af.dawatmedia24.com/?p=185182

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.